المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : تحفة الإخوان بأجوبة تتعلق بأرکان الإسلام (بشتو) الفتاوى المتعلقة بالطهارة والصلاة- ترجمة الشيخ أبی الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_17 _May _2013هـ الموافق 17-05-2013م, 06:08 PM
د لمانځه حصة او برخه :

د لمانځه شرطونه :

(١) سوال : کله کله په ځنى ملکونو کښى شپى او ورځى د اوږدى مودى لپاره دوامدارى شى ، او کله کله ډيرى لنډ ى شى چه د پنځو لمونځونو لپاره هم نه کافى کيږى ، نو په دغى صورت کښى به د دغى ملک خلک ، څرنګ لمونځونه ادا کوى ؟
جواب : د دغى منطقى په خلکو باندى فرض او واجب دى ، چه کله په څلرويشتو ساعتونو کښى په هغوى باندى زوال او غروب نه راځى ، چه د لمونځونو لپاره اندازه ولګوى .
لکه څرنګ چه د نواس بن سمعان په حديث کښى راغلى ، چه په صحيح مسلم کښى دى ، چه د دجال د ورځى په باره کښى وارد شوى دى ، چه هغه به د کال په اندازه اوږده وى ، نو صحابه کرامو د رسول الله rنه د هغى په هکله تپوس وکړه ، نو رسول الله r وويل : « اقْدُرُوا لَهُ قَدْرَهُ » صحيح مسلم - (ج 14 / ص 167) ، يعنى تاسو د ورځى لپاره اندازه معلومه کړۍ ، همدا رنګ د دجال د دوهمى ورځى حکم دى ، چه حديث کښى راځى چه هغه به د مياشت په اندازه وى ، او يا به د هفتى په اندازه وى ، او هر چه هغه ملک او منطقة چه شپى او ورځى پکښى ، څلرويشت ساعته مسلسل اوږديږى او يا لنډيږى ، نو د هغى حکم هم واضح دى ، نو د نورو ورځو په شان به پکښى لمونځ کوى ، ځکه چه د احاديثو عموم پرى دلالت کوى ، او الله توفيق ورکونکى دى .
( ٢) سوال : ځني خلک په داسى حالت کښى فرضى لمونځ کوى ، چه په اوږو باندى ئى جامى نه وى ، چه پټى ئى کړى ، او خصوصا د حج په ورځو کښى ، چه کله د احرام په حالت کښى وى ، نو د دغى لمانځه حکم څه دى ؟
جواب : که چيرته دغه انسان مسکين او عاجزه وى ، نو په هغى باندى بيا څه نشته ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴾ سورة التغابن : ( ١٦٩ ) ، پس وويريږۍ د الله نه چه څومره مو طاقت وى .
او همدا راز رسول الله r جابر t ته فرمائى : « فَإِنْ كَانَ وَاسِعًا فَالْتَحِفْ بِهِ وَإِنْ كَانَ ضَيِّقًا فَاتَّزِرْ بِهِ » متفق عليه « که چيرته دغه جامى پراخه وى ، نو د ځانه ئى چاپيرکړه ، او که تنګى وى نو لنګ ترى وتړه » .
او که چيرته دغه لمونځ کونکى د دواړو اوږو او يا د يوى اوږى په پټولو باندى قادره وى ، نو په ده باندى بيا واجب او فرض دى چه خپلى اوږي د توان او طاقت په اندازه پټى کړى ، کوم چه د اهل علمو په صحيح قول کښى راغلى دى ، او که په دغى حالت کښى اوږى پټى نه کړى نو ، لمونځ ئى صحيح نه دى ، ځکه چه رسول الله r فرمائى : « لَا يُصَلِّي أَحَدُكُمْ فِي الثَّوْبِ الْوَاحِدِ لَيْسَ عَلَى عَاتِقَيْهِ شَيْءٌ » متفق على صحته « يو کس دى لمونځ نه کوى ستاسونه په يوه جامه او کپړه کښى ، او حال دا چه په اوږه ئى جامه نه وى » ، او الله تعالى توفيق ورکونکى دى .
(٣) سوال : ځنى خلک د سهار په لمانځه کښى تاخير او روسته والى کوى ، تر دى چه ښه رڼا شى ، او د هغى لپاره په دى حديث باندى استدلال کوى : « أَسْفِرُوا بِالْفَجْرِ فَإِنَّهُ أَعْظَمُ لِلْأَجْر» سنن الترمذي - (ج 1 / ص 263) ، تاسو د سهار په لمانځه کښى ښه رڼا کړۍ ځکه چه په دغى کار کښى لوى اجر او ثواب دى ، آيا دا حديث صحيح دى ؟ او د دى حديث سره به ئى څرنګ توفيق او جمع راځى ، چه رسول الله r فرمائى : « الصَّلَاةُ عَلَى وَقْتِهَا » سنن النسائي - (ج 2 / ص 462) او لمونځ په خپل وخت باندى ؟
جواب : هغه ذکر شوى حديث صحيح دى ، امام ﺃ حمد ، او اهل سننو، دا حديث د رافع بن خديج t نه په صحيح سند سره نقل کړى دى، ليکن دغه حديث د هغى صحيح احاديثو خلاف نه دى ، کوم چه دلالت کوى چه رسول الله r به د سهار لمونځ په غلس يعنى تورتم او تياره کښى کوو ، او نه د دى حديث سره ، تضاد لرى چه رسول الله rفرمائى : « الصَّلَاةُ عَلَى وَقْتِهَا » ، چه لمونځ په خپل وخت باندى ډير غوره دى . او د اسفار معنى د جمهورو علماء په نزد د لمانځه روسته والى دى ، تر دى چه سبا ښه ښکاره شى ، او بيا د غلس يعنى د تورتم د ختميدو نه مخکى ادا شى لکه څرنګ چه به رسول الله r په دغى وخت باندى ادا کوو ، مګر په مزدلفة کښى روسته کول نه دى په کار ، ځکه هلته غوره خبره دا ده چه لمونځ د سبا د راختو سره سمدست ادا کړى شى ، ځکه چه رسول الله r په حجة الوداع کښى داسى عمل کړى ؤ .
