تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : تحفة الإخوان بأجوبة تتعلق بأرکان الإسلام (بشتو) الفتاوى المتعلقة بصلاة الجماعة والإمامة- ترجمة الشيخ أبی الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_17 _May _2013هـ الموافق 17-05-2013م, 06:24 PM
د جمع د لمانځه امامت او د اقتداء مسائل :
(٣٧) سوال : په دى زمانه کښى ډير خلک د جمع په لمانځه کښى سستى کوى تر دى چه ځنى طالبان هم د سستۍ نه کار اخلى او دا علت ورله بيانوى چه د ځنو عالمانو په نزد باندى د جمع لمونځ فرض ندى ، نو د جمع د لمانځه څه حکم دى او تاسو دغسى کسانو ته په څه باندى نصيحت کوئ ؟
جواب : هغه انسان چه توان لرى او اذان اورى نو په هغى باندى د مسلمانانو سره په جمع سره او په جماتونو کښى لمونځ کول فرض دى او په دى کښى هيڅ شک نشته او دا راجح او صحيح قول دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يَأْتِهِ فَلَا صَلَاةَ لَهُ إِلَّا مِنْ عُذْرٍ » سنن ابن ماجه - (ج 3 / ص 14) ، څوک چه اذان واورى او لمانځه ته لاړ نشى نو د هغى لمونځ په غير د عذر نه نه صحيح کيږى . ابن ماجه دار قطنى ابن حبان او حاکم په صحيح سند سره د دى حديث روايت کړى .
د عبدالله بن عباس t نه د عذر په هکله تپوس وشو نو هغى وفرمايل : ويره او مرض دى ، او په صحيح مسلم کښى د ابوهريرة t په روايت سره حديث نقل شوى چه : « أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ أَعْمَى فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّهُ لَيْسَ لِي قَائِدٌ يَقُودُنِي إِلَى الْمَسْجِدِ فَسَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُرَخِّصَ لَهُ فَيُصَلِّيَ فِي بَيْتِهِ فَرَخَّصَ لَهُ فَلَمَّا وَلَّى دَعَاهُ فَقَالَ هَلْ تَسْمَعُ النِّدَاءَ بِالصَّلَاةِ قَالَ نَعَمْ قَالَ فَأَجِبْ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 384) ، رسول الله r ته يو ړوند سړى راغى نو وئى فرمايل : اى رسول الله r زما لپاره څوک لار ښونکى نشته چه ما جمات ته بوځى نو آيا زما لپاره دا اجازت شته چه زه په کور کښى لمونځ وکړم ؟ نو رسول الله r ورته وويل : آيا ته اذان اورى ؟ هغه ورته وويل : هو نو رسول الله r ورته وويل : چه د اذان جواب ورکړه ( يعنى د جمع لمانځه ته به ځى .
او همدا راز په بخارى او مسلم کښى د ابوهريرة t په روايت سره حديث نقل شوى چه رسول الله r فرمايلى : « وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ » صحيح البخاري - (ج 3 / ص 32) صحيح مسلم - (ج 3 / ص 380) ، زما دا اراده ده چه د لمانځه په اقامت باندى حکم وکړم بيا يو سړى ته امر وکړم چه د خلکو لپاره امامت وکړى بيا د ځان سره داسى کسان بوځم چه د لرګو بارونه ورسره وى هغى قوم ته چه لمونځونو ته نه حاضريږى چه کورونه پرى وسوځوم . دغه ټول ذکر شوى احاديث او هغه چه د دى سره په معنى کښى ورته والى لرى د جمع په فرضيت باندى دلالت کوى ، او که څوک د جمع د لمانځه نه روسته کيږى نو هغه د سختى سزا مستحق دى ، او که چيرته لمونځ جماتونو کښى په جمع باندى فرض نه وى نو د هغى ترکونکى به د سزا مستحق نه وى ، او همدا راز په جماتونو کښى د لمونځونو ادا کول د اسلام د لويو علامو څخه شميرل کيږى او په دى سره د مسلمانانو په مابين کښى تعارف اومحبت پيداکيږى کينه او ترفګنۍ له منځه وړى ، او د جمع په ترکولو کښى د منافقينو سره مشابهت راځى ، نو د ترکولو نه ئى ځان ژغورل واجب او ضرورى دى ، او اختلاف لره کوم اعتبار نشته ځکه هر قول چه د شرعى دلايلو نه خلاف وى نو د هغى پريخودل واجب دى او اعتماد پرى نشى کيداى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : } فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً { سورة النساء : ٥٩) ، که چيرته ستاسى په يو څيز کښى اختلاف راغى نو الله او پيغمبر r ته ئى واپس کړئ که چيرته ئى تاسو ايمان لرونکى په الله او په ورځ روستنۍ دغه کار غوره دى ستاسو لپاره او ډير خايسته دى د انجام په لحاظ سره ، او همدا راز الله تعالى فرمائى : } وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ { سورة الشورى : ١٠) او هغه څه چه ستاسى پکښى اختلاف راغى نو د هغى فيصله الله ته ( حواله ) ده .
او په صحيح مسلم کښى د عبدالله بن مسعود په روايت سره حديث نقل شوى چه هغه فرمائى : « وَلَقَدْ رَأَيْتُنَا وَمَا يَتَخَلَّفُ عَنْهَا إِلَّا مُنَافِقٌ مَعْلُومُ النِّفَاقِ وَلَقَدْ كَانَ الرَّجُلُ يُؤْتَى بِهِ يُهَادَى بَيْنَ الرَّجُلَيْنِ حَتَّى يُقَامَ فِي الصَّفِّ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 387) چه مونږ به ليدل خپل ځانونه چه د جمع د لمانځه نه به نه روسته کيده مګر منافق سړى او يا مريض انسان ، او کله به يو سړى په داسى حالت کښى راوستلى کيده چه د دوه کسانو په اوږو به ئى لاسونه يخى ؤ او په صف کښى به ودرولى شو » . او دا د صحابه کرامو د جمع په لمانځه باندى د نهايت زيات اهتمام او حرص دليل ؤ چه کله به ئى يو مريض سړى هم د جمع لمانځه ته راوستلو ، رضى الله عنهم . والله ولى التوفيق .
