أبو زكريا
_17 _May _2013هـ الموافق 17-05-2013م, 06:20 PM
د لمانځه طريقة :
(٢٤) سوال : ډير وروڼه په سُتره کښى تشدد کوى ، تر دى چه کله په مسجد کښى خالى ستنه پيدا نه کړى نو د سُترى تر پيداکيدو پورى انتظار کوى ، او يا هغه څوک چه سترى ته لمونځ نه کوى نو هغه منع کوى ، او ځنى خلک پکښى ډير تساهل کوى ، نو په دى کښى صحيح او حقه لار کومه ده ، او آيا د خط کش کول د سترى لپاره کافى کيږى ، او څه دليل پرى شته ؟
جواب : سترى ته لمونځ کول سنت مؤکد دى واجب نه دى ، او که چيرته ستره پيدا نه کړى چه وئى دروى ، نو بيا د خط کشکول کافى دى .. او دليل په دى باندى د رسول الله r دا حديث دى : « إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيُصَلِّ إِلَى سُتْرَةٍ وَلْيَدْنُ مِنْهَا » سنن أبي داود - (ج 2 / ص 352) « کله چه ستاسو نه يو کس لمونځ کوى نو سترى ته دى لمونځ وکړى او سترى ته دى نږدى ودريږى » دا حديث امام ابوداود نقل کړى په صحيح سند سره ، او همدا راز رسول الله r فرمائى : « يَقْطَعُ الصَّلَاةَ إِذَا لَمْ يَكُنْ بَيْنَ يَدَيْ الرَّجُلِ مِثْلُ مُؤَخِّرَةِ الرَّحْلِ الْمَرْأَةُ وَالْحِمَارُ وَالْكَلْبُ الْأَسْوَدُ » ، « د مسلمان لمونځ چه کله ئى مخى ته د کجاوى د لاندى برخى په اندازه ستره نه وى : نو هغى لره ښځه خر او تور سپى قطع کوى » د حديث روايت امام مسلم کړى دى .
او همدا راز رسول الله r فرمائى : « سنن ابن ماجه - (ج 3 / ص 201)
إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ شَيْئًا فَإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيَنْصِبْ عَصًا فَإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيَخُطَّ خَطًّا ثُمَّ لَا يَضُرُّهُ مَا مَرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ » سنن ابن ماجه - (ج 3 / ص 201) مسند أحمد - (ج 3 / ص 333) ، کله چه ستاسو نه يو کس لمونځ کوى ، نو خپلى مخى ته دى يو شى کيږدى ، که پيدا ئى نه کړه نو بيا دى خپلى مخى ته همسا ودروى ، او که همسا هم نه وى ورسره ، نو بيا دى خپلى مخى ته خط کش کړى ، بيا که د ده مخى ته څوک تيريږى نو ضرر ورته نه شى رسولى » . د دى حديث روايت امام ﺃ حمد او ابن ماجة کوى په صحيح سند سره .
حافظ بن حجر رحمه الله په خپل کتاب ( بلوغ المرام ) کي ليکي : د رسول الله r نه دا هم ٍثابت دى چه کله کله به هغه سترى ته لمونځ نه کولو ، نو دا دليل دى چه ستره په لمانځه کښى واجب نه ده ، او د دى حکم نه په مسجد حرام کښى لمونځ کول مستثنى دى ، ځکه چه لمونځ کونکى په مسجد حرام کښى ستري ته ضرورت نه لرى ، لکه څرنګ چه د ابن الزبير t نه ثابت دى ، چه هغه به مسجد حرام کښى په غير د سترى نه لمونځ کولو او حال دا چه طواف کونکى به د هغى مخى ته تيريدل . او د نبي r نه هم داسۍ يوروايت راغلى ليکن په ضعيف سند سره .
