أبو زكريا
_17 _May _2013هـ الموافق 17-05-2013م, 06:11 PM
د اذان مسئلي
(١٩) سوال : ځنى خلک وائى کله چه په اول وخت کښى اذان ونه شى نو بيا ورته ضرورت نشته ، ځکه چه د اذان مقصد خلکو ته خبردارى ورکول دى ، چه د لمانځه وقت داخل شوى دى ، نو ستاسو په دى مسئله کښى څه نظر دى ، او آيا د منفرد انسان لپاره چه په صحراء کښى وى اذان کول جايز دى ؟
جواب : چه کله په اول وقت کښى اذان ونه کړى نو بيا روسته ورته جايز نه دى چه اذان وکړى ، کله چه په دغى ځاى کښى نور اذان کونکى موجود وى ، ځکه چه مقصد په هغوى سره حاصل شوى دى ، او که چيرته لږ معمولى روسته والى راغلى وى نو بيا اذان کولى شى .
او که چيرته د ده نه په غير نور اذان کونکى نه وى ، نو بيا پرى اذان کول لازم دى ، اګر چه په اذان کښى روسته والى هم راغلى وى ، ځکه چه په دى حالت کښى اذان فرض کفائى دى ، او د ده نه په غير بل اذان کونکى نشته چه هغه ادا کړى ، نو په ده باندى اذان واجب شو ، ځکه چه دا د اذان کولو مسئول دى ، او غالبا خلک ورته انتظار کوى .
او هر چه مسافر دى نو د هغى لپاره اذان کول جايز دى ، اګر که يواځى هم وى ، لکه څرنګ چه په صحيح حديث کى راغلى د ابو سعيد t په روايت سره چه هغه يو سړى ته وويل : « فَإِذَا كُنْتَ فِي غَنَمِكَ أَوْ بَادِيَتِكَ فَأَذَّنْتَ لِلصَّلَاةِ فَارْفَعْ صَوْتَكَ بِالنِّدَاءِ فَإِنَّهُ لَا يَسْمَعُ مَدَى صَوْتِ الْمُؤَذِّنِ جِنٌّ وَلَا إِنْسٌ وَلَا شَيْءٌ إِلَّا شَهِدَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ » صحيح البخاري - (ج 23 / ص 83) « کله چه ته د خپلو ګډو سره ئى په يوه صحراء کښى ، نو ته خپل اواز په اذان سره اوچت کړه ، ځکه چه د پيريانو او انسانانو نه هر څوک دا اذان اورى ، نو هغه به ورله په ورځ د قيامت کښى شاهدى کوى » او د ا حديث ئى رسول الله r ته منسوب کړى دى په مرفوع سند سره ، او بل د احاديثو د عموم د وجه نه چه د اذان په باره کښى راغلى دى .
(٢٠) سوال : آيا د ښځو لپاره اذان او اقامت کول جايز دى ، برابره خبره ده که دوى په کور کښى يعنى حضرکښى وى ، او که په صحراء کښى وى ، که ځانله ځانله وى ، او که جماعت وى ؟
جواب : د ښځو لپاره اذان او اقامت کول جايز نه دى ، که دغه زنانه د سفر په حالت کښى وى او که په کور يعنى حضر کښى وى ، ځکه چه اذان او اقامت د نارينه و خصوصيت دى .
لکه څرنګ چه د رسول الله r صحيح احاديث په دى باندى دلالت کوى .
(٢١) سوال : کله چه څوک اقامت هير کړى نو آيا دغى لمانځه ته څه نقصان رسوى ، برابره خبره ده که يو کس وى او که جماعت وى ؟
جواب : کله چه يو کس او يا يو جماعت په غير د اقامت کولو نه لمونځ وکړى نو لمونځ ئى صحيح دى ، ليکن د الله تعالى نه دى معافى وغواړى . او همداراز که په غير د اذان نه لمونځ وکړى نو لمونځ ئى صحيح دى ، ځکه چه اذان او اقامت فرض کفائى دى ، او د لمانځه د حقيقت نه خارج دى .
او څوک چه اذان او اقامت ترک کړى نو الله ته دى توبه اوباسى ، ځکه چه د فرض کفائى په ترک باندى ټول خلک ګناهګاريږى ، او چه ځنى خلک پرى عمل وکړى ، نو د ټولو خلکو فرض ادا شو ، او اذان او اقامت هم فرض کفائى دى .
او بيا برابره خبره ده که دوى په سفر کښى وى او که په کور کښى وى ، او که په کليو ښارونو کښى وى او که په صحراء کښى وى .
او د ټولو لپاره د الله تعالى نه داسى توفيق غواړو چه هغه پرى راضي کيږى.
(٢٢) سوال : د سهار په لمانځه کښى د مؤذن په دى وينا « الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنْ النَّوْمِ » څه دليل شته ، او ستاسى د بعضو خلکو په دى وينا کښى څه نظر دى ( حى على خير العمل ) ، او د دغى وينا لپاره څه دليل شته ؟
جواب : د رسول الله r نه ثابت دى چه هغه بلال او ابو محذورة رضي الله عنهما ته حکم کړى ؤ ، چه د سهار په اذان کښى « الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنْ النَّوْمِ » و وائى ، او د انس t روايت دى چه هغى فرمائلى : د مؤذن لپاره د سهار په اذان کى د « الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنْ النَّوْمِ » ويل سنت دى . ابن خزيمة د دى حديث روايت کوى .
او دا کلمى به د علماؤ د صحيح قول موافق د سهار په ادان کښى ويلى کيږى ، چه هغى ته د اقامت په نسبت اول اذان ويلى کيږى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ » صحيح البخاري - (ج 2 / ص 496)
او په بخارى کښى د عائشة t په روايت سره حديث راغلى ، چه هغه هم په دى باندى دلالت کوى . او هر چه د ځنو شيعګانو او روافضو دا وينا په اذان کښى : ( حي على خير العمل ) نو دا بدعت دى ، او په صحيح احاديثو کښى پرى دليل نشته ، نو د الله تعالى نه سوال کوم چه هغوي ته او نورو ټولو مسلمانانو ته د رسول الله r د سنتود تابعدارى هدايت وکړى ، او بيا ئى مضبوط ونيسى . ځکه چه زما دى په الله باندى قسم وى چه دغه د نجات لار ده او د ټول امت د سعادت او نيکبختۍ لار ده . والله ولي التوفيق .
٭ ٭ ٭ ٭
(٢٣) سوال : په رواياتو کښى دا راغلى چه د کسوف ( د لمر او سپوږمۍ د تندرنيولو ) د لمانځه لپاره به داسى اواز کوى : «الصَّلَاةُ جَامِعَةٌ» صحيح البخاري - (ج 4 / ص 160) ايا دا به يو ځل وائي او که تکرارول ئي جايز دي ، او څو ځلي به ئي تکرارولي شي ؟
جواب : د رسول الله r نه دا راغلى چه د کسوف د لمانځه لپاره به په دى کلمو سره اواز کوى «الصَّلَاةُ جَامِعَةٌ» ، او د اواز کونکى لپاره سنت طريقة دا ده چه دا بيا بيا و وائى تر څو چه د ده ګمان راشى چه خلکو دا اواز واوريده .
او د دى لپاره زما د علم موافق خاص مقدار نشته . والله ولي التوفيق .