او په دى باندى د ټولو دلايلو او احاديثو په مينځ کښى جمع راځى ، او آخرى وقت ته ئى روسته کول هم جايز دى ، لکه څرنګ چه نبي r فرمائئ : « وَوَقْتُ صَلَاةِ الصُّبْحِ مِنْ طُلُوعِ الْفَجْرِ مَا لَمْ تَطْلُعْ الشَّمْسُ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 294) ، د سهار د لمانځه وخت د سبا د راختلو نه نيولى ، تر څو چه لمر نه وى راختلى ، دا حديث امام مسلم د عبدالله بن عمرو بن العاص رضى الله عنه نه نقل کړيدى .
(٤) سوال : مونږ ځنى خلک وينو چه کميسونه ئى لنډ وى ، ليکن پرتوګونه ئى اوږده وى ، نو تاسو په دى کښى څه وائى ؟
جواب : سنت طريقه دا ده چه ټولى جامى بايد ، د نمائى پڼډئ نه نيولى تر کعبينو يعنى ګټو پورى وى ، او د ګيټو نه ئى اوږدول حرام دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « مَا أَسْفَلَ مِنْ الْكَعْبَيْنِ مِنْ الْإِزَارِ فَفِي النَّارِ » صحيح البخاري - (ج 18 / ص 89) ، هغه لنګ او ( پرتوګ ) چه د ګټو نه لاندى وى ، نو هغه به په جهنم کښى وى ، د دى حديث روايت امام بخارى کړى دى .
او د لنګ پرتوګ ، کميس ، جيلکى ، په دى کى هيڅ فرق نشته ، ليکن نبي r لنګ د مثال په طور ذکر کړيدى، او غوره خبره همدا ده چه جامى تر نمائى پنډى پورى وى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « إِزْرَةُ الْمُؤْمِنِ إِلَى أَنْصَافِ سَاقَيْهِ » موطأ مالك - (ج 5 / ص 416) ، د مؤمن لنګ به د پنډئ تر نمائى پورى وى .
(٥) سوال : کله چه يو سړى د کوشش او اجتهاد نه روسته لمونځ وکړى ، ليکن روسته ورته معلومه شى چه لمونځ ئى قبلى طرف ته ندى کړى ، نو د دى څه حکم دى؟ او په دى کښى څه فرق شته چه يو سړى په اسلامى ملک کښى وى ، او يا په کفرى ملک کښى وى ، او يا په يوه صحرا کښى وى؟
جواب : کله چه يو مسلمان په سفر کښى وى ، او يا په داسى ملک کښى وى ، چه څوک پيدا نه شى چه ده ته د قبلى جهت ورپه ګوته کړى ، نو په دى صورت کښى ئى لمونځ صحيح دى ، چه کله د قبلي په تحرى او معلومولو کښى کو شش وکړى، ليکن روسته ورته ښکاره شى چه لمونځ ئى بل طرف ته کړى دى .
او که چيرته په اسلامى ملک کښى وى ، نو لمونځ ئى صحيح نه دى ، ځکه چه دا کولاى شى چه د يو مسلمان نه تپوس وکړى چه د قبلى طرف ورته واضح کړى ، او دا هم کولاى شى چه د جماتونو نه د قبلى طرف معلوم کړى .
(٦) سوال : مونږ د ډيرو خلکو نه اورو چه کله په لمانځه باندى اودريږى ، نو په نيت باندى تلفظ کوى، نو ددى حکم څه دى ؟ او په شريعت کښى ورله دليل شته او که نه ؟
جواب : په شريعت کښى د نيت د ويلو لپاره کوم دليل او اصل نشته ، او د نبي r او د هغه د صحابه کرامو نه، د نيت ويل په ژبه باندى ثابت نه دى، او يقينا د نيت محل او ځاى زړه دى، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائي: « إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى» صحيح البخاري - (ج 1 / ص 3)، يقينا دار او مدار د عملونو په په نيتونو سره دى ، او د هر سړى لپاره هغه څه دى چه نيت ئى ورله کړيدى ، د حديث روايت بخارى او مسلم کړيدى ، د عمر بن الخطاب رضي الله عنه نه .
(٧)سوال : مونږ ځنى خلک وينو چه هغوى د اسماعيل عليه السلام په حجر يعنى حطيم کښى د لمونځ کولو په خاطر مزاحمت جوړوى ، نو په دغه ځاى کښى د لمانځه کولو څه حکم دى ، او د هغى لپاره څه خصوصيت شته ؟
جواب : د اسماعيل عليه السلام په حجر کښى لمونځ کول مستحب دى ، ځکه چه هغه په بيت الله شريف کښى داخل دى ، او د نبى r نه په صحيح روايت سره ثابت دى ، « چه د مکى د فتحه کيدو په کال هغه بيت الله شريف ته ننوتلو او دوه رکعته لمونځ ئى پکښى وکړه » دا حديث متفق عليه دى ، د عبد الله بن عمر په روايت سره .
