المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : تحفة الإخوان بأجوبة تتعلق بأرکان الإسلام (بشتو) الفتاوى المتعلقة بالعقيدة- ترجمة الشيخ أبی الطيب محمد نعيم


أبو زكريا
_17 _May _2013هـ الموافق 17-05-2013م, 05:47 PM
بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله الذي خلق الثقلين لعبادته ، وأرسل الرسل بذلک عليهم الصلاة والسلام ، وبين في کتابه العزيز وسنة رسوله الأمين ، تفاصيل هذه العبادة التي خلقوا لها ، وأوجب على العباد ٲداء ما فرض عليهم منها ، وترک ما حرم عليهم ، عن إخلاص له سبحانه ورغبة ورهبة ، و وعدهم على ذلک الأجر العظيم ، والنعيم المقيم في دار الکرامة ، وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريک له ، وأن محمدا عبده ورسوله ، وخليله صلى الله عليه وسلم وآله وصحبه ﺃجمعين .
ﺃما بعد دا دهغو سوالونو اهم او ضرورى جوابونه دى ، چه کوم د عقيدى ، لمانځه ، زکاة ، روژى ، او حج سره ارتباط او تعلق لرى ، چه ما د هغى را جمع کول په يو کتاب کښى له دى امله مناسب وگڼل ، چه هر مسلمان ورته د ضرورت په وخت کښى ، په اسانتيا سره مراجعه وکړى ، او فايده ترى واخلى ، او نوم مى ورله ( تحفة الإخوان بأجوبة تتعلق بأرکان الإسلام ) کيښوده او الله ته دا سوال کوم ، چه په دى کتاب سره مسلمانانو ته فايده ورسوى ، او هغى چاته دو چنده بدله ورکړى ، چه د کتاب په خپرولو کښى برخه اخلى ، او هغو خلکو ته يى رسوى چه فايده ترى اخلى ، او بيشکه الله پاک د سخا او کرم والا ذات دى .
وصلى الله على نبينا محمد واله وصحبه .
د عقيدوى مسئلو برخه:
(١) سوال : په ځنى اسلامى ډلو او ټولنو کښى ، ډيرى غلطيانى او خطاگانى وجود او شهرت لرى ، چه ځنى د قبرونو په خوا کښى واقع کيږى ، او ځنى د قسمونو نذرونو او شکرانو سره تعلق لرى ، او په شرعى حيثيت سره دغه غلطيانى او خطاګانى د يوبل سره توفير او اختلاف لرى ، ځکه ځنى پکښى د شرک له جملى څخه دى ، چه انسان د اسلامى ملت څخه محروموى ، او ځنى پکښى د هغى نه په ګناه کښى په لاندى درجه کښى دى ، نو دا به ډيره ښه وى که تاسو لوړ مقام مهربانى وکړۍ ، او د دغو مسئلو په شرعى حکم باندى رڼا واچوۍ ، او وضاحت يى وکړۍ او يا عامو مسلمانانو ته تاسو په دى خاطر نصيحت وکړۍ چه و ويريږى ، او دغه غلطيانى معمولى ونه ګڼى ، او په هغى کښى بى پروائى ونه کړى ؟
جواب : الحمد لله ، وصلى الله وسلم على رسوله وعلى آله واصحابه ومن اهتدى بهداه أما بعد :
بيشکه په ډيرو خلکو باندى روا او مشروع کارونه دشرکيا تو او هغى بدعاتو سره چه د قبرونه سره تعلق لرى مشتبه او ګډ وډ شوى دي، لکه څرنګ چه ډير خلک د ناپوهۍ له امله ، په لوى شرک او ړوند تقليد ( تقليد اعمى ) کښى واقع شو يدى .
نو د هر ځاى په عالمانو دا خبره لازم او ضرورى ده ، چه خلکو ته د خپل دين وضاحت وکړى ، او د توحيد او شرک حقيقت ورته ښکاره کړى .
لکه څرنگ چه پرى دا خبره واجب ده ، چه خلکو ته د شرک سببونه وسيلى ، او د بدعاتو هغه قسمونه بيان او ښکاره کړى ، چه کوم د دوى په مينځ کښى رواج او شهرت لرى ، تر څو چه خلک ترى ځان وساتى ، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُمُونَهُ{ سورة آل عمران (١٨٧) ، او هغه وخت چه واخيست الله پوخ لوظ له هغو کسانو ځنى ، چه ور کړى شوى ؤ ، دوى ته کتاب چه خا مخا به بيانوى تاسى دا کتاب خلکو ته او نه به يى پټوئ .
او همدا راز الله تعالى فرمائى : } ا ِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ * إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ { سورة البقرة ( ١٥٩ - ١٦٠ ) ترجمة : بيشکه هغه کسان چه پټوى هغه څه ، چه نازل کړى دى مونږ ښکاره دليلونه او هدايت ، پس له هغى نه ، چه بيان کړى دى مونږ هغه د خلکو لپاره په کتاب کښى ، دغه کسان لرى کړى الله له خپل رحمت څخه ، او لعنت وايى په دوى باندى لعنت ويونکى ، مگر هغه کسان چه توبه اوباسى او خپل عملونه نيک کړى ، او بيان د حق وکړى ، نو دغه کسان مهربانى به وکړم زه په دوى باندى ، او زه ښه توبه قبلونکى او رحم کونکى يم .
او نبى صلى الله عليه وسلم فرمايى : « مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ » رواه مسلم في صحيحه (ج 9 / ص 486). څوک چه چاته د نيکئ ښودنه وکړى ، د هغى لپاره په مثل د کونکى د نيکۍ اجر او ثواب دى .
او همدارنگ نبى r فرمايى : « مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنْ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا » رواه مسلم في صحيحه - (ج 13 / ص 164) ، څوک چه هدايت طرف ته بلنه ورکړى ، وى به ده لپاره ثواب په شان د ثوابونو د هغه چا چه د ده تابعدارى يى کړى وى ، او نه به کموى دغه د دوى د ثوابونو نه هيڅ شى ، او څوک چه گمراهئ طرف ته بلنه ورکړى ، وى به په ده باندى گناه ، په شان د گناهونو د هغه چا چه د ده تابعدارى ئى کړيده ، او نه به کموى دغه د گناهونو د تابعدارو نه هيڅ شى . امام مسلم د دي حديث روايت کړيدى . او د بخاري او مسلم حديث دى ، چه حضرت معاويه رضي الله عنه د نبي r نه روايت کوى ، چه رسول الله r فرمايى : « مَنْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ » صحيح البخاري - (ج 10 / ص 358) صحيح مسلم - (ج 5 / ص 239)
چاته چه الله تعالى د خير اراده وکړى هغه ته پوهه ورکړي په دين کښى .
او ډير اياتونه او حديثونه شته دى ، چه په هغى کښى د علم خپرولو ته دعوت ورکړى شوى ، او هم پکښى خلکو ته د علم خپرولو ته ترغيب ورکړى شوى ، او دعلم د پټولو او مخ اړولو نه پکښى ويره ورکړى شويده .
او هر چه هغه مختلف قسمه شرک او بدعت چه په ډيرو ملکونو کښى د قبرونو په خوا کښى واقع کيږى ، هغه يوه ښکاره خبره ده ، او ډير لايقه ده چه خاص اهميت ورته ورکړى شى ، او پوره وضاحت ئى وشى ، او خلک ترى بايد ويرول شى ، د دغى شرک نه ځنى د مړو رابلل دى ، او دهغوى نه د کومک غوښتل ، اويا ترى د بيمارانو د علاج طلب کول ، په دښمنانو باندى غلبه طلب کول ، او يا د دى په شان نور کارونه ، نو دا ټول هغه لوى شرک دى چه د جاهليت په زمانه کښى ئى شهرت درلوده ، الله تعالى فرمائى : }يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ { سورة البقرة (٢١) . ، أي خلکو عبادت وکړئ درب خپل هغه ذات چه پيدا کړى يى تاسى ، او هغه کسان چه وو پخوا له تاسى څخه دى لپاره چه تاسى و ويريږۍ ( د الله نه ) . او الله تعالى فرمائى : } وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإنْسَ إِلا لِيَعْبُدُونِ{ سورة الذاريات (٥٦) ، ما ندى پيدا کړى پيريان او انسانان مگر دى لپاره چه عبادت وکړي زما . او همدا راز الله تعالى فرمايي : } وَقَضَى رَبُّكَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ { سورة [٢٣] ترجمة : او حکم کړيدى رب ستا چه عبادت مه کوۍ تاسى ( د بل هيڅ چا ) مگر د همدغه الله .
او الله تعالى فرمايى : } وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ { سورة البينة [٥] ترجمة : او امر نه ؤشوى دوى ته مگر د دى چه عبادت وکړى دوى د الله په داسى حال کښى چه خالص کو نکى وى دين الله لره ، حال دا چه راگرځيدونکى وى ، له باطله حق ته . او پدى معنى باندى نور هم ډير آياتونه شته دى . او هغه عبادت چه الله د هغى لپاره انسانان او پيريان پيدا کړى ، او په هغى يى مخلوقاتو ته امر کړى ، هغه د الله جل شانه وحدانيت او توحيد دى ، اود الله تعالى لپاره د ټولو هغو عبادتونو خاص کول دى چه الله پرى امر کړى ، لکه لمونځ ، روژه ، زکاة ، حج ، او يا قربانى ، منخته او شکرانه ، او يا د عبادت نور قسمونه ، لکه څرنگ چه الله جل شانه فرمايى } قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ @ لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ { سورة الانعام [١٦٢] . ، ووايه أى (محد صلى الله عليه وسلم ) دوى ته بيشکه لمونځ زما او قربانى زما ژوند او مرگ زما خاص الله لره دى ، چه رب د ټولو مخلوقاتو دى ، نشته هيڅ شريک هغى لره ، او په دغه ( توحيد ) حکم کړى شويدى ماته او زه اول د مسلمانانو نه يم .
او نسک عبادت ته وايى او د دغى عبادت ځنى قسمونه قربانى ده لکه څرنگ چه الله تعالى فرمايى : } إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (1) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (2) { سورة الکوثر [١،2] ، بيشکه مونږ درکړيدى تاته کوثر ( ډير خير او يا نهر په جنت کښى ) ، نو لمونځ کوه د پاره د رب خپل او قربانى کوه .