(٣٨) سوال : د امام نه روسته د مقتدى په قراءت او لوستلو کښى د عالمانو اختلاف دى نو په دى کښى صحيح او راجح قول کوم دى ؟ آيا د مقتدى لپاره د سورة فاتحى لوستل فرض دى ؟ او کله چه امام په قراءت کښى دومره سکته او وقف نه کوى چه مقتدى پکښى فاتحه ولولى نو په کوم وخت کښى بايد مقتدى سورة فاتحه لولى ؟ او آيا د امام لپاره د سورة فاتحى د لوستلو نه روسته سکته کول جايز ده چه مقتدى پکښى فاتحه ولولى ؟
جواب : صحيح او راجح خبره دا ده چه په ټولو لمونځونو کښى که په جهر سره وى او که خفيه وى په مقتدى باندى د سورة فاتحى لوستل فرض دى ځکه چه د رسول الله r د دى حديث عموم پرى دلالت کوى چه فرمائى : « لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ » متفق على صحته ، د هغه چا لمونځ صحيح نه دى چه سورة فاتحة ونه لولى . او همدا راز رسول الله r فرمائى : « لَعَلَّكُمْ تَقْرَءُونَ خَلْفَ إِمَامِكُمْ قُلْنَا نَعَمْ هَذًّا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ لَا تَفْعَلُوا إِلَّا بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ فَإِنَّهُ لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِهَا » ، لکه چه تاسو د امام نه روسته قراءت وائى ؟ صحابه کرامو وويل چه هو . نو رسول الله r وفرمايل : تاسو دا کار مه کوئ مګر صرف سورة فاتحة وائى ، ځکه چه د هغه چا لمونځ تر هغى پورى نه صحيح کيږى چه تر څو پورى ئى فاتحة نه وى لوستلى .
امام احمد په صحيح سند سره د دى حديث روايت کړى .
او بيا صحيح طريقه د امام په سکتو کښى د فاتحى لوستل دى ليکن که امام سکتى نه کوى نو بيا دى فاتحه ولولى اګر که امام قراءت هم کوى .
او دا حالت د هغى دلايلو د عموم نه مستثنى دى کوم چه د امام د قراءت د اوريدلو په وجوب باندى دلالت کوى ، ليکن که د مقتدى نه د سورة فاتحى لوستل هير شى او يا ئى د ناپوهۍ له امله پريږدى او يا ئى عقيده دا وى چه د سورة فاتحى لوستل فرض نه دى نو بيا پرى څه نشته او د اکثرو اهل علمو په نزد د هغى لپاره د امام قراءت کافى کيږى ، او همدا راز که چيرته مقتدى امام د رکوع په حالت کښى ګير کړى نو د هغى سره به رکوع وکړى دغه رکعت ئى کافى دى او د سورة فاتحى لوستل ترى د نه ګيرولو له امله ساقطيږى .
لکه څرنګ چه د ابوبکرة الثقفى t په حديث کښى راغلى چه هغى رسول الله r د رکوع په حالت کښى ګير کړه نو صف ته د رسيدو نه ئى مخکى رکوع وکړه او بيا په صف کښى ودريده نو هر کله چه رسول الله r سلام وګرځولو نو هغه ته ئى وويل : «زَادَكَ اللَّهُ حِرْصًا وَلَا تَعُدْ » رواه البخارى ، الله تعالى دى ستا حرص زيات کړى او بيا داسى کار مه کوه ، نو هغى ته ئى د دغى رکعت په راګرځولو باندى حکم ونه کړه .
د رسول الله r د دى وينا ( ولا تعد) مقصد دا دى چه د صف نه بهر بيا رکوع مه کوه ، او د دى نه دا معلومه شوه چه څوک په مسجد کښى امام د رکوع په حالت کښى ګير کړى نو د هغه لپاره سنت طريقه دا ده چه رکوع بايد د صف نه بهر ونه وکړى ، بلکه په صف کښى به ودريږى اګر که رکوع ترى هم وشى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : «إِذَا أَتَيْتُمْ الصَّلَاةَ فَعَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا» متفق على صحته . کله چه تاسو لمانځه ته ځئ نو په اطمنان او سکون سره ځئ نو کوم لمونځ مو چه د امام سره ګير کړه نو هغه وکړئ او کوم چه درنه فوت شوى وى نو هغه پوره کړئ .
او هر چه دا حديث دى « مَنْ كَانَ لَهُ إِمَامٌ فَقِرَاءَتُهُ لَهُ قِرَاءَةٌ » مسند أحمد - (ج 29 / ص 165) ، د چا لپاره چه امام وى نو د هغى قرات د مقتدى قرات دى ، نو دا ضعيف دى پدى باندى څوک استدلال نشى کولاى او که بالفرض که صحيح هم شى نو د سورة فاتحى ويل ترى مستثنى دى ، له دى امله چه په ټولو احاديثو باندى عمل وشى .
او د سورة فاتحى د ويلو نه روسته په صحيح احاديثو کښى زما د علم موافق د سکتى کولو ثبوت نشته ليکن په دى خبره کښى وسعت دى که چا وکړه نو څه پروا نه کوى او که وئى نه کړه نو هم څه پروا نه لرى ، ليکن د رسول الله r نه په صحيح احاديثو کښى دوه ځلى سکتى کول ثابتى دى : يو ځل د تکبير تحريمه نه روسته چه په هغى کښى د دعاء الاستفتاح لوستل سنت دى ، او دوهمه سکته د سورة فاتحى د ويلو نه روسته او درکوع نه مخکښى سنت ده .
(٣٩) سوال : په صحيح حديث کښى راغلى چه څوک اوګه ، پياز ، او ګندنه وخورى نو هغه دى جمات ته نه ځى ، نو آيا په دى باندى نور هغه شيان قياس کيداى شى چه ډير بدبويه وى او استعمال ئى حرام وى لکه سګرټ ؟ او آيا د دى مطلب دا کيداى شى چه څوک دا شيان استعمال کړى نو د هغى لپاره د جمع د لمانځه نه روسته کيدل جايز دى ، يعنى که د جمع لمونځ ته حاضر نشى نو څه ګناه پرى نشته ؟
جواب : د رسول الله r نه نقل شوى چه هغه فرمايلى : « مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا فلا يقربن مسجدنا وليصل في بيته » چا چه اوږه او يا پياز وخوړه نو هغه دى زمونږ جمات ته نږدى نه راځى او په کور کښى دى لمونځ وکړى ، او په بل روايت کښى راغلى : «فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 190) ملايکى د هغى شيانو څخه په عذابيږى د کوم نه چه انسانان تنګيږى .
او هر هغه شى چه بد بوى ولرى نو حکم ئى د اوږى او د پيازو دى لکه سګريټيان او يا هغه کسان چه د تخرګونو نه ئى بد بوى ځى چه ملګرى ترى په عذابيږى نو د هغى لپاره د خلکو سره په جماعت سره لمونځ کول مکروهه دى ، او د هغى نه به تر هغى پورى ځان ساتى چه تر څو ئى د بدن نه بدبوئى زائله کړى نه وى ، او په هغى باندى د خپل وس او توان په اندازه د بدبوئى زايله کول واجب دى تر څو چه لمونځ په جمع او جماعت سره ادا کړى .
او هر چه سګرټ دى نو د هغى استعمال په هر وخت کښى حرام دى ځکه په استعمال کښى ئى دين ، بدن او مال ټولو ته ضرر رسيږى . الله تعالى دى د مسلمانانو حالات اصلاح کړى ، او د ښو کارونو توفيق دى ورله ورکړى .