او بل دا چه په مسجد حرام کښى غالبا بيروبار ډير وى ، او د لمونځ کونکى د مخى تيريدو نه پکښى ځان ساتل ډير ګران وى ، نو د سترى حکم پکښى ساقط شو، او د مزاحمت او بيربارپه وخت کښى ، مسجد نبوى هم په بيت الله شريف باندى قياس دى ، او همدا رنګ نور هغه ځايونه چه بيروبار پکښى وى ، ځکه چه الله تعالى فرمائى : ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴾ سورة التغابن : ( ١٦) تاسو د الله تعالى نه د خپل طاقت موافق و ويريږۍ .
او رسول الله r فرمائى : « کله چه زه تاسو ته حکم وکړم په يو کار باندى نو هغى باندى د خپل طاقت موافق عمل وکړۍ » دا حديث متفق عليه دى . والله ولي التوفيق .
٭ ٭ ٭ ٭
(٢٥) سوال : مونږ ډير خلک داسى وينو چه خپل لاسونه د نامه لاندى ږدى ، او ځنى خلک ئى په سينه باندى ږدى ، او دوى د هغه چا عمل ردوى چه لاسونه د نامه لاندى ږدى . او څه کسان خپل لاسونه د زنى او ږيرى لاندى ږدى ، او څه خلک خپل لاسونه خلاص پريږدى ، نو په دى کښى صحيح او حق عمل کوم يو دى الله تعالى دى تاسو ته توفيق درکړى ؟
جواب : د رسول الله r صحيح احاديث په دى باندى دلالت کوى ، چه د لمونځ کونکى لپاره غوره عمل د قيام په مهال ، د رکوع نه مخکى او روسته ، په سينه باندى د ښى لاس يخودل دى په کيڼ لاس باندى .
او دا د وائل بن حجر او قبيصة بن هلب الطائى چه د خپل پلار نه روايت کوى ، رضي الله عنهم په حديث کښى راغلى دى . او د سهل بن سعد الساعدي t حديث هم په دى باندى دلالت کوى . او هرچه د نامه نه لاندى د لاسونو يخودل دى په هغى کښى د علي t نه يو حديث راغلى ليکن هغه ضعيف دى .
او هر چه د لاسونو خلاص پريښودل او يا ئى د ږيرى لاندى تړل دى نو دا د سنت خلاف عمل دى . والله ولي التوفيق .
٭ ٭ ٭ ٭
(٢٦) سوال : ډير خلک په جلسة استراحت باندى اهتمام کوى ، او څوک ئى چه نه کوى هغه بد ګڼى ، او آيا د امام او يا د مقتدى لپاره داستراحت جلسه کول جايز ده لکه څرنګ چه د يواځى لمونځ کونکى لپاره جايز او مشروع ده ؟
جواب : د استراحت جلسه د امام مقتدى او منفرد ( يواځى لمونځ کونکى ) ټولو لپاره مستحبه ده .
او دا د دوو سجدو په مينځ کښى د جلسى يعنى کيناستلو په شان ده چه ډيره خفيفه يعنى کمه ده ، ذکر او دعاء پکښى نشته ، او که څوک ئى پريږدى نو څه پروا نه کوى .
او درسول الله r نه پکښى ، د مالک بن الحويرث ، ابوحميد الساعدي ، او د نورو صحابه کرامو په روايت سره ډير احاديث راغلى . والله ولي التوفيق .
٭ ٭ ٭ ٭
(٢٧) سوال : مسلمان به په طياره کښى په څه ډول لمونځ کوى ، او چه کله طياره په اخير وخت کښى رسيږى نو د ده لپاره په طياره کښى په اول وخت کښى لمونځ کول غوره دى ، او که انتظار ورله غوره دى تر څو چه طياره ميدان هوائى ته ورسيږى ؟
جواب : په هغى مسلمان باندى چه په طياره کښى سفر کوى ، دا واجب دى چه کله دلمانځه وخت داخل شى چه د خپل طاقت موافق لمونځ وکړى ، که په ودريدو باندى ئى لمونځ کولى شو نو ډيره ښه ده ، او که د هغى طاقت ئى نه لره نو په کيناستو دى وکړى ، او د رکوع او سجدي لپاره دى اشاره کوى . او که چيرته ئى په طياره کښى ځاى پيدا کړه چه د اشارى په ځاى پکښى قيام او سجده کولى شى نو په ده باندى بيا دغه کار واجب دى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴾ سورة التغابن : ١٦] د دى ترجمه مخکى تيره شوى ده .