او نبى صلى الله عليه وسلم فرمائى : « لَعَنَ اللَّهُ مَنْ ذَبَحَ لِغَيْرِ اللَّهِ » صحيح مسلم - (ج 10 / ص 175) دالله لعنت دى وى په هغه چا چه د مخلوق لپاره قربانى کوى . دا حديث په صحيح مسلم کښى دى ، د حضرت علي رضي الله عنه په روايت سره .
او الله جل شانه فرمائى :} وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا { سورة الجن [ ١٨ ] ترجمة : او بيشکه جماتونه د الله لپاره دى نومه رابلئ د الله سره بل هيڅوک .
او همدار راز فرمائى : } وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ * { سورة مؤمنون [١١٧] ترجمة : او هر څوک چه رابلى له الله سره بل خداى ، چه نه وى هيڅ دليل ده لپاره په دغى (عبادت د غير الله ) باندى ، بيشکه وى به حساب ( جزاء ) د ده په نزد د رب د ده ، او بيشکه شان دا دى چه برى نه مومى کافران .
او همدا راز الله تعالى تعالى فرمائى : } ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ * إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ * { سورة فاطر ( ١2،١3 ) ، دغه صفتونو والا الله دى رب ستاسى خاص ، ده لپاره ده باد شاهى او هغه ( باطل خدايان ) چه رابلى ئى تاسو په غير له دغه الله نه ، ندى واکداران دوى د نرۍ پردى د کجورى . که تاسى رابلئ هغى لره نه اورى بلنه ستاسو او که ( بالفرض والتقدير ) وائى ورى نو نه شى در کولى تاسوته جواب ستاسى او په ورځ د قيامت به منکران شى دوى په شرک ستاسو له الله سره .
نو الله جل شانه په دى اياتونو کښى دا خبره واضحه کړه : چه د مخلوق لپاره لمونځ قربانى ، او رابلل د مړو ، بتانو ، ونو او کاڼو ، دا ټول د الله تعالى سره شرک دى ، او په الله باندى کفر دى .
او دا خبره هم هر چاته ښکاره او په ډاگه شوه ، چه ټول هغه مخلوقات چه خلک ئى ماسوى د الله تعالى نه رابلى ، که انبياء عليهم السلام دى ، او که ملايکى دى او که اولياء دى ، او که پيريان يا بتان دى ، او يا غير د دى نه بل مخلوق وى ، دوى د خپلو رابلونکو لپاره د فائدى او د ضرر واکداران نه دى .
او ماسوى دالله تعالى نه د دوى رابلل شرک او کفر دى ، لکه څرنگ چه ئى دا خبره هم واضحه او ښکاره کړه ، چه دغه مخلوق د خپلو رابلونکو اواز او رابلل نه اورى ، او بالفرض والتقدير که وائى ورى نو دوى ته جواب نه شى ورکولى .
نو په ټول مکلف مخلوق پيريانو او انسانانو باندى دا خبره واجب ده ، چه د دغى شرک نه خپل ځان هم وساتى ، او نور خلک ترى هم ويروى ، او د دغى شرک باطلوالى ورته بيان کړى ، چه دغه کار دهغى دعوت او توحيد سره ټکراو لرى ، چه کوم انبياء عليهم الصلاة والسلام راوړى دى ، او هم دا راز د الله لپاره د عبادت خالص کولو سره مخالفت لرى ، لکه څرنک چه الله تعالى فرمائى : } وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ { سورة النحل [٣٦ ] ترجمة : خا مخا ليږلى ؤ مونږ په هر أمت کښى يو رسول چه عبادت کوۍ د يو الله او ځان وساتي تاسو له باطلو معبودانو نه . او همدا راز الله تعالى فرمائى : } وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ { سورة الانبياء [٢٥] ترجمة : او نه ؤ ليږلي مونږ پخوا له تا څخه رسول ، مگر وحى به کوله مونږ هغه ته چه بيشکه شان دا دى چه نشته برحق معبود مگر زه يم نو بندگى کوۍ تاسى يواځى زما . او نبي r په مکه مکرمه کښى د يار لس کاله تير کړه ، چه خلک ئى پکښى الله طرف ته رابلل ، او د شرک نه يى ويرول ، او د لا إله إلا الله معنى ئى خلکوته بيانوله ، نو لږو کسانو د ده خبره ومنله ، او اکثرو خلکو د ده داطاعت او تابعدارى نه خپل ځان لوى وگڼه ، بيا نبي r مدينى منورى ته هجرت وکړه ، چه د مهاجرينو او انصارو په منځ کښى ئى د دعوت الى الله مسئله خپره کړه ، او د الله په لار کښى ئى جهاد ته ادامه ورکړه ، او د دونيا بادشاهانو او مشرانو ته ئى خطونه وليږل ، چه خپل دعوت او هغه طريقه ئى ورته واضح کړه ، چه دى پرى راغلى ؤ ، ده اود ده صحابه ؤ رضي الله عنهم په دغه لا رکښى کلک صبر وکړه ، تر دى چه د الله تعالى دين غالب شوه ، او خلک د الله تعالى په دين کښى ډلى ډلى داخليدل ، د الله تعالى وحدانيت خپور شه ، او په مکه او مدينه کښى بلکه په ټوله جزيرةالعرب کښى د ده په لاس ، او د نبي r نه روسته د صحابه ؤ په لاس شرک ختم شؤ ، بيا د ده صجابه کرامو الله تعالى طرف ته دعوت ته ادامه ورکړه ، اودالله تعالى د دين لپاره ئى شرقى او په غربى طرفونو د زمکى کښى ، جهاد قائم کړه تر دى چه الله تعالى په خپلو دښمنانو غالبه کړه ، او په زمکه کښى ئى ورته قوت ورکړه ، او د الله تعالى دين په ټولو دينونو غالبه شوه ، لکه څرنگ چه الله تعالى په خپل عظيم شان کتاب کښى ، د هغى وعده کړى وه ، لکه څرنگ چه الله فرمائى : } هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ { سورة توبة [ ٣٣، سورة الصف ٩] ، الله هغه ذات دى چه ليږلى ئى دى رسول خپل په هدايت سره او په دين حق سره ، د پاره د دى چه غالب کړى دغه دين په نورو د ينونو ټولو اگرکه بد ئى گڼى مشرکان .
ځنى بدعات او د شرک اسباب هغه دى :
چه خلک ئى د قبرونو په خوا کښى کوى لکه لمونځ ، د قرآن تلاوت ، اوپه قبرونو باندى ابادى او گنبدونه ( قبى ) جوړول ، ٲو دا کارونه ټول بدعت او ناروا دى ، او د لوى شرک لپاره وسيله ده ، له دى امله په صحيح حديث کښى د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه نقل شوى چه هغه فرمائى : « لَعَنَ اللَّهُ الْيَهُودَ اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ » الله دى په يهوديانو او عيسايانو باندى لعنت وکړى ځکه چه دوى به د خپلو انبياء عليهم السلام په قبرونو جماتونه جوړول . داحديث بخارى او مسلم نقل کړى ، د عائشى رضي الله عنها په روايت سره .
او په صحيح مسلم کښى د جندب بن عبد الله رضى الله عنه په روايت سره حديث راغلى چه هغه د نبى r نه روايت کوى ، چه هغه فرمائى : « أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 127)
خبر دار بيشکه هغه کسان چه ستاسى نه مخکى تير شوى ؤ هغوى به د خپلو پيغمبرانو او نيکانو خلکو په قبرونو جماتونه جوړول ، خبردار تاسو دقبرونو نه جماتونه مه جوړوۍ بيشکه زه تاسى له د غه کار نه منع کوم پيغمبر r په دغه پورتنيو دوه حديثونو کښى ، يا نور چه په معنى کښى د دغى حديثونو سره ورته والى لرى ، خپل امت ته وضاحت وکړه ، چه يهوديانو او عيسايانو به د پيغمبرانو عليهم السلام په قبرونو باندى جماتونو جوړول ، نو خپل امت ئى د دى نه ويروه چه د يهوديانو او عيسايانو سره په دغى کار کښى مشابهت ونه کړى ، او يا د قبرونو په خوا کښى په لمانځه ، چيله کيدو ، او د قرآن په لو ستلو کښى ، ځکه دغه ټول کارونه د شرک لپاره وسيله ده .
او د شرک ځنى وسيلى لکه په قبرونو باندى ابادى ، او گمبدى جوړول ، او يا پرى غلافونه او پردى اچول ، دغه ټول د شرک وسيلى دى ، او د قبرونو والا ؤ په حق کښى د حد نه تجاوز او مبالغه کول دى .
لکه څرنگ چه دغه کار د يهوديانو عيسايانو او په دى امت کښى د ناپوهه خلکو نه صادر شوى دى ، تر دى چه د قبرونو والاؤ عبادت ئى شروع کړه ، او د هغوى لپاره قربانى کوى ، مدد او نصرت ترى غواړى ، د هغوى په نامه منختى کوى ، او د بيمارانو علاج ترى طلب کوى ، او په خپلو د ښمنانو ترى غلبه غواړى .
لکه څرنگ چه دا کار هغه چاته معلوم دى ، چه د هغى لوى شرک نه واقفيت لرى ، چه کوم د حسين رضى الله عنه ، بدوى ، شيخ عبد القادر جيلاني ، او د ابن عربي يا د نورو خلکو د قبرونو په خواکښى واقع کيږى ، والله المستعان ولاحول ولا قوة ٳلا بالله .
او د رسول الله r نه په صحيح روايت سره نقل شوى ، چه هغه د قبرونو د پخولو ، او په قبرونو باندى د کيناستلو ، او په هغى باندى د ابادو د جوړولو ، او په قبرونو باندى د ليکولو نه منع کړى ، او دا د دى وجه نه چه د قبرونو پخول ، او يا پرى ابا دى جوړول د لوى شرک لپاره وسيله ده .
نو په ټولو مسلمانانو باندى که هغه د قدرت والا يعنى حاکمان وى او که رعيت وى ، دا واجب دى چه د دغى شرک او بدعاتو نه ځان وساتى ، او د هغى عالمانو نه چه د صحيح عقيدى خاوندان دى ، او د دى امت د سلفو صالحينو په منهج او لار باندى روان وى ، د دين په هغه مسئلو کښى تپوس وکړى ، چه ده ته پکښى مشکل واقع شويدى ، تر څو چه په بصيرت او پوهي سره د الله تعالى عبادت او بندگى وکړى ، او په دى آيت باندى عمل راشى چه الله تعالى فرمائى : } فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ { سورة انبياء ( ٧ ) ، نو پوښتنه وکړۍ د خاوندانو د علم نه که چيرته نه پوهيږۍ .