او د رسول الله r نه دا هم ثابت دى ، چه هغه عائشة رضي الله عنها ته وويل چه : « صَلِّي فِي الْحِجْرِ .... فَإِنَّمَا هُوَ قِطْعَةٌ مِنْ الْبَيْتِ » سنن الترمذي - (ج 3 / ص 418) « ته په حجر يعنى حطيم کښى لمونځ وکړه ځکه چه هغه په بيت الله شريف کښى داخل دى » .
لکن احتياط دا دى چه فرضى لمونځ په بيت الله او حجر کښى ادا نه شى ، ځکه چه نبي r دغسى عمل نه د‌ى کړى ، او همدا راز د ځنى علماؤ راى ده چه په بيت الله او حجر کښى فرضى لمونځ کول جايز نه دى .
او د دي نه معلومه شوه چه سنت طريقه دا ده چه فرضى لمونځ بايد د بيت الله شريف او حجر نه بهر وشى ، د رسول الله r د تابعدارۍ د وجه نه ، او بل دا چه د اختلاف نه پرى سړى اوو ځى ، او الله توفيق ورکونکى دى .
٭ ٭ ٭ ٭
( ٨) سوال : ځنى ښځى د حيض او استحاض د وينى په منځ کښى فرق نه شى کولى ، ځکه چه کله کله وينه دوامداره شى ، نو دغه زنانه به د وينى د جريان په حالت کښى لمونځونه نه کوى ، نو د دغى مسئلى څه حکم دى؟
جوا ب : حيض دا يو قسم وينه ده چه الله تعالى د ادم عليه السلام په لور ګانو باندى مقرر کړيده ، چه هره مياشت پرى راځى ، لکه څرنګ چه د رسول الله r په صحيح حديث کښى راغلى دى .
او د مستحاضى زنانه په اعتبار د وينى سره درى حالته دى :
اول حالت : هغه زنانه چه اول ځل لپاره ئى وينه شروع شوى وى ، چه هغى ته مبتد ئة ( نوى بالغه) وائى ، نو د دغى زنانه لپاره لازم دى چه تر څو پورى ئى وينه جارى وى ، نو لمونځ به نه کوى ، او نه به روژه نيسى ، او نه ورسره د خاوند لپاره کوروالى (جماع) جايز دى ، تر هغى پورى چه پاکه شوى نه وى ، په دى شرط چه د ويني موده پنځلس ورځى او يا د هغى نه کمه وى ، او دا د جمهورو علماء قول دى .
او که چيرته د پنځلس ورځو نه زياته وى ، نو دغه زنانه مستحاضه ده ، نو دغه زنانه به خپل ځان شپږ ورځى او يا اوه ورځى حيض مقرر کړى ، لکه څرنګ چه د دغى جنۍ په نورو خپلوانو او همزولو جنکو باندى کوم کيفيت او حالت راځى ، دا په هغه صورت کښى ، چه د حيض او نورى وينى په ما بين کښى فرق او تميز نه شى کولى .
دوهم حالت : او که چيرته ئى د حيض او د نورى وينى په ما بين کښى فرق او تميز کولاى شو ، نو بيا به د حيض د وينى په وخت کښى کومه چه توررنګى او بد بويه ده ، د لمانځه ، روژى ، او جماع کولو نه ځان ژغورى ، ليکن په دى شرط چه د پنځلسو ورځو نه به نه زياتيږى ، او بيا به غسل کوى او لمونځ به کوى .
دريم حالت : چه د دغى زنانه د حيض موده او عادت معلوم وى ، نو دغه زنانه به د خپل عادت مطابق کښينى ، او بيا به غسل کوى ، او د هر لمانځه لپاره به اودس کوى کله چه د لمانځه وخت داخليږى ، تر څو چه وينه ئى جارى وى ، ليکن کله چه د حيض موده تيره شى ، نو بيا د خپل خاوند لپاره ورسره جماع کول جايز دى ، او دا دهغى احاديثو خلاصه ده چه کوم د مستحاضى زنانه په شان کښى راغلى دى ، او دا احاديث حافظ بن حجر په بلوغ المرام کښى ، او مجد بن تيمية په منتقى کښى ذکر کړيدى ، الله تعالى دى په ټولو رحم وکړى .
٭ ٭ ٭ ٭
(٩) سوال : کله چه په يو سړى باندى قضائى لمونځ پاتى وى ، مثلا د ماسپښين لمونځ شوه ، او ده ته دغه لمونځ د مازديګر د لمانځه د اقامت په وخت کښى ورياد شى ، آيا دغه سړى به په جمع کښى د مازديګر د لمانځه په نيت داخليږى او که د ماسپښين په نيت ؟ او که اول د ماسپښين لمونځ ځانله وکړى ، او بيا د مازديګر لمونځ وکړى ؟ او د فقهاء د دى وينا څه مطلب دي ( که چيرته د حاضر وقت د لمانځه د فوت کيدو نه ويريده نو بيا ترتيب ساقطيږى ) او آيا د جمع د فوت کيدو په ويره سره ترتيب ساقطيږى ؟
جواب : مشروع او روا طريقة د هغه چا لپاره چه په سوال کښى ذکر شو دا ده چه د جمع سره د ماسپښين د لمانځه په نيت لمونځ وکړى ، او بيا به روسته د مازديګر لمونځ کوى ، ځکه چه ترتيب واجب دى ، او د جمع د فوت کيدو د ويرى له امله هم ترتيب نه ساقطيږي .
او د فقهاء د دغى وينا مطلب دا دى ، چه په چا باندى قضائى لمونځ پاتى وى نو اول به هغه کوى ، او بيا به ورپسى وختى لمونځ کوى .