او همدا راز رسول الله r عمران بن حصين ته فرمائى : « صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ » صحيح البخاري - (ج 4 / ص 273) « په ودريدو لمونځ وکړه که د هغى طاقت نه لرى په کيناستلو ئى کوه او که په ناسته ئى هم نشى کولى نو بيا ئى په اړخ باندى کوه » د دى حديث روايت امام بخاري او نسائي کړيدى په صحيح سند سره . او امام نسائي دا لفظ زيات کړى دى : ( فالم تستطع فمستلقيا ) يعنى په پريوتو به ئى کوى .
او د دى لپاره غوره دا دى چه په اول وخت کښى لمونځ وکړى او که اخير وخت ته ئى له دى امله روسته کوى چه په زمکه باندى ئى وکړى ، نو بيا د دلايلو د عموم له امله څه پروا نه کوى . او د موټر،اورګاړى ، او د کشتۍ حکم هم د طيارى په شان دى . والله ولي التوفيق .
٭ ٭ ٭ ٭
(٢٨) سوال : ډير خلک په لمانځه کښى بى ځايه حرکات او عبث کارونه کوى ، ايا د دغى لپاره کوم معين حد شته چه لمونځ فاسدوى ؟ او د درى کرتى مسلسل عبث کار او حرکت د تحديد لپاره کوم دليل شته ؟ او تاسو هغى خلکو ته څه نصيحت کوۍ چه هغوى په لمانځه کى بى ځايه حرکات او عبث کارونه کوى ؟
جواب : په مؤمن سړى او زنانه باندى دا واجب دى ، چه په اطمنان ، خشوع او سکون سره لمونځ وکړى ، او د عبثو کارونو او بى ځايه حرکاتو نه ځان وساتى ، ځکه چه په اطمنان سره لمونځ کول رکن دى ، لکه څرنګ چه په بخاري او مسلم کښى حديث راغلى چه رسول الله rهغى سړى ته حکم وکړه چه په اطمنان سره به ئى لمونځ نه کوو چه خپل لمونځ دوباره وکړى ، او د هر مسلمان نارينه او ښځى لپاره دا مشروع او سنت طريقه ده ، چه په لمانځه کښى خشوع او عاجزى وکړى ، او د زړه توجه او حضور لمانځه ته راوګرځوى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى :﴿ قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (2) ﴾ سورة المؤمنون [ ١-٢] ، يقينا کامياب دى مؤمنان هغه کسان چه دوى په خپلو لمونځونو کښى عاجزى کونکى وى .
او د دى لپاره د لمانځه په حالت کښى په جامو ږيره کښى لاس وهل او يا نور عبث کارونه کول مکروهه دى ، او کله چه دغه عبث کارونه په مسلسله توګه ډيرشى نو بيا دغه کار حرام دى او لمونځ ئى پرى فاسديږى، څومره چه زما علم دى په شرعيت باندى .