او د نبي r په دى وينا باندى چه فرمائى : « وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ » صحيح مسلم - (ج 13 / ص 212)
څوک چه په يوه لار باندى روان شى ، چه طلب کوى په هغى کښى علم ، الله به ورته د هغى په وجه د جنت لار اسانه کړى . او په دى وينا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم باندى : « مَنْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ » صحيح البخاري - (ج 1 / ص 126) چاته چه الله تعالى د خير اراده وکړى نو په دين کښى ورته پوهه ورکړى ، او دا خبره هر چاته ښکاره ده چه دا بنده گان عبث نه دى پيدا شوى ، بلکه د يو لوى حکمت ، او د يو شريف مقصد لپاره دوى پيدا شويدى ، چه هغه يواځى د الله تعالى بندگى ده ماسوى د ټول مخلوق نه ، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائي : } وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ {سورة ذاريات (٥٦) او ما ندى پيدا کړى پيريان او انسانان مگر لپاره د خپل عبادت .
او د دغى عبادت معرفت او پيژندلو ته بله لار نشته په غير ددينه چه انسان د الله تعالى په اسمانى کتاب اود نبي r په پاکو سنتو کښى په غور سره سوچ او تدبر وکړى ، او هغه عبادت وپيژندلى شى چه الله تعالى او پيغمبر r پرى حکم کړى دى ، او چه کله ورته ددغى عبادت په پيژندلو کښى مشکل پيښ شى نو د اهل علمو نه د هغى په هکله تپوس وکړى .
په دغه طريقى سره د الله تعالى چه پاک ذات دى هغه بندگى پيژندلى شى چه د هغى لپاره ئى بندگان پيداکړى دى ، او په هغه طريقه بايد د الله تعالى بندگي تر سره شي چه الله تعالى روا او مشروع کړيده ، او همد غه د الله تعالى د رضا او د هغى د عزت او کرامت حاصلولو لپاره ، او د هغه د غضب او عذاب نه د خلاصى لپاره يواځنى لاره ده ، الله تعالى دى مسلمانانو ته د هغه څه توفيق ورکړى چه الله پرى راضى کيږى ، او په دين کښى دى ورله پوهه ورکړى ، او الله دى په دوى کښى غوره کسان د دوى مشران وگرځوى ، او د دوى مشران دى الله تعالى اصلاح کړى ، او د مسلمانانو عالمانو ته دى د هغى دعوت ، ښوونى ، نصيحت ، او ارشاد توفيق نصيب کړى ، چه په دوى باندى واجب دى ، او دغه الله د ډير سخا والا او عزت مند ذات دى .
د شرک دځنى قسمونو نه په مخلوق باندى قسم کول دى ، لکه په پيغمبر انو عليهم السلام باندى قسم کول ، د فلانى په سر ، د فلانى په ژوند ، په امانت او شرافت باندى قسم ، د پيغمبر r نه په صحيح روايت سره ثابت شوى ، چه هغه فرمائى : «
مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ أَوْ لِيَصْمُتْ » متفق عليه صحيح البخاري - (ج 9 / ص 174) څوک چه وى قسم کو نکى نو په الله دى قسم وکړى او يا دى چپ شى . ، او پيغمبر r فرمائى : « مَنْ حَلَفَ بِشَيْءٍ دُونَ اللَّهِ فَقَدْ أَشْرَكَ » مسند أحمد - (ج 1 / ص 315) چا چه د الله نه سوى په هر څيز قسم وخوړه نو شرک ئي وکړه » امام احمد رحمه الله دا حديث د عمر بن الخطاب رضي الله عنه نه په صحيح سند سره نقل کړى ، او همدا راز پيغمبر r فرمائي : « مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ » سنن أبي داود - (ج 9 / ص 66) سنن الترمذي - (ج 6 / ص 13)
څوک چه په مخلوق باندى قسم وکړى نو هغه کفر وکړه او يا ئى شرک وکړه . دا حديث ابو داود او ترمذي د عمر بن الخطاب نه په صحيح سند سره نقل کړيدى . او نبي r فرمائى : « لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ وَلَا بِأُمَّهَاتِكُمْ وَلَا بِالْأَنْدَادِ وَلَا تَحْلِفُوا إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْلِفُوا بِاللَّهِ إِلَّا وَأَنْتُمْ صَادِقُونَ » سنن أبي داود - (ج 9 / ص 64) تاسو په خپلو پلارانو ، ميندو او په شريکانو باندى قسمونه مه کوئ ، او تاسو په الله باندى قسمونه مه کوۍ مگر پداسى حال کښى چه رشتيا ويونکى ياستۍ . اوپه دى معنى باندى نور هم ډير حديثونه شته ، او په مخلوق باندى قسم کول وړوکى شرک دى ليکن کله انسان لوى شرک ته رسوى ، چه کله د هغه په لوى والى باندى داسى عقيده ولرى لکه د الله عظمت او لوئى ، او يا دا عقيده وساتى چه دغه مخلوق فايده او ضرر رسولى شى ، او د دى قابل دى چه راوبللى شى او امداد ترى وغو ختلى شى . او دا وينا هم دهغى له جملى څخه ده ، چه يو کس داسى ووايى ، که د الله او د فلانکى خوښه وى ، يا که الله او فلانکى نه وى ، يا دا د الله او فلانى له طرفه دى ، دا ټول وړوکى شرک دى ، لکه څرنګ چه نبي r فرمائى : « لَا تَقُولُوا مَا شَاءَ اللَّهُ وَشَاءَ فُلَانٌ وَلَكِنْ قُولُوا مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ » سنن أبي داود - (ج 13 / ص 159) تاسو داسى مه وايى که د الله اوفلانکى خوښه وى ، ليکن داسى ووائى که د الله خوښه وى او بياد فلانکى . او له دينه دا معلومه شوه چه په داسى ويلو کښى څه گناه نشته ، که چيرته نه وى الله او بيا فلانکى ، او دا د الله تعالى له خوا نه دى بيا د فلانکى نه ، چه کله دغه فلانکى په دغه کار کښى سبب گرځيدلى وى .
او دنبى r نه نقل شوى : « أَنَّ رَجُلًا قَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا شَاءَ اللَّهُ وَشِئْتَ فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَجَعَلْتَنِي للَّهَ ندا بَلْ مَا شَاءَ اللَّهُ وَحْدَهُ» مسند أحمد - (ج 4 / ص 274) يو سړى ورته وويل : که د الله تعالى او ستا خوښه وى نو نبى r ورته وويل آيا ته ما د الله تعالى سره شريکوى ، بلکه داسى ووايه که يواځى د الله خوښه وى . دا حديث په دى باندى دليل دى چه څوک داسى ووائى : که يواځى د الله تعالى خوښه وى ، نو دا ډير ه غوره ده ، او که داسى ووائى : که د الله خوښه وى او بيا د فلانکى خوښه وى نوڅه پروا نه لرى ، دى لپاره چه د ټولو حديثونو او دليلونو په مينځ کښى جمع والى راشى ، والله ولي التوفيق .
(٢)سوال: ځنى خلک هغه وسيله چه نبى r باندى په ايمان سره وى ، يا د هغه په محبت او اطاعت سره وى ، دا د هغى وسيلى سره خلط کوى چه په ذات او جاه د نبى صلى r سره وى ، لکه څرنګ چه اختلاط راولى ، په ما بين دهغى وسيلى کښى چه ، دنبي r په ژوند کښى د هغه په دعا سره وى . او په ما بين د هغى وسيلى کښى چه روسته د وفات د هغه نه وى ، اود دى نتيجة دا شوه ، چه د روا او ناروا وسيلى په ما بين کښى التباس او ګډوډوالى واقع شوه ، که تاسو په دى باندى رڼا واچوۍ ، تر څو دا ګډوډى او اشتباه زايله شى ، او هم په هغى خواهش پرستو خلکو رد وشى ، چه په داسى مسئلو کښى مسلمانان په اشتباه کښى اچوى ؟
جواب : پدى کښى هيڅ شک نشته چه ډير خلک د ناپوهى په وجه د روا او ناروا وسيلى په مينځ کښى هيڅ فرق نه کوى ، دا په دى سبب چه هغه کسان ډير کم دى چه خلکو ته تنبيه ورکړى ، او حق طرف ته ورته ښودنه وکړى ، اودا خبره واضحه ده چه د دى دواړو په مينځ کښى ډير لوى فرق دى ، روا اومشروع وسيله هغه ده چه الله پرى پيغمبران عليهم السلام راليږلى دى ، او کتابونه ئى پرى نازل کړيدى ، او دهغى له امله ئى انسانان او پيريان پيدا کړى دى ، چه هغه د الله تعالى عبادت دى ، او د الله او پيغمبر r محبت دى ، بلکه د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام او مؤمنانو سره محبت او دالله تعالى په ذات او په ټولو هغه خبرو باندى ايمان لرل چه الله او دهغى رسول r پرى خبر ورکړى ، لکه د وباره ژوند ، او راجمع کيدل ، جنت جهنم ، او ټول هغه څه چه الله او د هغى پيغمبر r پرى خبر ورکړى .
نو دغه ټول شيان جنت ته د ننوتلو او د جهنم نه د خلاصى لپاره ، او همدارنگ د دنيا او اخرت د نيکبختۍ لپاره شرعى وسيله او سبب دى ، اود هغى له جملى څخه د الله رابلل هم دى ، او يا د الله تعالى په نومونو او صفتونو باندى وسيله نيول ، او يا په ايمان باندى ، او په ټولو هغه نيکو کارونو چه الله تعالى د خپلو بندگانو لپاره رواکړى ، او د خپلى رضا لپاره او د جنت او د هغه د کرامت گټلو لپاره ئى وسيله گرځولى ده ، او همدا رنگ د غمونو ختمولو ، او د دنيا او اخرت د کارونو د اسانتيا لپاره وسيله ده ، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ * { سورة طلاق ( ٢ ) ، او هغه څوک چه ويريږى له الله نه وبه گرځوى الله د ده لپاره لار د وتلو ( له اخروى او د نيوى غمونو نه ) ، او رزق به ورکړى ده ته له هغه ځايه چه گمان به نه کوى دى .