(٤٠) سوال : صف به د ښى طرف نه شروع کيږى او که د امام د روستى طرف نه ؟ او د صف په ښى او ګس طرف کښى مساوات او توازن مشروع او سنت دى او که نا ؟ لکه څرنګ چه ډير امامان دا اواز کوى چه صف مساوى کړۍ ؟
جواب : صف به د منځ نه شروع کيږى کوم چه امام ته نږدى وى ، او د هر صف ښى طرف د ګس طرف نه غوره دى ، او تر څو پورى چه مخکنى صف پوره شوى نه وى نو بل صف به نه جوړوى ، او که د صف په ښى طرف کښى خلک زيات وى نو د ا څه پروا نه لرى ، او د صف مساوات ضرورى نه دى او امر کول پرى د سنت خلاف عمل دى ، ليکن تر څو چه اول صف ډک شوى نه وى نو په دوهم صف کښى ودريدل جايز نه دى او نه په دريم صف کښى ودريدل جايز دى تر څو چه دوهم صف پوره شوى نه وى او همداراز د نورو صفونو حکم دى ځکه چه رسول الله r په دى خبره حکم کړى دى .
(٤١) سوال : محترم شيخ صاحب ستاسو د فرضى مونځ کونکى په هکله څه راى ده چه هغه په نفلى لمونځ کونکى پسى اقتدا وکړى ؟
جواب : په دى خبره کښى څه پروا نشته چه يو فرضى لمونځ کونکى په نفلى لمونځ کونکى پسى اقتدا وکړى ځکه چه د رسول الله r نه د صلاة خوف په ځنو قسمونو کښى دا خبره ثابته شوى چه هغى يوى ډلى له دوه رکعته لمونځ وکړه بيا ئى سلام وګرځوو ، بيا ئى بلى ډلى له دوه رکعته لمونځ وکړه او بيا ئى سلام وګرځوو نو د هغى اولنى لمونځ فرض ؤ او دوهم لمونځ ئى نفل ؤ او مقتديان ورپسى ټول فرضى لمونځ والا ؤ . او همدا راز په بخارى او مسلم کښى حديث راغلى چه معاذ رضى الله عنه به د رسول الله r سره د ماخوستن لمونځ وکړه او بيا به خپل قوم ته لاړ او هغوى له به ئى د ماخوستن په لمونځ کښى امامت کولو نو دغه لمونځ د معاذ په هکله نفل ؤ او د مقتديانو لپاره فرض ؤ ، او همدا راز که چيرته يو سړى د رمضان په مياشت کښى راشى او خلک تراويح کوى نو دا به د هغوى سره د ماخوستن لمونځ وکړى تر څو چه د جمع ثواب ورته حاصل شى نو کله چه امام سلام وګرځوى نو دا به پاڅى او خپل لمونځ به پوره کړى .
(٤٢) سوال : ايا د صف نه روسته د منفرد ( يو سړى ) لمونځ صحيح دى ؟ او کله چه يو سړى راشى او په صف کښى ورته ځاى پيدا نشى نو څه به کوى ؟ او که يو نابالغه ماشوم موجود وى نو ايا هغه په صف کښى درولاى شى ؟
جواب : د صف نه روسته لمونځ کول په داسى حال کښى چه سړى يواځى وى جايز ندى ځکه چه رسول الله r فرمايلى : « فَلَا صَلَاةَ لِرَجُلٍ فَرْدٍ خَلْفَ الصَّفِّ » مسند أحمد - (ج 33 / ص 35)
د صف نه روسته د منفرد انسان لمونځ صحيح نه دى ، او همدا راز د رسول الله r نه دا ثابته ده چه هغى د هغه چا په هکله د لمانځه په راګرځولو باندى حکم کړى چه د صف نه روسته يواځى لمونځ کوى او دا تپوس ئى ترينه نه ؤ کړى چه هغى ته په صف کښى ځاى پيدا کيده او که نا ؟ نو د دى نه دا معلومه شوه چه څوک په صف کښى ځاى ومومى او که وئى نه مومى هيڅ فرق نشته ، تر څو چه چه د تساهل مخه ونيولى شى او څوک د صف نه روسته يک تنها لمونځ ونه کړى .
ليکن که مسبوق انسان راشى او امام د رکوع په حالت کښى ګير کړى او دغه سړى د صف نه روسته رکوع وکړى او بيا د سجدى نه مخکى صف ته ځان ورسوى نو د هغه لپاره داسى عمل جايز دى ، لکه څرنګ چه په بخارى شريف کښى د ابوبکرة الثقفى رضى الله عنه نه روايت راغلى ، چه هغه لمانځه ته راغى او رسول الله r په رکوع کښى ؤ نو هغه د صف نه وړاندى رکوع وکړه او بيا روسته په صف کښى ودريده نو رسول الله r ورته د سلام ګرځولو نه روسته وفرمايل : « زَادَكَ اللَّهُ حِرْصًا وَلَا تَعُدْ » صحيح البخاري - (ج 3 / ص 250)
الله تعالى دى ستا حرص زيات کړى او بيا داسى کار مه کوه ، نو رسول الله r ورته د رکعت په راګرځولو حکم ونکړه . او که چيرته يو سړى راشى او امام د رکوع په حالت کښى وى او په صف کښى ځاى پيدا نکړى نو دا به انتظار کوى تر څو چه بل تن راشى او په صف کښى ورسره ودريږى اګر که ماشوم هم وى په دى شرط چه اوه کلن وى او يا زيات ، او يا دى د امام ښى طرف ته ودريږى ، له دى امله چه په ټولو احاديثو باندى عمل راشى ، الله دى ټولو مسلمانانو ته په خپل دين کښى پوهه او ثابت قدمى نصيب کړى انه سميع مجيب .
(٤٣) سوال : ايا په امامت کښى نيت شرط دى ؟ او که يو سړى جمات ته راشى او يو بل سړى په لمانځه ولاړ وى نو په هغى پسى اقتدا کولاى شى ؟ او همدا راز ايا په مسبوق انسان پسى اقتدا کول جايز دى ؟
جواب : په امامت کښى نيت کول شرط دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمايلى :
« إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى » صحيح البخاري - (ج 1 / ص 3) يقينا دار او مدار د عملونو په نيتونو سره دى او د هر سړى لپاره به هغه څه وى چه د هغى نيت ئى کړى وى ، او که يوسړى جمات ته داخل شى په داسى حال کښى چه جمع ترى فوت شوى وى او يو بل سړى په لمانځه باندى ولاړ وى نو دا کولاى شى چه په هغى پسى اقتدا وکړى او دا عمل ورله غوره دى لکه څرنګ چه رسول الله r يو سړى وليده چه جمات ته راغى په داسى حال کښى چه جمع ترى شوى وه نو هغه وفرمايل :
« أَلَا رَجُلٌ يَتَصَدَّقُ عَلَى هَذَا فَيُصَلِّيَ مَعَهُ » سنن أبي داود - (ج 2 / ص 187) ايا يو سړى نشته چه په دى سړى صدقه وکړى او لمونځ ورسره وکړى » . او په دى عمل باندى د ټولو لپاره د جمع ثواب حاصليږى ليکن چا چه مخکى خپل لمونځ کړى وى نو د هغى لپاره دا نفلى لمونځ دى .