او د دغى لپاره کوم خاص حد نشته ، او څوک چه د هغى لپاره درى ځلى حرکات حد ګرځوى ، دا ضعيف قول دى او دليل پرى نشته ، او اعتبار د لمونځ کونکى اعتقاد لره دى ، که چيرته فرض لمونځ وى او د هغى دا خيال راشى چه ما خو عبث کارونه زيات کړه ، نو بيا دى د لمانځه اعاده وکړى ، او الله ته دى د دغى عبث کارونو نه توبه اوباسى ، او زما ټولو مسلمانانو ته دا نصيحت دى چه لمانځه ته اهميت ورکړى ، او عبث کارونه پکښى پريږدى ، اګر که لږ هم وى ، ځکه چه د لمانځه مقام او مرتبه ډيره لويه ده ، او د دين ستن ده ، او د کلمى د شهادت نه روسته د اسلام لوى رکن دى ، او اول تپوس به د انسان نه په ورځ د قيامت کښى د لمانځه په باره کښى کيږى . الله تعالى دى ټولو مسلمانانو ته د لمانځه د هغى طريقى د ادا کولو توفيق ورکړى چه الله پرى راضى کيږى .
٭ ٭ ٭ ٭
(٢٩) سوال : آيا د سجدى په وخت کښى د لاسونو نه مخکى د زنګونانو کيخودل غوره دى ، او که د لاسونو کيخودل مخکى غوره دى ؟ او د هغى دوو حديثونو په مينځ کښى به څرنګ جمع راشى چه په دغى حالت کښى وارد شوى ؟
جواب : د لمونځ کونکى لپاره د اهل علمو د صحيح قول موافق سنت طريقه دا ده که چيرته طاقت لرى نو کله چه سجدى ته ځى نو زنګونان به په زمکه باندى د لاسونو نه مخکى ږدى ، او دا د جمهورو اهل علمو قول هم دى ، اودا د وائل بن حجر رضي الله عنه د حديث له امله .
او هر چه د ابوهريرة t حديث دى هغه په حقيقت کښى د دغى طريقى سره مخالفت نه لرى بلکه د هغى سره موافق دى ، ځکه چه نبى r په دغى حديث کښى لمونځ کونکى د اوښ په شان د ډونګو لګولو نه منع کړى دى .
او دا خبره هر چاته په ډاګه ده چه څوک لاسونه مخکى کړى نو هغه د اوښ سره مشابه شوه . او هر چه په حديث کښى دا لفظ دى چه لاسونه دى په زنګونانو باندى مخکى کړى نو حقيقت ته نږدى خبره دا ده چه دا په حديث کښى د ځنو راويانو نه تقديم او تاخير شوى دى ، او صحيح روايت داسى دى چه زنګونان دى د لاسونو نه مخکى کيږدى ، او په دى باندى د ټولو احاديثو په مينځ کښى موافقت او جمع هم راځى ، او د ذکر شوى حديث اخرى حصه د اولى برخى سره سمون خورى ، او تعارض پرى ختميږى او دى توجيه ته امام ابن القيم رحمه الله په خپل کتاب زاد المعاد کښى اشاره کړيده . او هغه څوک چه د مرض او يا د بوډاوالى له امله د زنګونانو د مخکى کولو نه عاجزه وى ، نوبيا ورله د لاسونو په مخکى کولو کښى څه ګناه نشته ځکه چه الله تعالى فرمائى : ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴾ سورة التغابن ، ١٦) ، ترجمة : و ويريږۍ د الله نه څومره چه مو طاقت وى ، او رسول الله r فرمائى : « فَإِذَا نَهَيْتُكُمْ عَنْ شَيْءٍ فَاجْتَنِبُوهُ وَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِأَمْرٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ » متفق على صحته صحيح البخاري - (ج 22 / ص 255) ، هغه څيز چه ما ترى منع کړى ئى تاسو د هغى نه ځان وساتۍ او هغه څيز چه ما پرى تاسو ته حکم کړى دى راتګ وکړۍ هغى ته چه څومره مو طاقت وى . والله ولى التوفيق .
٭ ٭ ٭ ٭
(٣٠) سوال : په لمانځه کښى د غاړى د ازادولو ، پوکى کولو ، او دژړا څه حکم دى ، او لمونځ فاسدوى او که نا ؟
جواب : د ضرورت په وخت کښى په دغى شيانو باندى لمونځ نه باطليږى ليکن دغه کارونه په غير د ضرورته مکروهه دى . ځکه چه کله به على رضى الله عنه اجازت طلب کړه او رسول الله r به د لمانځه په حال کښى ؤ نو هغى به ورته ( نحنحه ) غاړه تازه کوله .