ليکن که چيرته وخت ډير تنګ او کم وى ، نو بيا به اول د دغى وخت لمونځ کوى ، او بيا به قضائى لمونځ روسته کوى ، د دى مثال : يو سړى د ماخوستن لمونځ نه وى کړى ، او بيا د لمر د ختلو نه مخکى ور په ياد شى ، او ده دسهار لمونځ هم نه وى کړى ، نو دا به اول د وخت د وتلو نه مخکى د سهار لمونځ کوى ، ځکه چه دا وقت د سهار لمانځه لپاره فقط کافى کيږى ، او بيا به روسته قضائى لمونځ کوى .
٭ ٭ ٭ ٭
(١٠) سوال : ډيرى زنانه په لمانځه کښى سستى او بى احتياطى کوى ، نو په لمانځه کښى ئى څنګلى او يا د هغى څه حصه ښکاره کيږى ، او همدا راز د هغوى قدمونه او يا پڼډۍ ښکاره کيږى ، نو ايا په دى حالت کښى د هغوى لمونځ صحيح دى ؟
جواب : په هرى بالغى او ازادى زنانه باندى په لمانځه کښى د خپل ټول بدن پټول لازم او فرض دى ، په غير د مخ او لاسونو نه ، ځکه چه د زنانه ټول بدن عورت دى ، که چيرته يوه زنانه په داسى حالت کښى لمونځ وکړى چه د بدن څه حصه او عورت ئى ښکاره وى ، لکه پڼډى قد مونه ، سر ، نو لمونځ ئى صحيح نه دى ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « لَا يَقْبَلُ اللَّهُ صَلَاةَ حَائِضٍ إِلَّا بِخِمَارٍ » « الله تعالى د حائضى يعنى بالغى زنانه لمونځ نه قبلوى مګر په لوپټى سره » د دى حديث روايت امام ﺃ حمد او د سننو والا کړيدى ما سوى د نسائى نه په صحيح سند سره .
او د حاِئضى نه مراد بالغه زنانه ده ، او همدا راز رسول الله r فرمائى : « الْمَرْأَةُ عَوْرَةٌ » سنن الترمذي - (ج 4 / ص 406) ، « ښځه ټوله عورت دي » او امام ابو داود د ﺃ م سلمة t په روايت سره حديث نقل کړى ، چه هغى د رسول الله r نه د هغى زنانه په باره کښى تپوس وکړه ، چه په غير د پرتوګ نه په کميس او لوپټه کښى لمونځ کوى ، نو رسول الله r وفرمائل : « إِذَا كَانَ الدِّرْعُ سَابِغًا يُغَطِّي ظُهُورَ قَدَمَيْهَا » سنن أبي داود - (ج 2 / ص 273)
، چه کله لوپټه غټه وى چه د خپو ظاهرى طرف پټوى ( نو بيا په هغى کښى لمونځ کولى شى ) ... » حافظ بن حجر رحمه الله فرمائى : د جرح او تعديل امامانو دا حديث موقوف بللى دي په ام سلمة رضى الله عنها باندى . او که چيرته د ښځى په خوا کښى پردى سړى موجود وى نو بيا به مخ او لاسونه هم پټوى .
٭ ٭ ٭ ٭
(١١) سوال : کله چه يوه ښځه د مازديګر او يا د ماخوستن په وقت کښى ، د حيض نه پاکه شى نو آيا د دغى وختى لمانځه سره به د ماسپښين او ماښام لمونځونه کوى ، له دى امله چه د ضرورت په وخت کښى د ماسپښين او مازديګر لمونځونه په يو ځاى باندى ادا کيداى شى ، او همدا راز د ماښام او ماخوستن لمونځونه ؟
جواب : کله چه يوه ښځه د مازديګر په وقت کښى د حيض او نفاس نه پاکه شى ، نو راجح او صحيح قول د علماء و دا دى چه په دى زنانه باندى د ماسپښين او مازديګر دواړه لمونځونه واجب او لازم دى ، ځکه چه د معذورو خلکو په حق کښى د دى دواړو لمونځونو وقت يو دى ، لکه مريض او مسافر شوه ، او دا ښځه هم په سبب د تاخير د طهر او پاکوالى معذوره ده .
او همدا راز که چيرته د ماخوستن په وخت کښى پاکه شى نو په هغى باندى د ماښام او ماخوستن دواړه لمونځونه فرض او لازم دى ، او په دى باندى ځنو صحابه کرامو هم فتوى ورکړيده .
(١٢) سوال : په هغى جمات کښى د لمانځه څه حکم دى چه هغى کښى ، او يا د هغى په ساحه کښى ، او يا ئى د قبلى طرف ته قبر موجود وى ؟
جواب : چه کله په يو جمات کښى قبر موجود وى نو په هغى کښى لمونځ کول جايز ندى ، برابره خبره ده که قبر د لمونځ کونکو شاته وى او که مخى ته ، او که ښى طرف ته وى او که چپ طرف ته وى ، ځکه چه رسول الله r فرمائى : « لَعَنَ اللَّهُ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ » ، الله تعالى دى په يهوديانو او نصاراو و باندى لعنت وکړى چه د خپلو پيغمبرانو د قبرونو نه ئى جماتونه جوړ کړى ؤ » متفق عليه مسند أحمد - (ج 4 / ص 318)
. او همدا راز رسول الله r فرمائى : « أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 127) ، خبردار يقينا هغه خلک چه ستاسو نه مخکى تير شوى ؤ ، هغوى به د خپلو پيغمبرانو ، او د نيکانو خلکو د قبرونو نه جماتونه جوړول ، خبردار پس تاسو د قبرونو نه جماتونه مه جوړوۍ ، پس يقينا زه تاسو د دغى کارنه منع کوم » د دى حديث روايت امام مسلم کړيدي .