او همدا راز معاذ رضى الله عنه به د رسول الله r سره د ماخوستن فرضى لمونح کولو او بيا به خپل قوم ته لاړ او هغوى له به ئى هم دغه لمونځ په جمع سره کوو نو دغه دوهم کرتى لمونځ د ده لپاره نفل ؤ او د قوم لپاره فرض ؤ او رسول الله r د دغى تاييد وکړه .
او هغه څوک چه جمع ترى شوى وى نو هغه په مسبوق پسى د جمع د ثواب په اميد اقتدا کولى شى ، او کله چه مسبوق سړى لمونځ پوره کړى نو مقتدى به پاڅيږى او خپل لمونځ به پوره کړى د دلايلو د عموم له امله ، او دا حکم ټولو لمونځونو ته شامل دى لکه څرنګ چه رسول الله r ابوذر رضى الله عنه ته فرمائى کله چه ورته ابوذر t وويل که داسى اميران راشى چه هغوى لمونځونه د خپل وخت نه روسته کوى « صَلِّ الصَّلَاةَ لِوَقْتِهَا فَإِنْ أَدْرَكْتَهَا مَعَهُمْ فَصَلِّهَا فَإِنَّهَا لَكَ نَافِلَةٌ وَلَا تَقُلْ إِنِّي قَدْ صَلَّيْتُ فَلَا أُصَلِّي » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 369) سنن أبي داود - (ج 2 / ص 21) ، ته په خپل وخت باندى لمونځ کوه او که تا بيا د هغوى سره لمونځ ګير کړه نو بيا ئى ورسره وکړه نو دغه لمونځ به ستا لپاره نفل شى او داسى ورته مه وايه چه ما لمونځ کړى دى نو زه دوباره لمونځ نه کوم » والله ولى التوفيق .
( ٤٤) سوال : ايا مسبوق سړى چه کوم رکعتونه د امام سره لاندى کړى نو دا د هغه په هکله اولنى رکعتونه دى او که روستنى مثلا که د دى سړى نه په څلور رکعتيز لمونځ کښى دوه رکعته شوى وى نو ايا د ده لپاره په دغى دوه رکعتونو کښى د سورة فاتحى نه روسته د بل سورة ويل جايز دى ؟
جواب : صحيح او غوره خبره دا ده چه مسبوق د امام سره کوم لمونځ ګير کړه نو هغه اولنى رکعتونه دى او د کومو رکعتونو چه قضائى راوړى نو هغه روستنى رکعتونه دى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى « إِذَا أَتَيْتُمْ الصَّلَاةَ فَعَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا » متفق عليه: صحيح البخاري - (ج 3 / ص 13)« کله چه د لمانځه لپاره اقامت وشو نو تاسى لمانځه ته په وقار او سکون سره لاړ شۍ نو کوم لمونځ چه تاسو د امام سره ګير کړه هغه وکړۍ او کوم چه درنه فوت شى نو هغه پوره کړۍ».
نو د دغى حديث په رڼا کښى مستحب دا دى چه د څلور رکعتيز لمونځ په دريم او څلورم رکعت کښى به يواځى په سورة فاتحى باندى اکتفا کوى او د ماښام لمونځ په دريم رکعت کښى به هم يواځى فاتحه وائى ، لکه څرنګ چه په بخارى او مسلم کښى د ابو قتادة رضى الله عنه نه روايت نقل شوى دى چه رسول الله r به د ماسپښين او مازديګر په لمونځونو کښى په اولنو رکعتونو کښى سورة فاتحه او يو بل سورة لوسته ليکن اولنى رکعت به ئى اوږدؤ او دوهم به ئى لنډ کولو او په اخرى دوو رکعتونو کښى به ئى يواځى سورة فاتحه ويله .
او که کله کله د ماسپښين په روستنيو دوه رکعتونو کښى د فاتحى سره بل سورة ولولى نو دا به ډيره بهتره وى ، لکه څرنګ چه په صحيح مسلم کښى د ابو سعيد رضى الله عنه نه حديث نقل شوى چه هغه فرمائى : « چه رسول الله r به د ماسپښين په اولنى دوه رکعتونو کښى د « الم تنزيل » يعنى د سورة سجدى په اندازه اياتونه لوستل او په روستنيو رکعتونو کښى به ئى د هغى په نمائى اياتونه لوستل او د مازديګر په اولنو رکعتونو کښى به ئى د ماسپښين د روستنيو رکعتونو په اندازه اياتونه لوستل او په روستنيو رکعتونو کښى به ئى د هغى په نمائى لوستل کول ، او د دى نه دا معلوميږى چه رسول الله r به د ماسپښين په روستنيو دوه رکعتونو کښى کله کله د سورة فاتحى نه علاوه بل سورة هم وايه . والله ولى التوفيق .
(٤٥) سوال : د ډيرى گڼى او بيروبار له امله کله د جمعى په ورځ جماتونه د خلکو نه ډک شى نو څه خلک په لارو او کوڅو کښى په داسى حال کښى لمونځونه کوى چه په همدغى امام پسى ئى اقتدا کړى وى نو ستاسو په دى خبره کښى څه راى ده ؟ او آيا په دى کښى څه فرق شته چه سرک د جمات او لمونځ کونکو په مينځ کښى فاصل واقع شى او يا فاصل نه وى ؟
جواب : چه کله صفونه د يو بل سره متصل وى نو څه پروا نه لرى ، او همدا راز که لمونځ کونکى د جمات نه بهر وى او صفونه وينى او يا تکبير اورى اګر که د دوى په مينځ کښى لارى او سرکونه فاصل واقع شى نو هم څه پروا نه لرى ، ځکه چه په جمع باندى لمونځ فرض دى او دوى نور صفونه وينى او يا ورله تکبيرونه اورى ، ليکن د امام نه مخکى دريدل جايز نه دى ځکه دغه ځاى د مقتدى د دريدلو ځاى نه دى . والله ولى التوفيق .
(٤٦) سوال: کله چه مسبوق سړى امام په رکوع کښى ګير کړى نو د ده لپاره څه کول پکار دى . او بالفرض که وويلى شى چه ده رکعت ګير کړى دى نو ايا د امام د اوچيتيدو نه مخکى د سبحان ربى العظيم ويل شرط دى ؟
جواب : کله چه مقتدى امام د رکوع په حالت کښى ګير کړى نو دغه رکعت ئى صحيح شوه اګر که مقتدى د امام د پورته کيدو نه روسته تسبيح ووائى د دى حديث د عموم له امله « مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنْ الصَّلَاةِ فَقَدْ أَدْرَكَ الصَّلَاةَ » صحيح البخاري - (ج 2 / ص 427) صحيح مسلم - (ج 3 / ص 282) چا چه د لمانځه يو رکعت ګير کړه نو ده لمونځ ګير کړه » د حديث روايت امام مسلم کړى دى .