او کله چه ژړل د الله تعالى د ويرى له امله وى نو هغه په هر وخت کښى جايز دى که په لمانځه کښى وى او يا په بل وخت کښى ، ځکه چه د رسول الله r نه په صحيح حديث کښى راغلى چه هغه به په لمانځه کښى ژړل ، او همدا راز د ابوبکر عمر او د نورو صحابه کرامو رضى الله عنهم او د تابعينو نه په لمانځه کښى ژړل هم ثابت دى .
٭ ٭ ٭
(٣١) سوال : د لمونځ کونکى مخى ته د تيريدلو څه حکم دى ، ايا حرم شريف د نورو ځايونو نه جدا حکم لرى ، او د دى څه مطلب دى چه تيريدونکى لمونځ قطع کوى ؟ او کله چه د چا مخى ته تور سپى خر او ښځه تيره شى نو ايا لمونځ به د سره کوى ؟
جواب : د لمونځ کونکى مخى ته تيريدل حرام دى ، ځکه چه رسول الله r فرمائى : « لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيْ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ » صحيح البخاري - (ج 2 / ص 323) « که چيرته د لمونځ کونکى مخى ته تيريدونکى ته معلومه وى چه په ده باندى څومره ګناه ده نو څلويښت ( کاله ) ودريدل به ورته د لمونځ کونکى مخى ته د تيريدو نه ښه ښکاره شوى وى » متفق عليه .
او که چيرته بالغه ښځه يا خر او يا تور سپى د لمونځ کونکى مخى ته تير شى نو په هغى سره لمونځ فاسديږى . او که چيرته د درى ؤ نه ما سوا بل څوک تيرشى نو په هغى سره لمونځ نه فاسديږى . ليکن د لمانځه ثواب کموى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « کله چه د لمونځ کونکى مخى ته د کجاوى د اخرى حصى په اندازه ( ستره ) نه وى نو بيا ښځه خر او تور سپى د يو مسلمان لمونځ فاسدوى» د دى حديث روايت امام مسلم کړى دى د ابوذر t نه . او د ابو هريرة t نه ئى هم دغسى حديث روايت کړى ليکن په هغى کښى ئى سپى په توروالى باندى نه دى مقيد کړى ، او د عالمانو په نزد باندى مطلق په مقيد باندى حمل دى .
او په مسجد حرام کښى د لمونځ کونکى مخى ته تيريدل حرام نه دى ، او دغه درى شيان لمونځ نه فاسدوى ځکه چه هلته بيروبار او ازدحام وى نو د لمونځ کونکى مخى ته د تيريدو نه پکښى ځان ساتل ډير ګران وى او په دى هکله صريح حديث هم نقل شوى ليکن هغه ضعيف دى ليکن دغه ضعف په هغى اثارو باندى جبيره کيداى شى چه د عبدالله بن زبير او يا د نورو صحابه کرامو نه نقل شوى ، او د مسجد نبوى او يا د نورو جماتونو هم دغه حکم دى چه کله پکښى سخت بيروبار او ازدحام وى او د تيريدلو نه په ځان ساتلو کښى مشقت او تکليف وى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴾ سورة التغابن : ١٦) و ويريږۍ له الله څخه څومره مو چه طاقت وى ، او همدا راز الله تعالى فرمائى : ﴿ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ﴾ سورة البقرة : ٢٨٦) تکليف نه ورکوى الله تعالى هيڅ يو نفس ته مګر په اندازه د قدرت د هغى . او رسول الله r فرمائى :« إِذَا نَهَيْتُكُمْ عَنْ شَيْءٍ فَاجْتَنِبُوهُ وَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِأَمْرٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ » متفق على صحته ، ترجمه : هغه څيز چه ما ترى منع کړى ئى تاسو د هغى نه ځان وساتۍ او هغه څيز چه ما پرى تاسو ته حکم کړى دى راتګ وکړۍ هغى ته چه څومره مو طاقت وى . والله ولى التوفيق