او همدا رنگ الله تعالى فرمائي : } وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا * { سورة طلاق ( ٤ ) او هغه څوک چه ويريږى د الله نه او ځان ساتى د گناهونو نه ، وبه گرځوى الله ده ته په کار د ده کښى اسانى .
او بل ځاى کښى فرمائى : } وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا* { ، او هغه څوک چه ويريږى له الله نه او ځان ساتى د گناهونو نه ، لرى به کړى الله د ده نه گناهونه او لوى به کړى ده لره اجر او ثواب .
او الله تعالى فرمائي : } إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُون ٍ{ سورة ذاريت ( ١٥ ) ، بيشکه ويريدونکى له الله نه به په جنت او چينو کښى وى .
او الله تعالى فرمائى : }إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ{ سورة طور ( ١٧ ) ، بيشکه د ويريدونکو لپاره به په نزد د رب خپل جنتونه د نعمتونو وى .
او الله تعالى فرمائى : } يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ{ سورة انفال ( ٢٩ ) ، أى مؤمنانو که وويريږۍ تاسى له الله څخه وبه کړى ستاسي لپاره فيصله او لرى به کړى ستاسى نه ګناهونه او مغفرت به وکړى تاسى ته . هغه علم هدايت او فيصله ده ، او په دي معني باندي نور آيتونه هم شته .
او ځنى د جايز او روا وسيلى له جملى څخه د پيغمبر r په محبت او په هغى باندى په ايمان سره ، او د هغى د شريعت په تابعدارۍ سره وسيله نيول دى ، ځکه دغه کارونه د بهترو نيکو عملونو او غوره عبادتونو څخه دى ، او هر چه د پيغمبر r ، او يا د نورو انبيا عليهم السلام په مرتبه ذات او حق باندى ، اويا د نورو نيکانو خلکو په مرتبه ذات او جاه باندى واسطه نيول دى ، نو دا يو داسى بدعت دى چه هيڅ دليل ورباندى نشته ، بلکه د شرک لپاره سبب دى ، ځکه چه صحابه کرام رضي الله عنهم ، چه د پيغمبر r په رسالت او حق باندى تر ټولو زيات پوهيدل ، دغسى کار ندى کړى ، او که دغه کار غوره وى نو هغوى به ورته زمونږ نه مخکى والى کړى وى ، هر کله چه د عمر بن خطاب t په وخت کښى په دوى قحط (خوشک سالى) راغله ، هغوى نه د نبى r قبر ته ورغله او نه ئى پيغمبر r الله ته په وسيله کښى پيش کړه ، او نه ئى د قبرپه خواکښى دعاء وکړه ، بلکه د عباس بن عبد المطلب t دعا ئى په استسقاء ( باران غوختلو ) کښى الله ته پيش کړه ، نو هغه په منبر باندى داسى دعا وکړه : « اللَّهُمَّ إِنَّا كُنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِنَبِيِّنَا فَتَسْقِينَا وَإِنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِعَمِّ نَبِيِّنَا فَاسْقِنَا قَالَ فَيُسْقَوْنَ » صحيح البخاري - (ج 4 / ص 99) يا الله کله چه به مونږ باندى سکړه ( قحط ) راغى نو مونږ به د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دعا تاته په وسيله کښى پيش کړه نو تابه مونږ باندى باران راښکته کړه ، نو اوس مونږ تاته د پيغمبر r د تره دعا په وسيله کښى پيش کوو نو ته په مونږ باندى باران وکړى ، نو په دوى به باران وشه ) امام بخاري دا حديث نقل کړيدى .
بيا به ئى عباس رضي الله عنه ته حکم وکړه چه دعا وکړى ، نو هغه به دعا کوله او خلکو به پرى آمين وايه نو الله تعالى به په دوى باندى باران راښکته کړه .
او همدا راز دغاروالا قصه مشهوره ده چه کومه په بخاري او مسلم کښى نقل شويده ، چه خلاصه ئى دا ده ، چه مخکنى امت کښى درى کسان ؤ ، چه شپى او باران دوى يو غار ته بوتله ، نو دوى دغه غارته ننوتل ، نو يوه لويه گټه د غره نه راوخويدله او د غار خوله ئى بنده کړه ، چه دوى ئى د لرى کولو توان نه لره ، نو خپل مينځ کښى ئى مشوره وکړه : ( چه د دى گټى نه مو هيڅ څوک نه شى خلاصولى ، مگر دا چه تاسو په خپلو نيکو کارنو باندى الله تعالى راوبلئ ، نو دوى الله راوبله او د هغى نه ئى مدد وغوخته ، نو يو پکښى د مور او پلار سره په نيکۍ باندى وسيله ونيوله ، دوهم پکښى د زنا نه په عفت او پاکوالى باندى وسيله ونيوله ، او دريم کس پکښى الله ته د امانت په اداکولو باندى وسيله ونيوله ، نو الله تعالى هغه گټه لرى کړه او دوى راووتل ، او دا واقعه لوى دليل دى په دى باندى ، چه نيک کارونه د مصيبتونو په لرى کولو ، او دتنگستيا نه په وتلوکښى ، او د دنيا او داخرت د مصيبتنونو نه په عافيت کښى لوى سبب دى .
اوهر چه الله ته د فلانى او فلانى په مرتبه حق او ذات باندى واسطه نيول دى نو دا منکر او ناروا بدعت دى ، او دشرک لپاره يو سبب دى ، او هر چه د مړو رابلل او يا ترى مدد غوختل دى نو دا لوى شرک دى .
او صحابه کرام رضي الله عنهم د پيغمبر r نه چه کله ژوند ى ؤ دعا طلب کوله ، او چه کله به پرى سوکړه راغله نو دا مطالبه به ئى ترى کوله چه د الله نه د دوى لپاره د باران سوال وکړى ، او په ټولو هغه کارونو کښى به ئى ترى سفارش طلب کوو چه دوى ته پکښى فايده رسيدله ليکن دا په هغه وخت کښى چه کله پيغمبر صلى الله عليه وسلم ژوندى ؤ ، ليکن هر کله چه پيغمبر r وفات شو نو دوى ترى هيڅ شى نه دى غوختى ، او نه د هغه قبر ته راغلى چه سفارش او يا بل شى ترى وغواړى ، ځکه چه دوى پدى پو هيدل چه داکار د هغى دوفات نه روسته جائز ندى ، ليکن د هغى په ژوند کښى جايز ؤ ، او په ورځ د قيامت کښى به ټول مؤمنان پيغمبر r ته ، دى لپاره راشى چه شفاعت ورله وکړى تر څو چه الله فيصله او حساب شروع کړى ، او دوى جنت ته داخل شى ، روسته دهغى نه چه دوى به اول آدم ، نوح ، ابراهيم ، موسى ، عيسى ، عليهم السلام ته راشى نو هغوى به د شفاعت کولو نه عذر پيش کړى ، هر يو به نفسي نفسي وائى ، او دا به وائى چه بل نبى ته ورشى ، تر دى چه عيسى عليه السلام ته به راشى نو هغه به هم عذر پيش کړى ، او خلکو ته به ارشاد وکړى ، چه محمد صلى الله عليه وسلم ته ورشئ ، نو خلک به بيا محمد صلى الله عليه وسلم ته راشى هغه به ووائي : ( چه زه د دغى شفاعت لپاره خاص شوى يم ) ځکه چه الله تعالى ورسره د دغى شفاعت وعده کړيده ، نوپيغمبر r به راشى ، او الله ته به په سجده باندى پريوځى ، او د الله تعالى ډير صفتونه او حمدونه به ذکر کړى ، او تر هغي پورى به په سجده باندى پروت وى ، چه وويلى شى ده ته چه سر دى او چت کړه ، او خبره کوه چه قبوله شى ، چه څه غواړى هغه به درکړى شى ، او شفاعت کوه نو هغه به قبليږى .
او داد شفاعت مشهور حديث دى چه په بخاري اومسلم کښى دى ، او ديته مقام محمود هم وائى چه کوم الله تعالى په خپل کلام يعنى سورة اسراء کښى ذکر کړيدى .} عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا { الآية ٧٩ ، زر دى چه وبه دروى تالره رب ستا په هغى ستايلى شوى ځاى د شفاعت کښى ، الله تعالى دى په پيغمبر صلى الله عليه وسلم او دهغى په اولاد ،ملگرو او د هغى په تابعدارو باندى رحمتونه نازل کړى ، او الله دى مونږ د هغى په شفاعت کښى برخه دار کړى ، بيشکه دغه الله اوريدونکى او نږدى ذات دى .
(٣) سوال : د دى امت ډيره برخه د لا إله إلا الله په معنى نه پوهيږى ، نو نتيجه يى داشوه چه په داسى کارونو مبتلا شو چه د کلمى طيبى سره ټکراو لرى ، او کلمى طيبى ته په کښى نقصان رسوى نو د لا إله إلا الله معنى څه ده ؟ څه تقاضى او غوختنه لرى ؟ او شرطونه ئى کوم دى ؟
جواب : په دى کښى هيڅ شک نشته چه کلمه طيبه د دين بنياد دى ، او داسلام په ارکانو کښى اول رکن دى ، لکه څرنگ چه په صحيح حديث کښى راغلى چه نبى صلى الله عليه وسلم فرمائى : « بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ » متفق عليه صحيح مسلم - (ج 1 / ص 103) ( اسلام د پنځه ؤ شيانو نه جوړ شوى دى : دا ګواهى کول چه د هر قسم عبادت حقدار يواځى الله دى ، او بيشکه محمد صلى الله عليه وسلم د الله استاذى دى ، اود لمانځه پابندى کول ، زکاة ورکول ، د رمضان د مياشتى روژه نيول ، او د بيت الله شريف حج کول) د دى حديث روايت بخاري او مسلم د عبد الله بن عمر t نه کوى .