او دا خبره معلومه ده چه د رکوع په راګيرولو سره رکعت راګيريږى لکه څرنګ چه بخارى د ابوبکرة الثقفى رضى الله عنه روايت کوى چه هغه يوه ورځ جمات ته راغى نو رسول الله r د رکوع په حالت کښى ؤ نو ده د صف نه مخکى رکوع وکړه او بيا روسته په صف کښى داخل شوه نو هر کله چه رسول الله r سلام وګرځولو نو ده ته ئى وويل : «زَادَكَ اللَّهُ حِرْصًا وَلَا تَعُدْ »الله دى ستا حرص زيات کړى بيا داسى کار مه کوه .نو ده ته ئى د رکعت په قضائى باندى حکم ونهکړه ليکن د دى نه ئى منع کړه چه بيا به د صف نه مخکى رکوع نه کوى نو مقتدى له پکار دى چه تر څو پورى صف ته نه وى رسيدلى نو په رکوع کښى به تلوار نه کوى . والله ولى التوفيق .
(٤٧ ) سوال: ځنى امامان هغى چاته لږ انتظار کوى چه هغه جمات ته داخل شوى وى تر څو چه رکعت لاندى کړى ، او ځنى وائى چه دغسى انتظار کول جايز نه دى ؟ نو په دى کښى صحيح او غوره خبره کومه ده ؟ الله مو موفق لره .
جواب : صحيح او غوره خبره پکښى دا ده چه لږ انتظار کول سنت دى تر څو چه راتلونکى سړى صف لاندى کړى ، او تر څو چه د رسول الله r تابعدارى هم راشى .
(٤٨)سوال : کله چه څوک د دوه يا د ډيرو ماشومانو امامت کوى نو ايا دغه ماشومان به د امام نه روسته دريږى او که ښى طرف ته به دريږى ؟ او آيا د ماشوم لپاره په صف کښى د ودريدو لپاره بالغه کيدل شرط دى او که نا ؟
جواب : په داسى حالت کښى د امام لپاره سنت طريقه دا ده چه هغوى به شاته ودروى کله چه هغوى اوه کلن وى او يا د هغى نه هم زيات وى ، همداراز که چيرته يو ماشوم وى او بل بالغه وى نو هم به د امام شاته دريږى ، ځکه چه رسول الله rيو ځل د انس رضى الله عنه د نيا ملاقات لپاره ورغى نو د انس رضى الله عنه او د يو يتيم لپاره ئى په امامت سره لمونځ وکړه نو هغوى ئى شاته درولى ؤ . همداراز يو ځل جابر t او يو انصارى صحابى چه نوم ئى جبار ؤ د رسول الله r سره په صف کښى ودريدل نو رسول الله r هغه شاته ودرول .
او که چيرته يو نفر وى نو هغه به د امام ښى طرف ته ودريږى که ماشوم وى او يا بالغه ، ځکه کله چه عبد الله بن عباس رضى الله عنه د رسول الله r سره د شپى په لمانځه کښى په صف کښى چپ طرف ته ودريده نو رسول الله r هغه ښى طرف ته راوګرځولو . او همدا راز يو ځل انس رضى الله عنه د رسول الله r سره نفلى لمونځ وکړه نو رسول الله r هغه ښى طرف ته ودرولو . او هر چه زنانه دي يوه وى او که ډيرى نو هغه به د نارينه ؤ نه روسته په صف کښى دريږى ، او د هغى لپاره دا جايز نه دى چه د امام سره په صف کښى ودريږى او يا د نارينه ؤ سره ، ځکه کله چه رسول الله r د انس رضى الله عنه او د يو يتيم لپاره امامت کولو نو ام سليم چه د انس رضى الله مور وه هغه ئى د دواړو نه روسته ودروله .
(٤٩) سوال : ځنى خلک وائى چه کله په جمات کښى جمع وشى نو بيا بله جمع جايز نه ده نو ايا د دى خبرى لپاره څه دليل شته ؟ او صحيح خبره پکښى کومه ده ؟
جواب : د ا خبره غلطه ده او زما د علم موافق د دى خبرى لپاره زمونږ په پاک شريعت کښى هيڅ دليل نشته ، بلکه صحيح احاديث د دى په خلاف باندى دلالت کوى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « صَلَاةُ الْجَمَاعَةِ أَفْضَلُ مِنْ صَلَاةِ الْفَذِّ بِسَبْعٍ وَعِشْرِينَ دَرَجَةً » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 377) « په جمع سره لمونځ د يواځى لمونځ کونکى د لمانځه نه يو په اويشت درجو سره بهتروالى لرى » او همدا راز رسول الله r فرمائى : « وَإِنَّ صَلَاةَ الرَّجُلِ مَعَ الرَّجُلِ أَزْكَى مِنْ صَلَاتِهِ وَحْدَهُ » سنن أبي داود - (ج 2 / ص 159) د يو نفر لمونځ د بل نفرسره په جمع باندى د هغى د يواځى لمونځ کولو نه ډير بهتر دى » او همدار از کله چه رسول الله r يو سړى وليده چه جمات ته راغى او جمع ترى شوى وه نو رسول الله r وفرمايل : « مَنْ يَتَصَدَّقُ عَلَى هَذَا فَيُصَلِّيَ مَعَهُ » مسند أحمد - (ج 23 / ص 25) ، څوک نشته چه په دى سړى صدقه وکړى نو لمونځ ورسره وکړى » ليکن د مسلمان لپاره د جمع د لمانځه نه روسته کيدل جايز نه دى بلکه په هغى باندى واجب دى چه کله اذان واورى نو فورا به د جمع لمونځ ته وختى ځان رسوى . والله ولى التوفيق .
(٥٠) سوال : کله چه د لمانځه په دوران کښى د امام اودس مات شى نو آيا بل څوک به د خپل ځان نائب جوړوى تر څو چه خلکو لره باقى لمونځ پوره کړى ، او که د ټولو خلکو لمونځ باطل دى نو امام به چاته حکم کوى چه د خلکو لپاره د سره ټول لمونځ وکړى ؟
جواب : صحيح او حق خبره دا ده چه امام به په خپل ځاى څوک د امامت لپاره انتخاب کړى تر څو چه د خلکو لپاره باقى لمونځ پوره کړى ، لکه څرنګ عمل چه عمر t کړى ؤ په هغى وخت کښى چه کله زخمى کړى شوه نو عبدالرحمن بن عوف ئى په خپل ځاى د امامت لپاره انتخاب کړه نو هغى د خلکو لپاره د سهار باقى لمونځ کړه . او که چيرته امام په خپل ځاى باندى څوک انتخاب نه کړى نو يو کس دى مخکى شى او باقى لمونځ دى وکړى . او که چيرته ټول لمونځ دسره وکړى نو هم څه پروا نه لرى ځکه چه په دى مسـئله کښى د عالمانو اختلاف دى ، ليکن راجح دا ده چه امام به په خپل ځاى د امامت لپاره څوک انتخابوى لکه څرنګ عمل چه عمر رضى الله عنه کړى ؤ . والله ولى التوفيق .