٭ ٭ ٭
(٣٢) سوال : د لمانځه نه روسته د دعا لپاره د لاسونو اوچتولو حکم څه دى ؟ اوپه دى هکله د فرضى او نفلى لمانځه څه فرق شته ؟
جواب : په دعا کښى د لاسونو اوچتول سنت طريقه ده او د دعا د قبليدلو لپاره يو سبب دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : سنن الترمذي - (ج 11 / ص 468)
« إِنَّ رَبَّكُمْ تَبَارَكَ وَتَعَالَى حَيِيٌّ كَرِيمٌ يَسْتَحْيِي إِذَا رَفَعَ الرَّجُلُ إِلَيْهِ يَدَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا » سنن أبي داود - (ج 4 / ص 287) سنن الترمذي - (ج 11 / ص 468)
وابن ماجة ، يقينا ستاسى رب ډير حياناک او سخى ذات دى نو د هغى بنده نه ورله حيا ورځى چه لاسونه ورته پورته کړى او بيا ورله لاسونه خالى واپس کړى . د دى حديث روايت ابو داؤد ترمذى او ابن ماجه کړيدى د سلمان فارسى په روايت سره او حاکم دا حديث صحيح کړى دى . او همدا راز رسول الله r فرمائى : « إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا وَإِنَّ اللَّهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ فَقَالَ (( يقينا الله تعالى پاک ذات دى نو نه قبلوى مګر پاک شيان او يقينا الله تعالى مؤمنانو ته په هغى څه باندى حکم کړى دى چه په کوم څيز ئى پيغمبرانو عليهم السلام ته حکم کړى دى نو الله تعالى فرمايلى دى : ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴾ سورة البقرة : ١٧٢) ترجمه : اى مؤمنانو خورۍ د پاکو هغى څيزونو نه چه ما درکړى دى تاسو ته او شکر ادا کړۍ د الله لپاره که چيرته ئى تاسو خاص هغى لره عبادت کونکى ، او همدا راز الله تعالى فرمائى : ﴿ يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴾ سورة المؤمنون : ٥١) ، اى پيغمبرانو خورۍ د پاکو څيزونو نه او عمل کوۍ نيک يقينا زه په هغى څيزونو چه تاسو ئى کوۍ پوه يم . « ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ يَا رَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ » صحيح مسلم - (ج 5 / ص 192) ، بيا ئى يو سړى ذکر کړه چه اوږد سفر به کوى سر به ئى ببر وى په گردونو به لت پت وى لاسونه به ئى بره اوچت کړى وى : (او ) يا رب يا رب به وائى ليکن خوراک او لباس به ئى حرام وى او په حرامو به غټ شوى وى ، نو څرنګ به د هغه دعا قبوله شى ؟ . امام مسلم ئى روايت کوى .
ليکن په هغى ځايونو کښى د لاسونو پورته کول جايز نه دى چه رسول الله r پکښى لاسونه نه وى پورته کړى لکه د پنځو فرضى لمونځونو نه روسته او يا د دوو سجدو په لمنځ کښى او يا د سلام نه مخکښى او يا د جمعى او د اخترونو د خطبى په دوران کښى ، ځکه چه رسول الله r په دغى ځايونو کښى لاسونه نه دى اوچت کړى . او حال دا چه رسول الله r د امت لپاره خايسته پيشوا دى په هغى کارونو کښى چه کوى ئى او يا ئى پريږدى ، ليکن د جمعى او د اختر په خطبه کښى چه کله امام د باران سوال کوى نو د لاسونو اوچتول ورله سنت دى لکه څرنګ چه رسول الله r لاسونه اوچتول.