او همدار از په بخاري او مسلم کښى د عبد الله بن عباس t نه حديث نقل شوى ، هر کله چه نبى صلى الله عليه وسلم معاذ بن جبل يمن ته ليږه نو داسى ئي ورته وويلى :
« إِنَّكَ تَأْتِي قَوْمًا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ فَادْعُهُمْ إِلَى شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لِذَلِكَ فَأَعْلِمْهُمْ أَنَّ اللَّهَ افْتَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لِذَلِكَ فَأَعْلِمْهُمْ أَنَّ اللَّهَ افْتَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ فِي فُقَرَائِهِمْ » متفق عليه صحيح مسلم - (ج 1 / ص 111) ، بيشکه ته به ورځى أى معاذه ، يو قوم د اهل کتابو ته ، نو ته راوبله هغوى، دى خبرى ته چه داسى گواهى وکړى چه دهر قسم بندگئ حقدار صرف الله دى ، او زه د الله پيغمبر يم ، نو که په دى خبره کښى ئى ستا تابعدارى وکړه ، بيا ئى په دى پوهه کړه چه الله په دوى باندى په يوه شپه او ورځ کښى پنځه لمونځونه فرض کړيدى ، که دا خبره ئى درله ومنله نو په دى ئى پوهه کړه چه الله تعالى په دوى باندى زکاة فرض کړى چه د مالدارونه به اخيستلى کيږى او په غريبانو به تقسميږى . او په دى باب کښى نور هم ډير احاديث شته .
او دلا إله إلا الله معنى داسى ده : نشته بل معبود برحق مگر يواځى الله دى ، په دى کلمه کښى نفى د حق عبادت راغله د غير الله نه ، او اثبات د حق عبادت ئى وکړه يواځى الله لره ، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ { سورة الحج (٦٢ ) ، دا په دى سبب چه بيشکه الله هم دا دى حق او هغه چه رابلى ئى کافران په غير د الله نه هغه دى باطل .
او هم دا راز الله تعالى فرمائى : } وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ { سورة المؤمنون (١١٧) ، او هر څوک چه رابلى الله سره بل معبود ، چه نه وى هيڅ دليل او حجت ده سره په دغه رابللو کښى پس بيشکه حساب د دى په نزد د رب د ده دى ، بيشکه شان دا دى چه نه کاميابيږى کافران .
او هم دارنگ الله فرمائى : } وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ { سورة البقرة (١٦٣ ) ، او د بندګۍ حقدار ستاسو يو دى ، نشته بل لا يق د عبادت مگر يواځى هم دا دى ، چه ډير مهربان او پوره رحم لرونکى دى .
او هم دا رنگ الله فرمائى : } وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ { سورة بينه ( ٥) ، او حکم نه ؤ شوى دوى ته مگر د دى چه عبادت کوى دوى د الله په داسى حال کښى چه خالص کونکى وى دين لره الله ته ، په داسى حال کښى چه راگرځيدونکى وى له باطله حق ته .
او د دى په شان نور هم ډير آياتونه شته ، او دا لويه کلمه خپل ويونکى ته تر هغى وخت پورى څه فايده نه شى رسولى ، او نه پرى د شرک نه بچ کيداى شى ، چه تر څو پورى ئى د دى په معنى ځان پوهه کړى نوى ، او بيا پرى عمل وکړى او تصديق ئى وکړى . يقينا منافقينو به دا کلمه ويله او سره د دينه چه هغوى به د اور په لاندى طبقه کښى وى ، ځکه چه هغوى پرى نه ايمان لره او نه ئى پرى عمل کوو . او هم دا رنگ يهوديانو به دا کلمه ويله او سره د دينه چه د هغوى نه نور لوى کافران نه ؤ ، ځکه چه ايمان ئى پرى نه لره .
او هم دا راز په دى امت کښى د قبرونو او وليانو عبادت کونکى کافران چه دا کلمه وائى ، ليکن د وينا عمل او عقيده په اعتبار سره د دغى کلمى مخالفت کوى ، نو دا کلمه به داسى کسانو ته نه فايده ورسوى او نه به د هغى په ويلو باندى مسلمانان وگرځى ، ځکه چه دوى د دغى کلمى نه په وينا عمل او عقيده کښى مخالفت وکړه ، اوځنو عالمانو ذ کر کړى چه د کلمى طيبى اته شرطونه دى چه په دى دوه شعرونو کښى ئى جمع کړيدى :
علم يقين و إخلاص وصدقک مع ٭٭ محبــــــــة وانقياد والقبول لها
وزيد ثامنها الکفران منــــک بما ٭٭ سوی الٳله من الٲشياء قد ٲلها
علم دى ، يقين دى ، اخلاص دى صداقت دى ، سره د محبت ، تابعدارى ، او قبلولو نه ، او اتم شرط ستا کفر کول دى په ټولو هغه معبودانو چه د الله نه ئى ما سوى عبادت شويدى .
په دى دوه شعرونو کښى د کلمى طيبى ټول شرطونه راگير شويدى : اول شرط : د کلمى طيبى په معنى باندى داسى علم او پوهه ده چه د جهل او ناپوهى مقابل وى ، او معنى ئى مخکى تيره شويده چه نشته بل حقدار د عبادت مگر يو الله دى ، نو ټول هغه معبودان چه خلک ئى په غير د الله نه عبادت کوى هغه باطل دى .
دوهم شرط : داسى يقين کول چه د شک مقابل وى ، د ويونکى لپاره دا خبره ضرورى ده چه مضبوط يقين ولرى پدى چه دغه الله معبود بر حق دى .
دريم شرط : اخلاص دى چه ټول عبادتونه يواځى الله لره خاص کړى ، او که د دغى عبادتونو نه ئى کوم شى مخلوق طرف ته واړوه ، لکه نبى ، ولى ، ملايکى ، او يا بتان ، او پيريان او يا بل مخلوق ، نو د الله سره ئى شرک وکړه ، او دا شرط ئى مات کړه چه هغه اخلاص دى .
څلورم شرط : صداقت دى پدى معنى سره ، چه دا کلمه په رشتيا سره ووائى ، او زړه ئى د ژبى سره موافق وى ، او ژبه ئى د زړه سره موافق وى ، او که چيرته دا کلمه يواځى په ژبه ووائى او په زړه کښى د هغى په معنى باندى ايمان نه لرى ، نو دا کلمه به ورته هيڅ فايده ور نه کړى ، او په دغى صفت باندى لکه د نورو منافقينو په څير کافر شو .
پنځم شرط : محبت دى ، د دى مطلب دا دى چه د الله سره به مينه لرى ، که چيرته دا کلمه وائى او د الله سره ئى محبت نه وى نو دا کافر بللى کيږى او مسلمان نشى کيداى لکه د نورو منافقانو په شان .
او دليل ورباندى دا قول د الله تعالى دى : } قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّه ُ{ سورة آل عمران ( ٣١ ) ، ووايه أى پيغمبرصلى الله عليه وسلم که تاسو محبت کوۍ د الله سره نو تابعدارى وکړۍ زما الله به تاسو سره محبت وکړى .
او هم دا رنگ دا قول د الله دى : } وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّه ِ{ سورة بقره (١٥٦) ترجمه : او بعض له خلکو څخه هغه څوک دى چه نيسى بى له الله څخه شريکان چه مينه کوى دوى د هغوى سره په شان د مينى د الله او هغه کسان چه ايمان ئى راوړى دى ډير کلک دى له جهته د محبته له الله سره . او نور هم ډير آياتونه شته چه د دى سره په معنى کښى ورته والى لرى .
شپږم شرط : دهغى د معنى او مقصد تابعدارى کول چه دا کلمه طيبه پرى دلالت کوى ، په داسى شان سره چه د يو الله عبادت به کوى ، اود الله شريعت ته به ځان تسليموى ، او ايمان به پرى هم لرى ، او دا عقيده به لرى چه دا کلمه حقه ده ، که چيرته دا کلمه په ژبه وائى او عبادت الله لره نه خالص کوى ، او د الله د شريعت تابعدارى نه کوى ، بلکه خپل ځان د ابليس په شان يا د هغى د مثل په شان د هغى نه لوى گڼى ، نو دغه سړى مسلمان نه شى کيداى.
اوم شرط : د هغه څه قبلول چه دا کلمه طيبه پرى دلالت کوى ، او د غير الله د عبادت او بندگئ نه انکار کول ، او چه د دغى کار پابندى وکړى او بيا پرى راضى شى .
اتم شرط : په هغو باطلو معبودانو باندى کفر کول چه خلک ئى عبادت کوى ، په دى معنى سره چه د غير الله د عبادت نه برائت وکړى ، او دا عقيده وساتى چه دغه عبادت باطل دى ، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ { سورة البقرة (٢٥٦) ، نو هر څوک چه منکر شو د عبادت د شيطان نه او ايمان ئى راوړه په ( وحدانيت ) د الله باندى ، نو بيشکه کلکه ئى ونيوله کړۍ مضبوطه چه نشته پريکيدل هغى لره ، او الله اوريد ونکى او ښه پوهه ذات دى .
او په يو صحيح حديث کښى د پيغمبر صلى الله عليه وسلم نه نقل شوى چه فرمائى : « مَنْ قَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ وَحِسَابُهُ عَلَى اللَّهِ
» وفي رواية عنه r « مَنْ وَحَّدَ اللَّهَ وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 119) څوک چه لا إله إلا الله ووائى ، او کفر وکړى په هغو باطلو معبودانو باندى چه عبادت ئى شويدى په غير د الله نه ، د ده مال او وينه حرامه شوى ده ، او حساب ئى د الله سره دى . او په بل روايت کښى راغلى ، چه نبي r فرمائى : ، چه الله يو وگڼى او کفرئى وکړه په هغو باطلومعبودانو چه خلک ئى په غير د الله نه عبادت کوى ، د ده مال او وينه حرامه کړى شويده . د دى حديث روايت امام مسلم کړ يدى . نو په ټولو مسلمانانو باندى دا خبره واجب ده چه دا کلمه د خپلو شرطونو سره عملى کړى ، چه کله يو مسلمان داسى وموندلى شو چه معنى ئى ورله زده کړه ، او په دى کلمه باندى کلک ولاړوى ، نو هغه داسى مسلمان دى ، چه مال او وينه ئى دواړه حرام دى .