او بل دا چه د قبر په خوا کښى لمونځ کول د شرک لپاره يو سبب دى ، او د قبرونو والاو په شان کښى غلو او د خپل حد نه يو زياتى دى ، نو په دغو جماتونو کښى لمونځ نه کول واجب شو له دى امله چه په دغى دوو حديثونو باندى عمل راشى ، او د شرک لپاره يو سبب ونه ګرځى .
(١٣) سوال : ډير کارګران او مزدوران د ماسپښين او مازديګر لمونځونه شپى ته روسته کوى ، او علت ورله دا وايى چه دوى په کارونو باندى مشغوله دى ، او جامى ئى نجسى او پليتى دى ، نو تاسو دوى ته څه نصيحت او هدايات کوۍ ؟
جواب : د يو مسلمان سړى او ښځى لپاره د خپل وخت نه د فرضى لمونځونو روسته کول جايز نه دى ، بلکه په هر بالغ مسلمان او مسلمانى زنانه باندى دا واجب دى چه د خپل طاقت او وس مطابق په خپل وخت باندى لمونځ ادا کړى .
او د لمانځه د روسته کولو لپاره نه کار عذر کيداى شى ، او نه د جامو نجاست او ګندګى عذر کيداى شى . او د لمانځه په وختونو کى بايد کار ودرولى شى ، او په عامل او مزدور باندى دا واجب او فرض دى چه د لمانځه په وقت کښى بايد خپلى جامى د نجاست نه پريمنځى ، او يا نورى پاکښى جامى واغوندى .
او هر چه خيرى دى هغه د لمونځ کولو لپاره مانع نه شى کيداى ، په دى شرط چه دغه خيرى او چټلى نجسه او پليته نه وى ، او بل دا چه داسى بد بويه نه وى چه لمونځ کونکو ته ضرر رسوى .
او که چيرته دغه خيرى او چټلى نجس او پليت وى او يا لمونځ کونکو ته ضرر رسوى ، نو د هغى پريمنځل واجب او فرض دى ، او د يو معذور مسلمان لپاره لکه مريض او مسافر شوه دا جايز دى چه ماسپښين او مازديګر دوه لمونځونه په يو وخت باندى ادا کړى ، او همدا راز د ماښام او ماخوستن لمونځوه په يو وخت ادا کولاى شى . لکه څرنګ چه د رسول الله r نه په دى مسئله باندى ډير احاديث ثابت دى . او همداراز د باران د وريدو په وقت کى دوه لمونځونه په يو وقت باندى جايز دى .
٭ ٭ ٭ ٭
(١٤) سوال : هغه څوک چه د سلام ګرځولو نه روسته په خپلو جامو کښى ګندګى بيامومى ، نو ايا دغه سړى به دوباره لمونځ راګرځوى ؟
جواب : هغه څوک چه په داسى حال کښى لمونځ وکړى چه په بدن او يا جامو کښى ئى ګندګى موجوده وى ، ليکن ده ته د لمانځه نه روسته معلومه شوه نو د علماؤ د صحيح او راجح قول موافق د دغى سړى لمونځ صحيح دى .
او همدا رنګ که مخکى ورته دغه نجاست او پليتى معلومه وه ، او بيا ترى د لمانځه په وقت کښى هير شى ، او ده ته بيا د لمانځه نه روسته ورپه ياد شى ، نو لمونځ ئى صحيح دى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ﴾ سورة البقرة (٢٨٦) ، أى الله ته مونږ مه نيسه که چيرته زمونږ نه هيرشى او يا خطا شوه .
نو الله رب العالمين د دي په جواب کښى وفرمائل : دغه کار مى وکړه ، لکه څرنګ چه په صحيح حديث کى راغلى ، او بل دا چه رسول الله r يو ځل لمونځ وکړه ، او د هغه په پڼو کښى ګندګى وه ، نو جبرائيل عليه السلام په هغى باندى خبر کړه ، نو رسول الله r پڼى وويستلى او خپل لمانځه ته ئى دوام ورکړه او د وباره ئى لمونځ د سره نه کړه . او که څوک په هيره سره د بى اودسى په حال کښى لمونځ وکړى ، نو د ټولو اهل علمو په اتفاق سره به د لمانځه اعاده کوى .
ځکه چه رسول الله r فرمايى : « لَا تُقْبَلُ صَلَاةٌ بِغَيْرِ طُهُورٍ وَلَا صَدَقَةٌ مِنْ غُلُولٍ » صحيح مسلم - (ج 2 / ص 5) ، الله تعالى په غير د اوداسه نه لمونځ نه قبلوى ، او نه حرامه صدقة قبلوى » د دى حديث روايت امام مسلم کړى دى . او همدا راز رسول الله r فرمائى : « لَا تُقْبَلُ صَلَاةُ أَحَدِكُمْ إِذَا أَحْدَثَ حَتَّى يَتَوَضَّأَ » صحيح مسلم - (ج 2 / ص 6) ، په تاسوکښى د يو کس لمونځ نه قبليږى کله چه بى اودسه شى تر څو پورى ئى چه اودس نه وى کړى» دا حديث متفق عليه دى .
٭ ٭ ٭ ٭
(١٥) سوال : ډير خلک په اوسنۍ زمانه کښى په لمانځه کښى سستى کوى ، اوځنى خلک ئى په قطعى طور نه کوى ، پس د دى خلکو څه حکم دى ؟ او په مسلمان باندى د دوى په هکله څه کول واجب او لازم دى ، او خاصکر د دوى په خپلوانو باندى لکه پلار زوى ښځه ، او يا نور خپلوان شو ؟
جواب : په لمانځه کى سستى کول ډير لوى جرم او منکر کار دى ، او د منافقانو علامه نښه او صفت دى ، الله تعالى فرمائى : ﴿ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلا قَلِيلا ﴾ سورة النساء (١٤٢) ، يقينا منافقان دوکه کوى د الله تعالى سره ، او هغه ورله د هغى بدله ورکوى ، او کله چه دوى لمانځه ته پورته کيږى نو پورته کيږى دوى په داسى حال کښى چه سست او ناراسته وى ، او ځان ښائى خلکو ته او نه يادوى دوى الله تعالى مګر لږ .