(٥١) سوال : آيا د جمع لمونځ د امام سره په سلام باندى ګيريږى او که د رکعت په لاندى کولو سره ، او کله چه يوه ډله جمات ته راشى په داسى حال کښى چه امام په اخرنى تشهد باندى ناست وى نو ايا د دوى لپاره د امام سره شريکيدل غوره دى او که انتظار ورله غوره دى چه ترڅو امام سلام وګرځوى او دوى بيا خپله جمع وکړى ؟
جواب : د جمع لمونځ د رکعت په لاندى کولو سره راګيريږى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنْ الصَّلَاةِ فَقَدْ أَدْرَكَ الصَّلَاةَ » متفق عليه ، صحيح البخاري - (ج 2 / ص 427) صحيح مسلم - (ج 3 / ص 281)
« چا چه د لمانځه يو رکعت ګير کړه نو هغه لمونځ ګير کړه » د دى حديث روايت امام مسلم کړى دى . ليکن هغه څوک چه شرعى عذر ولرى که د امام سره په جمع لمونځ هم ونه کړى نو د هغى لپاره د جمع ثواب شته دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا » صحيح البخاري - (ج 10 / ص 176)
« کله چه يو انسان مريض شى او يا سفر وکړى نو الله تعالى به ورله هغه عمل وليکى چه د ه به د روغوالى او د اقامت په حالت کښى کولو » د دى حديث روايت بخارى کړى دى .
او همدا راز رسول الله r د تبوک په غزا کى خپلو ملګرو ته فرمائى : « إِنَّ بِالْمَدِينَةِ لَرِجَالًا مَا سِرْتُمْ مَسِيرًا وَلَا قَطَعْتُمْ وَادِيًا إِلَّا كَانُوا مَعَكُمْ حَبَسَهُمْ الْمَرَضُ » وفي رواية « إِلَّا شَرِكُوكُمْ فِي الْأَجْرِ » متفق عليه صحيح مسلم - (ج 10 / ص 21)
« يقينا په مدينه کښى داسى خلک شته دى چه تاسو څومره مزل کوۍ او يا په کومه دره باندى تيريږۍ نو هغوى ستاسو سره په ثواب کښى ملګرى دى ځکه چه هغوى د عذر په وجه حصار شوى دى » او په بل روايت ک‌ښى راغلى « چه هغوى ستاسو سره په ثواب کښى شريک دى » بخارى او مسلم د دى حديث روايت کوى .
(٥٢) سوال : مونږ ځنى خلک وينو چه کله د سهار د لمانځه لپاره جمات ته راشى نو هغوى دوه رکعته سنت کوى په داسى حال کښى چه د جمع لپاره اقامت شوى وى نو بيا روسته د امام سره شريک شى نو د دى څه حکم دى ؟ او آيا غوره خبره دا ده چه دغه دوه رکعته د فرضى لمانځه نه روسته وکړى او که د لمر د ختلو نه ئى روسته وکړى ؟
جواب : څوک چه جمات ته راشى او د فرضى لمانځه لپاره اقامت شوى وى نو د هغى لپاره جايز نه دى چه سنت وکړى او يا تحية المسجد بلکه په هغه باندى فرض دى چه د امام سره په فرضى لمانځه کښى شريک شى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى :
« إِذَا أُقِيمَتْ الصَّلَاةُ فَلَا صَلَاةَ إِلَّا الْمَكْتُوبَةُ » صحيح مسلم - (ج 4 / ص 22) « کله چه د فرضى لمانځه لپاره اقامت وشى نو په دغى وخت کښى په غير د فرضى لمونځ نه بل هيڅ لمونځ نه کيږى » د دى حديث روايت امام مسلم کړى دى .
او دا حديث ټولو لمونځونو ته شامليږى ، بيا دغه سړى اختيار مند دى که خوښه ئى شى نو د فرضى لمونځ نه دى روسته سنت وکړى او که خوښه ئى وى نو د لمر د ختلو نه دى روسته وکړى ، او دا غوره طريقه ده ځکه چه د رسول الله r صحيح احاديث په دواړودلالت کوى . والله ولى التوفيق .
(٥٣) سوال : يو سړى مونږ لره امامت وکړه ليکن يو طرف ( ښى طرف ته ئى سلام وګرځولو نو ايا په يو طرف سلام ګرځولو باندى اکتفا کول جايز دى ؟ ايا په احاديثو کښى په دى باندى کوم دليل شته ؟
جواب : د جمهورو اهل علمو په نزد په يو طرف سلام ګرځولو باندى اکتفا کول جايز ده ځکه چه په ځنى احاديثو کښى داسى هم شته چه په دى باندى دلالت کوى ، او ځنى عالمان وائى چه دواړه طرف ته سلام ګرځول ضرورى دى ځکه چه د رسول الله r احاديث پرى دلالت کوى او بيا رسول الله r فرمائى : « صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي » صحيح البخاري - (ج 3 / ص 7)
« لمونځ وکړئ لکه څرنګ چه وينۍ ما لره لمونځ کونکى » امام بخارى د دى حديث روايت کوى . او همدا قول صحيح او راجح دى .
او دا قول چه يو طرف ته سلام ګرځول کافى دى دا ضعيف او کمزورى دى ځکه چه په کومو احاديثو کښى دا خبره راغلى هغه ټول کمزورى دى ، او د دى خبرى صراحت پکښى ندى راغلى ، او که بالفرض صحيح هم شى نو بيا هغه شاذ احاديث دى ، ځکه چه هغه د صحيح ثابتو او صريحو احاديثو نه خلاف دى ، ليکن که څوک د جهالت له امله دغه عمل وکړى او يا ئى دا عقيده وى چه کومو احاديثو کښى دا مسئله راغلى هغه صحيح دى نو بيا لمونځ صحيح دى . والله ولى التوفيق .