او هر چه نفلى لمونځ دى نو د هغى نه روسته د لاسونو په اوچتولو کښى ماته څه مانع معلوم نه دى ، تر څو د دلايلو په عموم باندى عمل راشى ، ليکن په هغى باندى هميشوالى کول غوره خبره نه ده ځکه چه دغه عمل د رسول الله r نه ثبوت نه لرى او که د هر نفلى لمونځ نه ئى روسته دغسى عمل کړى وى نو صحابه کرامو به هغه نقل کړى وى ، ځکه چه هغوى د رسول الله r ټولى ويناګانى او کارونه که هغه د سفر په حالت کښى وى او يا د اقامت او يا په نورو حالاتو کښى وى ټول نقل کړى دى .
او هر چه هغه مشهور حديث دى چه رسول الله r ته منسوب دى چه رسول الله r فرمايلى : « چه لمونځ عاجزى کول او ويره کول دى او دا چه ته لاسونو اوچت کړى او د يا رب يا رب چغى اوکړى » نو دا حديث ضعيف دى لکه څرنګ چه حافظ بن رجب او نورو دا خبره واضح کړى ده .
(٣٣) سوال : مونږ د ځنو خلکو نه اوريدلى چه د لمانځه نه روسته د تندى پاکول د خاورو نه مکروهه کار دى آيا د دى خبرى لپاره دليل شته ؟
جواب : زما د علم مطابق د دى لپاره څه دليل نشته ليکن د سلام نه مخکى دغه کار مکروهه دى ، ځکه چه د رسول الله r نه دا خبره ثابته ده چه هغى يو ځل د سهار د لمانځه نه سلام وګرځوو په يوه بارانى شپه کښى په داسى حال کښى چه په مخ ئى د اوبو او خټو اثرات ليدل کيدل ، نو دا د دى خبرى ښکاره دليل دى چه د سلام نه مخکښى د هغى صفاکول غوره کار ندى .
(٣٤) سوال : د لمانځه نه روسته د مصافحى ( لاس ورکولو ) څه حکم دى ، او په دى خبره کښى د فرضى او نفلى لمونځونو څه فرق شته او که نا ؟
جواب : د مسلمانانو د يو بل سره د مخامخ کيدلو په وخت کښى اصل په مصافحه کښى روا والى دى ، او نبى r چه به کله د خپلو صحابه کرامو سره مخامخ کيدلو نو د هغوى سره به ئى مصافحه کوله ، او هغوى به هم د ملاقات په وخت کښى په خپل مينځ کښى مصافحه کوله ، انس t او امام شعبى رحمه الله فرمائى : د نبى r اصحابو به د ملاقات په وخت کښى يو بل ته لاسونه ورکول او چه کله به د سفر نه راغله نو بيا به ئى يو بل ته غيږى ورکولى . او په بخارى او مسلم کښى حديث دى چه طلحة بن عبيدالله چه دا د هغى لسو کسانو د جملى څخه دى چه د جنت زيرى ورته ورکړى شوى دى کعب بن مالک رضى الله عنه ته په هغى وخت کښى پاڅيده چه کله پرى الله تعالى مهربانى وکړه ، نو مصافحه ئى ورسره وکړه او د توبى په قبليدو ئى ورته مبارکى ورکړه ، او د رسول الله r په دور کښى د صحابه کرامو په منځ کښى دا خبره مشهوره وه ، او په حديث کښى هم راغلى چه رسول الله r فرمايلى : « کله چه دوه مسلمانان د ملاقات په وخت کښى د يو بل سره مصافحه وکړى نو ګناهونه به ئى داسى و رژيږى لکه څرنګ چه د ونى نه پاڼى رژيږى » . او په جمات کښى د ملاقات او صف جوړولو په وخت کښى هم مصافحه کول مستحب کار دى ، ليکن که د لمانځه نه مخکى ئى مصافحه نه وى کړى نو بيادى روسته يو بل ته لاسونه ورکړى تر څو چه دغه سنت طريقه عملى کړى شى ، او همداراز د مصافحى له امله محبت پيدا کيږى او خفګان پرى له منځه ځى .