اگر که د دى شرطونو په تفصيل هم نه پوهيږى ، ځکه چه مقصود په حق باندى علم او پوهه ده او بيا پرى عمل کول دى ، او طاغوت هر هغه شى دى چه د الله نه ئى سوى عبادت شوى وى ( او هغه پرى راضى وى ) لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ { سورة البقرة ( ٢٥٦) . ، نو چا چه کفر وکړه په طاغوت او ايمان ئى راوړه په الله نو کلکه ئى ونيوله رسۍ مضبوطه چه نه به وى پريکيدل هغى لره . او همدار رنگ الله تعالى فرمائى } وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ { سورة النحل (36) او بيشکه ليږلى ؤ مونږ په هر امت کښى يو پيغمبر چه عبادت کوۍ يواځى د الله او ځان ساتئ تاسو د عبادت د باطلو معبودانو نه ، او هغه معبودان چه په دغه عبادت باندى راضى نه وى ، لکه پيغمبران عليهم السلام ، نيکان خلک او ملايکى ، هغى ته طاغوت نه ويلى کيږى ، ځکه چه طاغوت هغى شيطان ته وائى چه خلک خپل عبادت ته رابلى ، او دغه کار ئى خلکوته خائسته کړيوى ، د الله تعالى نه د خپل ځان او مسلمانانو لپاره د هري گناه نه عافيت او سلامتيا غواړو.
او هر چه فرق دى په ما بين د هغه کارونوکښى چه د کلمى طيبى سره په پوره توګه ټکراو لرى او يا د کلمى طيبى د کمال سره ټکراو لرى نو هغه په لاندى ډول دى : بيشکه هر داسى عمل ، وينا ، او عقيده چه انسان په لوى شرک کښى اخته کوى ، نو دغه کارونه د دى کلمى سره په کلى اوپوره طور منافات لرى ، او د دى ضد دى ، لکه د مړو ، ملايکو ، بتانو ، ونو ، گټو ، او ستورو رابلل ، او يا د هغوى لپاره قربانى اومنختى کول ، او ياورته سجدى کول او يا داسى نور.
نو دا کارونه ټول په کلى طريقى سره د توحيد مخالف کارونه دى ، او دکلمى طيبى سره ضد او نقيض دى ، اود کلمى طيبى سره ټکراو لرى ، او د دغى له جملى نه د هغى شيانو حلال ګڼل هم دى چه الله حرام کړى ، هغه حرام شيان چه حراموالى ئى په دين کښى يقينى ښکاره وى ، او يا په اجماع سره د هغى حراموالى ثابت وى ، لکه زنا ، دنشه ئى شيانو سکل ، دمور او پلار نافرمانى ، او سود ، او د هغى له جملى نه د هغى دينى وينا گانو او کارونو نه انکار کول هم دى چه الله تعالى واجب کړى ، چه په بداهت او يا په اجماع سره خلکو ته معلوم وى چه دا له دين څخه دى ، لکه پنځه لمونځونه ، زکات ، او د رمضان دمياشتى روژه ، او د مور او پلار سره نيکى ، او د شهادت کلمه ويل ، او يا نور د هغى په شان .
او هر چه هغه ويناگانى کارونه او عقيدى ، چه توحيد او ايمان کمزورى کوى ، اود کلمى طيبى د کمال سره منافات او تضاد لرى ، هغه ډير زيات دى ، اوځنى د هغى نه لکه وړوکى شرک ، ريا کارى ، په مخلوق باندى قسم کول ، او داسى ويل که د الله او د فلانى خوښه وى ، دا د الله او دفلانى د طرفه دى ، او يا د دى په شان نور ، او همدارنگ ټول گناهونه ايمان او توحيد کمزورى کوى ، او دکلمى طيبى سره تضاد لرى ، نو د هر مسلمان فريضه دا ده ، چه د هر هغى څه نه ځان وساتى چه د توحيد او ايمان سره تضاد لرى ، او د هغى ثواب کموى ، او ايمان د اهل سنت والجماعت په نزد باندى ، وينا اوعمل دى ، چه په نيک کار باندى زياتيږى ، او د گناه له امله کمزورى کيږى ، او پدى باندى ډير دليلونه شته چه اهل علمو ، د عقيدي تفسير او احاديثو په کتابونو کښى ذکر کړيدى ، نو که څوک وغواړى نو د الله په حمد او کرم سره ئى په اسانۍ سره موندلى شى . او دهغى له جملى څخه د
الله تعالى دا قول هم دى له څرنګ چه فرمائى : } وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آَمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ { سورة التوبة ( ١٢٤ ) ، او کله چه نازل شى کوم سورت نو ځينى له دغو منافقانو نه هغه دى ، چه وائى کوم يو دى په تاسوکښى چه زيات کړه هغه له دى سورة ايمان نو هر چه هغه کسان دى چه ايمان لرونکى دى نو زيات کړه دى سورة هغوى لره ايمان حال دا چه دوى خو شحاليږى ، او همدارنگ الله تعالى فرمائى : } إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آَيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ { سورۀ الأنفال ( ٢) . ، بيشکه ( حقانى ) مؤمنان هغه کسان دى ، کله چه ياد کړى شى دوى ته نوم د الله نو ويريږى زړونه د دوى ، او کله چه ولوستلى شى په دوى باندى آياتونه د الله نو زياتوى د غه آياتونه دوى لره ايمان او په خپل رب باندى دوى اعتماد کوى . او همدارنگ الله تعالى فرمائي : } وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى { سورة مريم ( ٧٦ ) . ، او زياتوى الله هغى کسانو لره چه په هدايت باندى دى هدايت ، او نور هم ډير آياتونه شته .
(٤) سوال : په موجوده زمانه او عصر کښى د الله تعالى د وجود او دهغه د ربوبيت د اثبات په هکله ډير کتابونه بحثونه او تقريرونه شته ، ليکن په د غى ربوبيت سره ئى په توحيد اولوهيت باندى هيڅ استدلال نه دى کړى سره له دينه چه توحيد الوهيت د هغى سره لازم او دهغى مقتضى ده ، نو په د غى خبره باندى د الله تعالى په توحيد الوهيت باندى جهل او ناپوهى مرتب کيږى او اهميت ئى ختميږى ، نو دا به ډيره ښه وى که تاسو د توحيد الوهيت په اهميت باندى رڼا واچوۍ ، ځکه چه دغه توحيد د نجاة او کاميابئ بنياد او مدار دى ، او د پيغمبرانو عليهم السلام د دعوت لپاره چابى ده ، او د نورو عبادتونو لپاره بنياد او اصل دى ؟
جواب : پديکښى هيڅ شک نشته چه الله پيغمبران عليهم السلام او اسمانى کتابونه د دى لپاره راليږلى چه خلکوته د الله تعالى حق واضح کړى ، او خلک ديته راوبلى ، چه يواځى د هغه لپاره خپل عبادت خالص کړى ، او صرف د الله لپاره خپل ټول عبادتونه خاص کړى ، ځکه چه دزمکى اکثر اوسيدونکى په دى پو هيږى ، چه الله د دوى رب ، خالق ، او رازق دى ، ليکن له دى امله په شرک کښى واقع شول ، چه دوى د ناپوهۍ او دخپلو پلارانو او مشرانو د تقليد د وجه نه خپل ټول او يا ځنى عبادت مخلوق لپاره خاص کړه ، لکه څرنگ چه د نوح عليه السلام قوم او روستنو امتونو ته دا واقعه پيښه شوه ، لکه څرنگ چه د دى امت مشران د دى خبرى سره مخامخ شول ، هر کله چه پيغمبر صلى الله عليه وسلم دوى د توحيد طرف ته راوبلل ، نو دوى دغه خبره نا اشنا وګڼله او خپل ځان ئى د توحيد د قبلولو نه اوچت وگڼه ، او داسى ئى وويل ، لکه څرنگ چه الله تعالى د هغوى نه حکايت نقل کړى : } أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ { سورة ص ( ٥ ) ، آيا ده وگرځول د دغه گڼو معبودانو نه يو معبود ؟ بيشکه دا خو يو کار دى نا اشنا . او همدار راز الله تعالى د دوى نه حکايت کوى : } إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ (35) وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ { سورة الصافات ( ٣٥ ،٣٦ ) . ، بيشکه وو دوئ کله چه به وويل شو دويته چه نشته بل د عبادت حقدار مگر يو الله دى نو تکبر به ئى کوه ، او وائى دوى چه آيا بيشکه پريښودونکى يو مونږ خپلو معبودانو لره د وجه د يو شاعر او ليونى نه .
او همدارنگ الله تعالى د دوى نه حکايت کوى : } إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِمْ مُهْتَدُون َ{ سورة الزخرف ( ٢٣ ) . ترجمة : بيشکه مونږ مو ندلى دى پلاران خپل په يوه لار باندى ، او بيشکه مونږ په قدمونو د دوى باندى تلونکى يو . او د دى په شان نور آياتونه هم شته .
نو د مسلمانانو په علماء او د هدايت په داعيانو باندى دا واجب دى ، چه خلکو ته د توحيد الوهيت حقيقت واضح کړى ، او د توحيد الوهيت ، ربوبيت ، او د اسماء صفاتو د توحيد په ما بين کښى فرق ښکاره کړى ، ځکه نور خلک خو لا پريږده بلکه ډير مسلمانان د دغى نه نا خبره دى ، او بيشکه د مکى قريشو ، نورو عربو ، او اکثرو امتونو دا خبره پيژنده چه د دوى خالق رازق يواځى الله دى ، ځکه خو الله تعالى دغه خبره په دوى باندى حجت او دليل وگرځوه ، چه همدغه الله يواځى د دى حقدار دى چه دوى ورله بندگى وکړى ، لکه څرنگ چه هغه د دوى خالق او رازق دى ، او په دوى باندى په هر اعتبار سره د قدرت والا دى لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ { سورة زخرف ( ٧٨ ) ، که ته تپوس وکړى له دوينه چه چا پيدا کړى دى دوى ، نو خامخا وبه وائى دوى چه الله . او همدا رنگ الله تعالى فرمائى : } وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ { سورة العنکبوت ( ١٦ ) ، او خامخا که ته تپوس وکړى له دوى نه چه اسمانونه او زمکه چا پيدا کړى نو خامخا وبه وائى دوى چه الله .
او الله تعالى پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته فرمائى چه دى خلکو نه تپوس وکړه چه رزق څوک درکوى : } قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالأرْضِ أَمَّنْ يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالأبْصَارَ وَمَنْ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَنْ يُدَبِّرُ الأمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلا تَتَّقُونَ { سورة يونس ( ٣١ ) ، ووايه أى پيغمبر صلى الله عليه وسلم څوک رزق درکوى د اسمان او زمکى نه ، بلکه آيا څوک مالک دى د غوږونو او سترگو او څوک دى چه را وباسى ژوندى د مړى نه او مړى د ژوندي نه ، او څوک دي چه انتظام کوي د کارونو ؟ نو زر به ووائى چه الله دى ، نو ووايه أى محمد صلى الله عليه وسلم آيا تاسو نه ويريږۍ له الله نه .