او الله تعالى فرمائى : ﴿ وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى وَلَا يُنْفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ ﴾ سورة التوبة (٥٤)، او ندى منع کړى دوى لره ، د قبليدلو د صدقو د دوى نه مګر دى خبرى چه دوى کفر کړى په الله تعالى او د هغه په پيغمبر r باندى ، او دوى لمانځه ته نه راځى مګر په داسى حال کښى چه دوى سست او ناراسته وى ، او دوى انفاق نه کوى مګر په داسى حال کښى چه دوى بد ګڼى هغى لره .
او رسول الله r فرمائي : « أَثْقَلُ الصَّلَاةِ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا » ، ډير ګران لمونځ په منافقانو باندى د ماخوستن او سهار لمونځ دى ، او که چيرته دوى ته هغه اجر او ثواب معلوم وى چه په دغى لمونځونو کښى دى نو دوى به خامخا راغلى وى هغى ته اګر که په خاپوړى باندى هم وى » دا حديث متفق عليه دى .
پس په هر مسلمان او مسلمانى زنانه باندى دا فرض او لازم دى ، چه د پنځه لمونځونو حفاظت وکړى ، او په خپلو وختونو باندى ئى ادا کړى ، او په اطمنان ، مينه ، خشوع ، او د زړه په توجه سره ئى ادا کړى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴾ سورة المؤمنون ( ١-٢) ، په تحقيق سره کامياب دى مؤمنان ، هغه کسان چه په خپلو لمونځونو کښى عاجزى کونکى وى .
او لکه څرنګ چه د رسول الله r نه ثابت شوى ، چه هغى په يو صحراوى صحابى باندى لمونځ دوباره وکړه ، ځکه چه هغه به پکښى اطمنان سکون او عاجزى نه کوله .
او د نارينولپاره ضرورى او لازم دى ، چه د الله تعالى په کورونو او جماتونو کښى ، په جماعت سره د لمانځه پابندى وکړى ، ځکه چه رسول الله r فرمائى : « مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يَأْتِهِ فَلَا صَلَاةَ لَهُ إِلَّا مِنْ عُذْرٍ» سنن ابن ماجه - (ج 3 / ص 14) سنن الدارقطني - (ج 4 / ص 280) ، چا چه اذان واوريده او هغه لمانځه ته حاضر نه شى پس د ده لمونځ صحيح نه دى مګر په عذر سره . د دى حديث روايت ابن ماجة الدارقطني ابن حبان ، او حاکم کړيدى ، په صحيح سند سره .
عبد الله بن عباس t ته وويل شوه ، چه عذر څه شى دى ، نو هغه وفرمايل : ويره او مرض ، او په صحيح مسلم کښى حديث دى ، د ابوهريرة t په روايت سره چه هغه د رسول الله r نه روايت کوى ، چه هغى ته يو ړوند سړى راغى ، نو هغه وويل : أى رسول الله زما لپاره څوک لار ښودونکى نشته چه ما جمات ته ورسوى ، پس زما لپاره دا اجازت شته چه زه په کور کښى لمونځ وکړم ؟ نو رسول الله r اول اجازت ور کړه ليکن بيا ئى راوغوښته او تپوس ئى ترى وکړه :
« هَلْ تَسْمَعُ النِّدَاءَ بِالصَّلَاةِ قَالَ نَعَمْ قَالَ فَأَجِبْ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 384) ، چه ته اذان اورى هغى وفرمايل هو نو رسول الله r ورته وفرمايل چه جواب ورکړه ». او په بخارى او مسلم کښى بل حديث راغلى د ابوهريرة t په روايت سره ، چه د رسول الله r نه نقل کوى چه هغه فرمايلى : « لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ » ، زما دا اراده او قصد دى ، چه د لمانځه په اودريدلو باندى حکم وکړم ، او بيا يو سړى ته حکم وکړم چه د خلکو لپاره امامت وکړى ، او بيا د ځان سره داسى کسان بوځم چه د هغوى سره د لرګو بارونه وى ، هغه خلکوته چه لمانځه ته نه حاضريږى ، چه هغوى باندى کورونه وسوزوم » .
او دا صحيح احاديث پدى دلالت کوى چه د نارينه و لپاره د جمع لمونځ د اهم او ضرورى واجباتو او فرضونو څخه دى ، او چه څوک ترى پاتي کيږى نو هغه د سختى سزا مستحق دى .
او د الله تعالى نه سوال کوو چه د ټولو مسلمانانو حالات اصلاح کړى ، او د هغه څه توفيق ورکړى چه الله تعالى پرى راضي کيږى .
او هر چه په کلى توګه د لمانځه پريخودل او ترکول دى ، پس دا لوى کفر دى ، اګر چه د فرضيت نه ئى منکرهم نه وى ، کوم چه صحيح قول د علماؤ دى ، نارينه او زنانه په دى حکم کښى برابر دى . ځکه چه رسول الله r فرمائى : « إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 228) د سړي او د کفر او شرک په مابين کښى ( فاصله ) د لمانځه ترکول او پريخودل دى » د حديث روايت مسلم کړيدى .