(٥٤) سوال : کله چه مسبوق د امام سره دوه رکعته لمونځ لاندى کړى او بيا ورته پته ولګيږى چه امام خو پنځه رکعته لمونځ وکړه نو ايا دغه مسبوق مقتدى به دغى زياتى رکعت له چه د امام سره ئى کړى ؤ اعتبار ورکوى په دى شان سره چه دوه رکعته لمونځ به نور وکړى ، او که هغه به نه حسابوى او درى رکعته به نور کوى ؟
جواب : صحيح او راجح خبره دا ده چه دغى زياتى رکعت له به اعتبار نه ورکوى ځکه چه د شريعت له نګاه نه هغه لغوه دى ، او د مقتدى لپاره ضرورى ده چه په دغى زياتى رکعت کښى به د امام متابعت نه کوى او مسبوق مقتدى به هغى له اعتبار نه ورکوى .او دغه مسبوق مقتدى چه د هغى په هکله سوال شوى دى هغه به درى رکعته کوى ځکه چه ده په حقيقت کښى يو رکعت لمونځ ګير کړى دى . والله ولى التوفيق .
(٥٥) سوال : که چيرته يو امام په هيره سره دخلکو لپاره په غير د اوداسه نه لمونځ وکړى نو په لاندى صورتونو او حالاتو کښى د دغى لمانځه څه حکم دى :
١- چه کله ورته د لمانځه په مينځ کښى ورياد شى ؟
٢- کله چه ورته د سلام ګرځولو نه روسته او د خلکو د خوريدو نه مخکښى ورياد
شى ؟
٣- کله چه ورته د خلکو د خوريدو نه روسته ورياد شى ؟
جواب : که چيرته يو امام ته د سلام ګرځولو نه روسته ورياد شى نو دخلکو لمونځ صحيح دى او د لمانځه اعاده کول پرى نشته ليکن امام به لمونځ راګرځوى .
او که د لمانځه په منځ کښى ورته ورياد شى نو په خپل ځاى به بل څوک امام جوړ کړى تر څو چه د خلکو لپاره باقى لمونځ پوره کړى ، او دا د اهل علمو صحيح او غوره قول دى د عمر رضى الله عنه د واقعى له امله ، ځکه هر کله چه عمر فاروق رضى الله عنه زخمى کړى شو نو عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه ئى د امامت لپاره په خپل ځاى خليفه جوړ کړه نو د خلکو لپاره ئى باقى لمونځ پوره کړه ليکن لمونځ ئى د سره نه کړه . وبالله التوفيق .
( ٥٦) سوال :د هغى انسان د امامت څه حکم دى چه ځنى ګناهونه کوى لکه د سګرټ سکل يا ږيره خروى او يا اسبال کوى يعنى جامى د پړکو نه اوږدوى او يا داسى نور ؟
جواب : په اجماع د اهل علمو سره د دغى امام لمونځ صحيح دى په دى شرط چه په شرعى طريقى سره لمونځ وکړى ، او همدا راز د مقتديانو لمونځ هم صحيح دى . ليکن د کافر او (مشرک) امام لمونځ نه صحيح کيږى او د هغه چا لمونځ هم نه صحيح کيږى چه په مشرک او يا کافر پسى اقتدا کوى ځکه چه د لمانځه شرط په کښى نشته چه هغه اسلام دى . والله ولي التوفيق .
(٥٧) سوال : دا خبره خو هر چاته معلومه ده چه کله مقتدى يو نفر وى نو هغه به د امام ښى طرف ته ودريږى . نو ايا د امام نه لږ قدرى روسته کيدل روا دى لکه څرنګ چه ځنى خلک دغسى عمل کوى ؟
جواب : کله چه مقتدى يو کس وى نو د هغى لپاره سنت طريقه دا ده چه د امام ښى طرف ته ودريږى او په شرعى دلايلو کښى داسى دليل نشته چه د دى په خلاف دلالت وکړى . والله ولى التوفيق .

د سجده سهوى احکام
(٥٨) سوال : کله چه لمونځ کونکى په شک کښى شى چه ده درى رکعته لمونځ کړى دى او که څلور نو په دى صورت کښى به څه کوى ؟
جواب : د شک په وخت کښى په دى باندى واجب دى چه په يقين باندى عمل وکړى چه هغه لږ رکعتونه دى يعنى په دغى مذکور حالت کښى به دا فرض کړى چه ده درى رکعته لمونځ کړى دى نو څلورم رکعت دى ورسره زياتى کړى او بيا دى سجده سهوه وکړى او سلام دى وګرځوى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « إِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ فَلَمْ يَدْرِ كَمْ صَلَّى ثَلَاثًا أَمْ أَرْبَعًا فَلْيَطْرَحْ الشَّكَّ وَلْيَبْنِ عَلَى مَا اسْتَيْقَنَ ثُمَّ يَسْجُدُ سَجْدَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يُسَلِّمَ فَإِنْ كَانَ صَلَّى خَمْسًا شَفَعْنَ لَهُ صَلَاتَهُ وَإِنْ كَانَ صَلَّى إِتْمَامًا لِأَرْبَعٍ كَانَتَا تَرْغِيمًا لِلشَّيْطَانِ » خرجه الامام مسلم في صحيحه - (ج 3 / ص 204) ، من حديث ابي سعيد الخدري رضى الله عنه . کله چه يو کس ستاسو نه په خپل لمانځه کښى په شک کښى شى چه ده درى رکعته لمونځ وکړه او که څلور نو شک دى لرى کړى او په يقين باندى دى عمل وکړى بيا دى د سلام ګرځولو نه مخکى دوه سجدى وکړى که ده چيرته پنځه رکعته لمونځ کړى وى نو هغه ئى په دى سجدى سره جفت وګرځيده او که پوره لمونځ ئى کړى وى نو دغه سجدى به د شيطان د ذلت او رټلو لپاره سبب وګرځى .
او که چيرته په کمى او يا پوره والى باندى ئى غالبه ګمان راشى نو په غالبه ګمان باندى به عمل کوى نو بيا دى سلام وګرځوى او بيا به د سلام نه روسته د سهوه کيدو له امله دوه سجدى کوى لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « وَإِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ فَلْيَتَحَرَّ الصَّوَابَ فَلْيُتِمَّ عَلَيْهِ ثُمَّ لِيُسَلِّمْ ثُمَّ يَسْجُدُ سَجْدَتَيْنِ » خرجه البخارى في الصحيح (ج 2 / ص 161) من حديث ابن مسعود رضي الله عنه . کله چه په تاسو کښى يو کس په خپل لمانځه کښى په شک کښى واقع شى نو د حق او صواب تلاش دى وکړى بيا دى پرى خپل لمونځ کامل کړى بيا دى د سلام نه روسته دوه سجدى وکړى .