او داسى نور ډير آياتونه هم شته ، الله تعالى په دوى باندى په هغى اقرار باندى حجت نيولى چه کوم ئى په خپله کړى ، چه الله د دوى رب ، خالق او رازق ، او د اسمانونواوزمکو پيدا کو نکى ، او د ټولو کارونو انتظام کونکى دى ، او دا حجت ئى په دوى باندى د توحيد الوهيت د اثبات لپاره نيولى چه دوى ترى انکار کوى ،او همدا راز د بتانو او يا د نورو هغو معبودانو د عبادت په باطلوالى باندى نيولى چه دا خلک ئى ماسوى د الله نه عبادت کوى .
اوهمدا راز الله تعالى خپلو بندگانو ته حکم کړى چه د هغى په خائسته نومونو او صفتنو باندى ايمان راوړى ، او د مخلوق د مشابهت نه ئى پاک وگڼى ، لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } وَلِلَّهِ الأسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا { سورة الاعراف ( ١٨٠ ) ، او دالله لپاره خائسته نومونه دى نو تاسى په هغى باندى الله رابلئ .
او همدا راز الله تعالى فرمائى : } هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ { سورة الحشر ( ٢١- ٢٤ ) ترجمه : خالص الله تعالى هغه ذات دى ، چه نشته بل حقدار د عبادت مگر همدغه الله ، عالم دى په پټه او ښکاره باندى ، او هغه ډير مهربان او رحم والا دى .
او الله فرمائي } قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ * { سورة اخلاص . ، ووايه أى پيغمبر صلى الله عليه وسلم شان دا دى چه الله يو ذات دى ، الله بى پروا دى ، نه ده څوک ځيږولي دي او نه دا د چانه ځيږدلى دى ، او نشته ده لره سيال مساوى هيڅوک .
او همدا راز الله تعالى فرمائى : } فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ { سورة البقرة ( ٢٢ ) ، نو تاسو مه گرځوۍ الله لپاره شريکان او حال دا چه تاسو پوهيږۍ .
او همدا راز الله تعالى فرمائي : } لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ { سورة شورى ( ١١ ) ، نشته په مثل د الله هيڅوک ، او هم دغه الله دى ښه اوريدونکى او ليدونکى . او د دى په شان نور آياتونه هم شته.
او عالمانو دا مسئله واضحه کړيده چه توحيد ربوبيت توحيد الوهيت لره چه هغه په عبادت کښى د الله يو والى دى مستلزم دى ، او همدا راز د ربوبيت توحيد د الوهيت د توحيد لپاره سبب دى ، له دى امله الله په دوى باندى په توحيد ربوبيت سره حجت نيولى ، او همدا راز د اسماء او صفات توحيد توحيد العبادت لره مستلزم دى لکه څرنګ چه په دغى توحيد کښى الله لره د عبادت تخصيص راغلى ، ځکه چه الله تعالى په ذات نومونو او صفتونو کښى کامل دى ، او يواځى همدغه الله په خپلو بندگانو باندى نعمتونه کړى ، نو همدغه الله د دى حقدار دى چه خلک ورله بندگى وکړى ، او حکمونه ورله ومنى اوهغه کارونه چه الله تعالى ترى منع کړى خلک ترى بايد ځان وساتى .
او هر چه توحيد الوهيت دى نو هغه د توحيد دواړه قسمونو لره شامل دى ، داد هغه چا لپاره چه تحقيق وکړى ، او په هغى باندى د علم او عمل په اعتبار سره کلک شى .
او اهل علمو دامضمون او معنى ډير په تفصيل سره ، د عقيدى او تفسير په کتابونو کښى بيان کړيدى ، لکه تفسير ابن جرير ، او ابن کثير ، او بغوي ، او داسى نور ، اود عبدالله بن احمد په (( کتاب السنة )) نومى کتاب کښى ، او کتاب التوحيد د ابن خزيمة ، او علامه عثمان بن سعيد الدارمي په خپل کتاب ( رد الدارمي على بشر المريسي ) کښى ، او نورو مخکنو علماء ، په خپلو کتابونو کښى .
او دهغى اهل علمو نه چه په ډير ښه انداز سره ئى دا مسئله څرګند کړيده شيخ الاسلام بن تيمية او د هغه شاگرد علامة بن القيم رحمهما الله دى .
او همدا راز د اسلامى دعوت امامان چه کوم په دولسم قرن کښى ؤ لکه شيخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله او دهغى ځامن شاگردان او دهغى نور اهل سنت ملگرى .
او ډير خايسته کتاب چه په دغى موضوع کښى ليکلى شوى هغه د ، ( فتح المجيد ) او د هغى اصل چه اولنى کتاب د شيخ عبد الرحمن بن حسن ­- رحمه الله ليکنه ده او دوهم کتاب د شيخ سليمان بن عبد الله آل الشيخ - رحمه الله – ليکنه ده . او هغه خايسته معلومات چه په دغى موضوع کښى جمع شويدى ، نو هغه د الدرر السنية اولنى جلدونه او اجزاء دى کوم چه علامه عبد الرحمن بن قاسم رحمه الله راجمع کړيدى، ځکه چه هغى په دغى کتاب کښى دآل شيخ د کورنۍ د امامانو او د نورو اهل علمو کوم چه د دولسم قرن عالمان ؤ فتواگانى راجمع کړى کوم چه د عقيدى او احکاموسره تعلق لرى ، نو زه د هغى او دنورو سنى علماء د کتابونو په لوستلو او مراجعى کولو باندى نصيحت کوم ، ځکه چه د هغى په لوستلو کښى لويه فايده شته .
او د هغى له جملى نه د آل شيخ د کورنۍ د دعوت د امامانو د رسالو اولنۍ مجموعة ده چه په مجموعة الرسائل سره شهرت لرى ، او همداراز د هغى له جملى نه د شيخ عبدالرحمن بن حسن ، شيخ عبداللطيف بن عبدالرحمن ، شيخ عبدالله بابطين ، او شيخ سليمان بن سحمان ، او همدا راز د نورو عالمانو چه د سمى لارى او د هدايت امامان او د توحيد خپرونکى او مدد ګاران دى ، د هغوى علمى ردونه او مقالى دى . ځکه چه په دغى کتابونو کښى لويه فايده او د ډيرو شبهاتو ازاله او جوابونه دى ، او په شبهاتو اچونکو باندى پوره رد دى ، الله دى په دغى عالمانو باندى پراخه رحم وکړى ، او الله دى ورته په پراخه جنت کښى سکونت نصيب کړى ، او مونږ ته دى د هغوى په نيکۍ کښى تابعدارى نصيب کړى .
او دهغى له جملى نه ( مجلة البحوث الاسلامية ) هم ده کوم چه د علمى بحثونو افتاء دعوت او ارشاد د عام رياست له خوا نشريږى ، ځکه چه په دغه مجله کښى د عقيدى او احکامو متعلق ډيرى ښى مقالى او فايدى شته .
اودهغى له جملى نه زما د فتاوى او مقالاتو اولنى مجلدونه چه د عقيدى سره تعلق لرى هم دى ، کوم چه زما له خوا نشريږى ، او دغه مجلدونه د الله په فضل سره چاپ شوى ، او د طالب العلمانو سره موجود دى الله دى پرى مسلمانانو ته فايده ورسوى .
( ٥) سوال : ځنى خلک په اهل علمو او نيکانو خلکو باندى او همداراز دهغوى په نښو نيښانو او اثارو باندى د تبرک قايل دى ، په داسى حال کښى چه د صحابه کرامو په عمل ئى استدلال کړى دى چه هغوى به په نبى صلى الله عليه وسلم باندى تبرک طلب کولونو په شريعت کښى د دى خبرى څه حکم دى ؟
او آيا بيا په د غه کارکښى د يو عادى انسان مشابهت نه راځى د نبى r سره ؟ او ايا د نبي r د وفات نه روسته په هغى باندى تبرک حاصلول جايز دى ؟ او همدا راز د نبى r په برکت باندى الله ته وسيله نيول څه حکم لرى ؟
جواب : د نبى r نه سوى په بل چا باندى او يا د هغى د اوداسه په اوبو ، يا ويختو ، يا خوله ، او يا د هغى د بدن په بل کوم شى باندى تبرک حاصلول جايز ندى ، بلکه دا ټول په پيغمبر r پورى خاص دى ، ځکه چه الله د هغى په بدن او هغى شيانو کښى چه د هغى د بدن سره لگيږى برکت او خير اچولى دى .
د دى وجه نه صحابه کرامو د نبى صلى الله عليه وسلم نه په غير په بل هيڅ چا باندى تبرک نه دى طلب کړى ، نه د هغى په ژوند کښى او نه روسته د وفات د هغى نه ، نه په راشده خليفه گانو باندى او نه په نورو صحابه ؤ باندى ، ، نو دا د دى خبرى لوى دليل دى چه دغسى تبرک يواځى په نبي صلى الله عليه وسلم پورى خاص دى ، او بل له دى امله چه دغه کار د لوى شرک او د مخلوق د عبادت لپاره يو سبب دى ... او همدا راز د نبي r په مرتبه ذات صفت ، او برکت باندى وسيله نيول ناروا کار دى ځکه چه دليل پرى نشته ، او بل له دى امله چه دغه کار د شرک لپاره يو سبب دۍ ، او د نبي صلى الله عليه وسلم په حق کښى مبالغه ده ، او همدا راز د نبي r صحابه ؤ دغه کار ندى کړى که چيرته خير او ثواب پکښى وى نو هغوى به ورته زمونږ نه مخکى والى کړى وى ، او بل دغه کار د شرعى دليلونو خلاف عمل دى ، يقينا الله تعالى فرمايلى دى : } وَلِلَّهِ الأسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا { سورة اعراف ( ١٨٠ ) ، د الله لپاره خايسته نومونه دى نو په هغى باندى الله تعالى راوبلۍ . نو چاته ئى دا امر ونکړه چه الله تعالى به د فلانى په مرتبه حق او برکت باندى رابلۍ ، او د الله په صفتونو باندى وسيله نيول هم جايز دى ، لکه د هغى په عزت ، رحمت ، او کلام باندى .