او همدا راز رسول الله r فرمائى : « الْعَهْدُ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ الصَّلَاةُ فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ» ، زمونږ او د هغوي په مابين کښى عهد لمونځ دي چا چه لمونځ ترک کړه نو هغه کفر وکړه » د دى حديث روايت امام احمد ، ابوداود ، ترمذي ، نسائي ، او ابن ماجة کړى دى په صحيح سند سره .
او څوک چه د لمانځه د فرضيت نه انکار وکړى نو هغه په اجماع د امت سره لوى کفر وکړه اګر که لمونځ هم وکړى .
پس مونږ د خپل ځان او بيا د ټولو مسلمانانو لپاره د دغى لوئى ګناه نه عافيت او سلامتيا غواړو .
په ټولو مسلمانانو دا فرض دى چه يو بل ته په نيکو کارونو باندى نصيحت وکړى ، او په نيکو کارونو او تقوا کښى د يو بل سره مرسته وکړى ، او خاصکر هغه چاته چه د جمعى لمونځ ترکوى او يا بالکل لمونځ نه کوى ، او د الله تعالى د سخت عذاب نه ورته ويره ورکړى .
او د ده په مور پلار او په نورو خپلوانوباندى دا لازم دى چه په دوامداره توګه ورته نصيحت وکړى ، تر څو چه الله ورته هدايت نصيب کړى او په سمه لار روان شى .
او همدا رنګ هغه زنانه چه لمونځ ترکوى نو هغوى ته هم نصيحت کول ضرورى دى ، او د الله د غضب او قهر نه ئى بايد وويروى ، او چه څوک نصيحت نه قبلوى بايد د هغوى سره مقاطعه وشى او اړيکى ورسره پريخودل شى ، او د خپل قدرت موافق ورته بايد سزا ورکړى .
ځکه چه دا ټول په امر بالمعروف او نهى عن المنکر کښى داخل دى ، کوم چه الله تعالى په خپلو بندګانو باندى فرض کړيدى ، الله تعالى فرمائى : ﴿ وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴾ سورة التوبة ( ٧١) ، او مومنان سړى او مؤمنانى زنانه ځنى د ځنو دوستان دى ، دوى امر کوى په نيکۍ سره او خلک بندوى د ناروا نه ، او پابندى کوى د لمانځه ، او زکاة ورکوى ، او تابعدارى کوى د الله او د هغه د پيغمبر ، همدغه کسان زر دى چه رحم به وکړى په دوى باندى الله ، يقينا الله تعالى زورور او حکمتونو والا دى .
او رسول الله r فرمائى : « مُرُوا صِبْيَانَكُمْ بِالصَّلاَةِ لِسَبْعٍ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا لِعَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِى الْمَضَاجِعِ » سنن الدارقطني - (ج 2 / ص 481) ، « خپل اولاد ته په اوه کلنۍ کښى د لمانځه حکم وکړۍ ، او په لمانځه باندى ئى په لس کلنۍ کښى و وهۍ ، او او جدا والى راولۍ د هغوى د پريوتلو په ځايونو کښى » .
چه کله هلکانو او جنکوته په اوه کلنۍ کښى د لمانځه حکم کيداى شى ، او په لس کلنۍ کښى پرى وهلى کيداى شى ، نو بالغه خو د لمانځه په ترک سره په طريق اولى سره بايد ووهلى شى او بايد نصيحت ورته هم وشى .
او دوي ته بايد په حق سره نصيحت او وصيت وشى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3) ﴾ سورة العصر ( ١-٣) ، زما دى قسم وي په مازديګر باندى ، يقينا چه ټول انسانان په تاوان کښى دى ، مګر هغه کسان چه ايمان ئى راوړى ، او عملونه کوى نيک ، يوبل ته وصيت کوى په حق باندى ، او يو بل ته وصيت کوى په صبر کولو سره .
او څوک چه د ځوانۍ نه روسته لمونځ ترکوى ، او نصيحت هم نه قبلوى ، بايد شرعى محکمو ته د هغى اطلاع ورکړى شى ، چه دغه محکمى ترى د توبى طلب وکړى که چيرته توبه اوباسى نو خلاص به شى ، او که توبه نه کړى نو بيا به وژلى کيږى ، د الله تعالى نه سوال کوو چه د مسلمانانو حالات اصلاح کړى ، او په خپل دين کښى ورته پوهه نصيب کړى ، او په نيکيو کښى ورته د يو بل سره تعاون نصيب کړى .
٭ ٭ ٭
(١٦ ) سوال : ځنى خلک د موټرو د حادثو او ټکر کيد و له امله د څو ورځو لپاره مسلسل د دماغو د خرابيدو او يا د بى هوشۍ سره مخامخ کيږى . نو ايا په دغى کسانو باندي کله چه په هوش کښى راشى د لمانځه قضائى واجب ده او که نه ؟
جواب : که چيرته دغه بى هوشى لږه زمانه وى لکه درى ورځى او يا د هغى نه کم ، نو بيا پرى قضائى راوړل واجب دى ، ځکه چه بى هوشى په دغه زمانه کښى د خوب په شان ده ، نو هغه د قضائى راوړلو مانع نه واقع کيږى ، او دځنو َصحابه کرامو نه نقل شوى ، چه هغوى د درى ورځو نه لږه موده بى هوشه شوى ؤ نو د هغى قضائى ئى بيا وکړه .