(٥٩) سوال : ځنى امامان دسلام ګرځولو نه روسته سجده سهوه کوى او ځنى ئى د سلام نه مخکى کوى او ځنى ئى کله د سلام نه مخکى کوى او کله ئى روسته کوى ، نو ايا په کوم وخت کښى سجده سهوه د سلام ګرځولو نه مخکى روا کيږى ؟ او په کوم وخت کښى د سلام نه روسته په کار ده ؟ او ايا هغه ځايونه چه سجده سهوه پکښى دسلام نه مخکى او يا روسته روا کيږى نو ايا دا به په طريقى د فرضيت سره وى او که د استحباب ؟
جواب : په دى خبره کښى وسعت دى دواړه طريقى جايز دى يعنى سجده سهوه د سلام نه مخکى کول او يا روسته کول دواړه جايز دى . ځکه چه د رسول الله r نه په دواړو طريقو باندى احاديث راغلى دى ، ليکن غوره دا ده چه سجده سهوه د سلام ګرځولو نه مخکى ادا شى مګر په دوه صورتونو کښى :
اول صورت : کله چه امام يو رکعت او يا د يو رکعت نه زيات پريږدى او سلام وګرځوى نو په دغى صورت کښى بهتره دا ده چه سجده سهوه به د لمانځه د پوره کولو او سلام ګرځولو نه روسته کوى تر څو چه د رسول الله r تابعدارى عملى شى ، ځکه کله چه رسول الله r دوه رکعته پريخى ؤ او سلام ئى وګرځو لکه څرنګ چه د ابوهريرة رضي الله عنه په حديث کښى راغلى دى ، او يا ئى يو رکعت پريخى ؤ لکه څرنګ چه د عمران رضي الله عنه په حديث کښى راغلى دى نو رسول الله r د لمانځه د پوره کولو او سلام ګرځولو نه روسته سجده سهوه وکړه .
دوهم صورت : کله چه يو انسان په شک کښى واقع شى چه ده درى رکعته وکړه او که څلور رکعته او يا د ماښام په لمانځه کښى د دوه او يا درى رکعتونو په مينځ کښى په شک کښى واقع شى ، او يا دسهار په لمانځه کښى د يو او د دوو رکعتونو په مينځ کښى په شک کښى واقع شى ليکن يو طرف ته ئى ګمان غالبه شى چه هغه يا کمى دى او يا زياتى دى نو په دغه صورت کښى به لمونځ په غالبه ګمان باندى بنا کوى او بهتره دا ده چه د سلام نه به روسته سجده سهوه کوى لکه څرنګ چه د عبدالله بن مسعود په حديث کښى تير شوى ؤ په ٥٨ نمبرجواب کښى . والله ولى التوفيق .
(٦٠)سوال : مسبوق مقتدى چه کله سهوه شى نو آيا سجده سهوه به کوى ؟ او په کوم وخت کښى به سجده سهوه کوى ؟ او ايا مقتدى چه کله سهوه شى نو سجده سهوه پرى لازميږى ؟
جواب : هغه مقتدى چه د امام سره ئى د اول نه لمونځ ګير کړى وى نو په هغى باندى سجده سهوه نشته بلکه په هغى باندى د امام متابعت کول لازم دى ، او هر چه مسبوق مقتدى دى که چيرته هغه د امام سره او يا د امام نه روسته په لمانځه کښى سهوه شى نو هغه به د لمانځه د پوره کولو نه روسته د مخکنى تفصيل مطابق چه په ٥٨ او ٥٩ نمبر سوال کښى ذکر شو سجده سهوه کوى . والله ولى التوفيق .
(٦١) سوال : ايا په لاندى ذکرشوو ځايونو کښى سجده سهوه روا کيږى :
١) کله چه د څلور رکعتيز لمونځ په روستنو دوه رکعتونو کښى د فاتحى نه علاوه نور قراءت زيات کړى کوم چه ده ته اسان وى ؟
٢) کله چه په سجده کښى د قران کوم اياتونه ولولى او يا د دوه سجدو په مابين کښى مثلا سبحان ربى العظيم ووائى ؟
٣) او يا خفيه لمونځ په جهر سره او يا جهرى لمونځ په پټه سره وکړى ؟
جواب : کله چه څوک په سهوه سره د څلور رکعتيز لمونځ په روستنى دوه رکعتونو کښى او يا په يو رکعت کښى د فاتحى نه علاوه يو ايات او يا زيات او يا کوم سورت ولولى نو د ده لپاره سجده سهوه کول جايز نه دى ځکه چه د رسول الله r نه دا خبره ثابته ده چه هغى د ماسپښين په لمانځه کښى په روستنى دوه رکعتونو کښى د فاتحى نه علاوه د قران اياتونه لوستلى دى ، او دا خبره هم ثابته ده چه رسول الله r دهغى صحابى ډيره ستاينه کړى چه هغه به د لمانځه په ټولو رکعتونو کښى د سورة فاتحى نه روسته قل هو الله احد يعنى سورة اخلاص لوسته ، ليکن د رسول الله r غالبه طريقه دا وه چه هغى به په دريم او څلورم رکعت کښى يواځى سورة فاتحه لوستله لکه څرنک چه بخارى او مسلم د ابو قتادة رضى الله عنه نه حديث نقل کړى دى .
همدا راز د ابوبکر الصديق رضى الله عنه نه ثابته ده چه هغى د ماښام په دريم رکعت کښى د سورة فاتحى نه روسته دا ايت لوستلى ؤ } رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ{ سورة العمران [٨] اى ربه زمونږ مه کږوه زړونه زمونږ روسته د هغى نه چه تا مونږ ته هدايت کړى دى او وبښى مونږ ته د خپل طرف نه رحمت يقينا ته بښونکى ذات ئى .
دا ټول دلايل په وسعت باندى دلالت کوى .
او که څوک په رکوع او يا د سجدى په حالت کښى په سهوه سره د قران څه حصه ولولى نو هغه به سجده سهوه کوى او په قصد سره خو د رکوع او سجدى په حالت کښى د قران لوستل د سره جايز نه دى ځکه چه نبى r د هغى نه منع کړى ده .
او همدا راز که څوک په رکوع کښى سهوه شى او د سبحان ربي العظيم په ځاى سبحان ربي الاعلى ووائى او يا په سجده کښى د سبحان ربي الاعلى په ځاى سبحان ربي العظيم ووائى نو په هغى باندى سجده سهوه واجب ده ځکه چه ده واجب ترک کړه ، او که په سهوه سره په رکوع او يا په سجده کښى دواړه ووائى نو سجده سهوه پرى نشته . او که د دلايلو د عموم له امله سجده سهوه وکړى نو څه پروا نه لرى . او دا حکم امام منفرد ( ځانله لمونځ کونکى ) او مسبوق مقتدى ټولو ته شامل دى .
او هرچه هغه مقتدى چه د امام سره ئى د ابتدا نه لمونځ ګير کړى وى نو په هغى باندى سجده سهوه نشته بلکه هغه به د امام متابعت کوى ، او همدا راز که څوک خفيه لمونځ په جهرسره وکړى او يا جهرى لمونځ په پټه سره وکړى نو سجده سهوه پرى نه لازميږى ځکه چه رسول الله r به په خفيه لمونځ کښى کله کله يو ايات په جهر سره لوسته تر دى چه صحابه کرامو به هغه اوريده . والله ولي التوفيق .