ليکن که چا د لمانځه نه مخکى مصافحه نه وى کړى نو د هغى لپاره پکار ده چه د فرضى لمانځه د شرعى اذکارو نه روسته د يو بل سره مصافحه وکړى ، او د فرضى لمانځه د دوهم سلام ګرځولو نه روسته متصل د يو بل سره په مصافحه کولو باندى زما د علم موافق کوم دليل نشته بلکه ظاهره دا ده چه دا کار مکروهه دى ، ځکه چه په دى باندى کوم دليل نشته ، او بل له دى امله چه په دغى وخت کښى لمونځ کونکى له د شرعى اذکارو ويل سنت دى هغه اذکار چه رسول الله r به د سلام ګرځولو نه روسته ويل .
او هر چه نفلى لمونځ دى نو په هغى کښى د سلام نه روسته متصل مصافحه کول هم جايز دى چه کله ئى د لمانځه نه مخکښى مصافحه نه وى کړى او که مخکى ئى کړى وى نو بيا هغه پوره ده .
(٣٥) سوال : د فرضى لمانځه نه روسته د سنتو د کولو په مهال د ځاى په بدلولو باندى کوم دليل شته ؟
جواب : زما د علم موافق په دى کښى کوم صحيح حديث نشته ليکن عبدالله بن عمر او نورو ډيرو سلفو به ځاى ته تغير ورکولو ، او الحمد لله چه په دى خبره کښى وسعت دى ، او په دى باب کښى يو ضعيف حديث وجود لرى چه امام ابوداؤد رحمه الله ئى روايت کړى دى ، ليکن د عبدالله بن عمر او د نورو سلفو صالحينو عمل د هغى تاييد کوى . والله ولى التوفيق .
(٣٦) سوال : د سهار او د ماښام د لمونځونو نه روسته د « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» په ويلو باندى تيزى ورکړى شوى چه بايد لس کرتى دغه دعاء و ويل شى نو آيا چه په دى کښى کوم حديث راغلى نو هغه صحيح دى ؟
جواب : په دى هکله د رسول الله r نه صحيح احاديث راغلى چه د سهار او ماښام د لمانځه نه روسته د د غى ذکر په روا والى باندى دلالت کوى .
چه هغه د دى دعاء ويل دى : « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» لس کرتى ، نو د هر مسلمان لپاره د دغى دوه لمونځونو د مسنونو اذکارو نه روسته په دغى مذکورى دعاء باندى پابندى پکار ده چه هغه مسنون ذکر په لاندى ډول دى :
أستغفر الله، درى واره، « اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ تَبَارَكْتَ يا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدّ » ُاو که چيرته امام وى نو د هغى لپاره د درى کرتى استغفرالله او د (اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» ويلو نه روسته خلکو ته مخ ګرځول سنت دى که په ښى اړخ راګرځى او که په چپ دواړه جايز دى ، بيا به دا ووائى : سبحان الله ( درى ديرش واره) ، الحمد لله ( درى ديرش واره) ، اوالله أكبر ( درى ديرش واره )، او د سلو د پوره کولو لپاره به دا ووائى : « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ. » ځکه چه رسول اللهr ديته ترغيب ورکړى دى ، بيا به آية الكرسي ووائى ، بيا به : (قل هو الله أحد)، (قل أعوذ برب الفلق)، او (قل أعوذ برب الناس) ولولى ،اود سهار او ماښام لمانځه نه به روسته او د ويده کيدلو په وخت کښى به سورة فلق والناس او سورة اخلاص درى واره ولولى ځکه چه په دى هکله صحيح احاديث راغلى دى .