آو که چيرته د بى هوشۍ موده د درى ورځو نه زياته وى نو بيا پرى قضائى نشته ، لکه څرنګ چه رسول الله r فرمائى : « رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلَاثَةٍ عَنْ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ وَعَنْ الصَّغِيرِ حَتَّى يَكْبَرَ وَعَنْ الْمَجْنُونِ حَتَّى يَعْقِلَ أَوْ يُفِيقَ » سنن ابن ماجه - (ج 6 / ص 212) ، درى کسان دى چه د ملامتيا قلم ترى پورته کړى شوى دى ، اوده انسان چه تر څو پورى بيدار شوى نه وى ، او وړوکى او کوچنى ، چه تر څو پورى بالغه شوى نه وى ، او ليونى چه تر څو پورى په حال شوى نه وى » او د هغه بى هوشه انسان مثال په دغى موده کښى د ليونى په شان دى ، ځکه چه عقل د دواړو نه زايله شوى دى . او الله تعالى توفيق ورکونکى دى .
٭ ٭ ٭ ٭
(١٧) سوال : ډير مريضان په لمونځونو کښى سستى کوى ، او وائى چه کله زه روغ شوم نو بيا به د لمانځه قضائى راوړم ، او ځنى دا عذر پيش کوى چه زه خو د اودس کولو او د صفائى کولو توان نه لرم نو زه څرنګ لمونځ وکړم ، نو تاسو دغه قسم خلکو ته څه هدايات او نصيحت کوۍ ؟
جواب : تر څو پورى چه په انسان کښى عقل موجود وى ، نو دغه مرض د لمانځه کولو لپاره مانع نه شى کيداى ، په دى عذر چه زه د اودس او طهارت طاقت او توان نه لرم ، بلکه په انسان باندى دا فرض او واجب دى چه د خپل توان او طاقت موافق لمونځ وکړى ، او که طاقت ئى وى نو په اوبو باندى خپل ځان پاک کړى ، او که چيرته د اوبو د استعمالولو طاقت او توان ئى نه وى نو بيا به تيمم کوى او لمونځ به پرى کوى ، ليکن په دغى انسان باندى دا لازم دى چه د لمانځه په وقت کښى د خپل بدن او جامو نه نجاست او پليتى پريمنځى ، او يا پاکى جامى واغوندى ، او که چيرته د نجاست د پريمنځلو او يا د پاکو جامو د پيداکولو نه عاجزه شى ، د ده نه دغه صفائى کول ساقطيږى او په دغه حالت کښى دى لمونځ وکړى ، لکه څرنګ چه الله تعالى فرمائى : ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ﴾ سورة التغابن ( ٦) ، و ويريږۍ د الله تعالى نه څومره مو چه طاقت وى .
او رسول الله r فرمائى :« وَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِأَمْرٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ » متفق عليه صحيح البخاري - (ج 22 / ص 255) ، کله چه زه تاسو ته په يو څه باندى حکم وکړم نو تاسو په هغى باندى د خپل طاقت موافق عمل وکړۍ » . دا حديث متفق عليه دى .
او همدارنګ رسول الله r عمران بن حصين ته فرمائى کله چه ئى رسول الله r ته د مرض شکايت وکړه : « صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ » صحيح البخاري - (ج 4 / ص 273) « په ولاړه باندى لمونځ کوه که طاقت دى نه وى نو په ناسته باندى لمونځ کوه ، او که طاقت دى نه وى ، نو په ډډه باندى لمونځ کوه » . د دي حديث روايت امام بخاري کړى ، او امام نسائي هم په صحيح سند سره دا حديث نقل کړى، او نسائي دا زيادت کوى : که په ناسته دى طاقت نه وى نو په پريوتو ئى کوه
٭ ٭ ٭ ٭
(١٨) سوال : کله چه يو انسان فرضى لمونځ قصدا پريږدى ، او بيا ورته الله د توبى توفيق نصيب کړى ، نو آيا د دغى لمانځه قضائى به راوړى او که نا ، برابره خبره ده که يو لمونځ وى او يا زيات وى؟
جواب : په ده باندى د عالمانو د صحيح او راجح قول موافق د هغى لمونځونو قضائى واجبه نه ده ، کوم ئى چه قصدا پريښى دى ، ځکه چه د لمانځه پريښودل قصدا انسان د اسلام نه محروموى ، او کفر ته پرى رسيږى ، او په کافر باندى د لمانځه قضائى نشته ، او دليل ورباندى د رسول الله r دا حديث مبارک دى چه فرمائى : « إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 228) « د سړى او د کفر او شرک په مابين کښى د لمانځه پريښودل دى » د دى حديث روايت مسلم کړى دى ، د جابر رضى الله عنه په روايت سره .
او همدا راز رسول الله r فرمائى : « الْعَهْدُ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ الصَّلَاةُ فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ» ، « زمونږ او د دوي په مينځ کښى عهد لمونځ دى چا چه لمونځ ترک کړه نو کفر ئى وکړه » د دي حديث روايت امام احمد او اهل سننو کړى په صحيح سند سره ، د بريدة بن الحصيب t په روايت سره .
او بل دا چه رسول الله r هغى خلکو ته چه په ابتداء کښى کافر ؤ او بيا ئى اسلام راوړه ، د لمانځه په قِضائى سره حکم نه و کړى ، او همدا راز د رسول الله rصحابه کرامو، هغه مرتدو خلکو ته چه بيرته اسلام ته راغله د لمانځه د قضائى حکم نه و کړى ، او که څوک قصدا لمونځ ترک کړى او د لمانځه د فرضيت نه منکر نه وى ، او بيا ئى قضائى راوړى نو څه پروا نه کوى ، له دى امله چه د اختلاف نه پرى انسان بچ شى ، ځکه چه د ځنو عالمانو نظر دا دى چه د لمونځ په پريښودو انسان نه کافر کيږى او دا د جمهورو اهل علمو وينا ده . والله ولي التوفيق .