او له دغى جملى نه د الله په پوره کلمو عزت او قدرت باندى پناه غوختل هم دى ، کوم چه په صحيح حديثونو کښى راغلى .
او همدا راز د الله او د نبي r په محبت باندى ، او يا په ايمان باندى ، او يا په نيکو عملونو باندى وسيله نيول هم د مخکنى وسيلى حکم لرى ، لکه څرنگ چه د غار والاؤ په قصه کښى راغلى هغه کسان چه شپى او باران يو غار ننوتلو ته مجبوره کړه ، نو يو لوى گټ د غره نه راخوى شوه او د غار خوله ئى بنده کړه ، او د لرى کولو توان ئى نه درلوده ، نو خپل مينځ کښى ئى مشوره وکړه چه په کومه وسيله به نجات ومومى ، نو بيا په دى متفق شوه چه دوى به په دى باندى خلاصيږى ، چه خپل نيک عملونه الله ته وسيله کړى ، نو يو په دوى کښى د مور او پلار سره نيکى الله ته وسيله کړه ، نو گټ او کمر لږ وچليده ليکن وتلي ترى نشو ، دوهم کس پکښى د قدرت نه روسته د زنا نه په عفت او پاکۍ باندى وسيله ونيوله ، نو گټ نور هم لږ غوندي وچليده ليکن دوى ترى بيا هم نه شو وتلى ، بيا د ريم کس پکښى په امانت دارۍ باندى وسيله ونيوله ، نو گټ نور هم وچليده او دوى ترى نه راووتل .
دا حديث په بخاري او مسلم کښى دى ، چه د مخکنو امتونو په واقعاتو کښى د نبي r نه نقل شوى دى ، چه زمونږ لپاره پکښى عبرت او نصيحت دى . او مخکنو عالمانو هم لکه شيخ الاسلام بن تميمة ، او د هغه شاگرد ابن القيم ، او شيخ عبدالرحمن بن حسين په فتح المجيد کښى ، په دغه بيان باندى کوم چه ما په جواب کښى ذکر کړه تصريح کړيده.
او هر چه په نبي r باندى د هغه په ژوند کښى د هغى ړوند صحابي وسيله وه ، چه نبي صلى الله عليه وسلم ورله شفاعت وکړه ، او دعاء ئى ورله وغوختله نو الله تعالى ورله د سترگو ديد واپس کړه، نو دا په حقيقت کښى هم دنبي صلى الله عليه وسلم په دعا او شفاعت باندى وسيله وه، او دا دهغى په جاه او په حق باندى وسيله نه وه لکه څرنگ چه دا خبره په حديث کښى واضحه ده.
لکه څرنگ چه به خلک په قيامت کښى د هغى نه شفاعت طلب کوى، تر څو چه د دوى په مابين کښى فيصيله وشى ، او جنتيان به ترى جنت ته د ننوتلو په خاطر شفاعت طلب کړى ، او دا قسم وسيله چه د هغى په ژوند کښى وي او که په اخرت کښى وى نو دا په حقيقت کښى د نبي r په دعا او شفاعت باندى وسيله ده او د هغى په ذات او حق باندى نه ده ، لکه څرنگ چه عالمانو په دى خبره تصريح کړيده ، چه ځنى ما مخکى ذکرکړه .
( ٦ ) سوال : ډيرعوام خلک په يو تعداد لويو غلطيانو کښى چه د توحيد سره تعلق لرى واقع کيږى ، نو د هغوى څه حکم دى ؟ او آيا هغوى د ناپوهۍ له امله معذور گڼلى شى ؟ او د هغوى د نکاح څه حکم دى ، او آيا د هغوى د حلالکى خوارک جايز دى ؟ او مکى مکرمى ته د هغوۍ ننوتل جايز دى ؟
جواب : څوک چه د مړو په رابللو ، مدد غوختلو ، او يا د هغوى لپاره په نذر منلو ، او يا د مړو په نور قسم عبادت باندى مشهور وى ، نو دغه سړى مشرک او کافر دى ، نه ورسره نکاح کول جايز دى ، او نه ئى مکي ته ننوتل جايز دى ، او نه ورسره د مسلمانانو په شان معامله کول جايز دى ، اگر چه هغه د جهل او ناپوهۍ دعوه هم وکړى ، تر هغي پورى چه د دغى کارنه ئى توبه نوى ويستلى ، لکه څرنگ چه الله تعالى په سورة البقره کښى فرمائى : }وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ {الآ ية ( ٢٢١ ) ، او په نکاح مه آخلئ مشرکى ښځى تر هغه پورى چه ايمان راوړى ، او خامخا وينځه مؤمنه بهتره ده له مشرکى اصيلى څخه اگر که تعجب کښى اچوى تاسى لره ، او په نکاح مه ورکوئ تاسى مسلمانانى ښځى مشرکانوته تر هغى پورى چه ايمان راوړى ، او خامخا مؤمن مرئى بهتر دى د کافر نه اگر که تعجب کښى اچوى تاسو لره .
او همدا راز الله تعالى په سورة ممتحنة کښى فرمائى : } يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآَتُوهُمْ مَا أَنْفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ إِذَا آَتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنْفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنْفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ { الآية ( ١٠ ) ، اى هغه کسانو چه ايمان ئى راوړى دى ، کله چه راشى تاسوته مؤمنانى ښځى هجرت کونکى ، نو امتحان وکړئ تاسو په هغوى باندى ، الله ښه پوهه دى په ايمان د هغوى ، نو که وپيژنئ تاسو دوى مؤمنانى نو بيرته مه واپس کوئ هغوى لره کفاروته ، نه دا مسلمانانى زنانه حلالى دى دغه کفاروته او نه دغه کفار دى مسلمانانو زنانه ؤ له حلال دى او ورکړئ تاسو دغه کافرانو ته هغه څه چه لگولى ئى دى ، او نشته هيڅ گناه په تاسو باندى چه نکاح وتړئ تاسو له دغو ښځو سره ، کله چه ورکوئ تاسو هغوى ته مهرونه د هغوى ، او منگولى مه لگوئى تاسى په عصمتونو د ښځو کافرانو ( مه ئى ساتئ په خپله نکاح کښى ) او وغواړئ تاسى هغه چه خرچ کړى مو دى ، او ودى غواړى دغه کافر هم هغه څه چه خرچ کړى ئى دى ، دا حکم د الله دى ، هغه فيصله کوى په ما بين ستاسو کښى ، الله تعالى ښه پوهه دى او حکمت والا دى .
او همدا راز الله تعالى فرمائي : } يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ { سورة التوبة ( ٢٨ ) .
أى هغو کسانو چه ايمان ئى راوړى دى بيشکه مشرکان نجس او پليت دى نو نه دى نږدى کيږى دوي مسجد حرام ته روسته د دى کال نه چه دا دى .
او دهغوى جهل معتبر نه دى ، بلکه د کافرانو په شان معامله به ورسره کيدلاى شى ، تر هغى چه د دغى شرک نه توبه اوباسى ، ځکه چه الله تعالى د هغو خلکو په حق کښى فرمايلى چه هغه د دوى په شان دى : } وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آَبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ٭ قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ ٭ فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ ٭{ سورة الاعراف ( ٢٨- ٣٠ ) .
، او کله چه وکړى دوى د بى حيايى کار نو وائى دوى مو ندلى دى مونږ په دغه کار باندى پلرونه خپل ، او الله هم امر کړى دى مونږته په هغى باندى ، ورته ووايه أى محمد r چه الله امر نه کوى په ناکاره کارونو او بى حيائى باندى ، آيا وائى تاسو په الله باندى هغه څه چه تاسى پرى نه پوهيږئ ، ووايه أى محمد r دوئ ته چه حکم کړى دى رب زما په انصاف سره ، او برابر کړى تاسى مخونه خپل په وخت د هر لمانځه کښى ، او راوبلۍ الله لره ، په داسى حال کښى چه خالص کونکى ئى الله لره دين ، لکه چه اول کرت ئى پيدا کړۍ ، دوباره به هم تاسو پيدا کيږئ ، يوى ډلى ته ئى هدايت وکړه او بله ډله باندى ئى ثابته کړه ګمراهى ، بيشکه دوى نيولى دى شيطانان په دوستۍ سره په غير د الله تعالى نه ، او ګمان کوۍ دوى چه بيشکه همدوى هدايت موندونکى دى .
او همدا راز الله تعالى فرمائى : } قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا ٭ الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا ٭ { سورة الکهف [ ١٠٣] .
ووايه أى پيغمبرr آيا خبر کړو تاسى په ډيرو سختو تاونيانو باندى ، هغه کسان چه برباد شويدى عملونه د دوى په ژوند د دنيا کښى او هغوى ګمان کوى چه کوى دوى خايسته عمل . نور اياتونه هم شته .
( ٧ )سوال : په ډيرو اسلامى ټولنو کښى د دين په ښکاره علاماتو پورى مسخرى او ټوقو کول خورا رواج موندلى دى ، لکه د ږيري پراوږدولو ، په لڼدو جامو پورى ، او يا داسى نور ، نو آيا په دين پورى داسى استهزاء او مسخرى انسان د اسلامى ملت نه اوباسى ؟ او تاسو هغه چاته چه په دى مسخروکښى واقع شوى وى څه نصيحت کوئ ؟ الله تعالى دى تاسوته توفيق درکړى .
جواب : پدى کښى هيڅ شک نشته چه په الله تعالى او يا دهغى رسول او يا د هغى په آياتونو او شريعت ، او حکمونو پورى مسخرى کول يو قسم د کفر دى لکه څرنگ چه الله تعالى فرمائى : } قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ٭ لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ { سورة التوبة[ ٦٥ ] .
، ورته ووايه ( أى پيغمبر r ) ايا تاسو الله پورى او د هغى په آياتونو او پيغمبرپوري ټوقي کوئ ، عذرونه مه کوئ ، بيشکه تاسو کافر شوۍ روسته د ښکاره کولو د ايمان خپل نه .
او همدا راز په توحيد ، لمونځ ، زکات ، روژى ، او حج ، او يا د دين په نورو هغى حکمونو پورى ټوقي کول چه هغه اتفاقى وى هم په ديکښى داخل دى .
او په هغى انسان پوري مسخرى کول چه ږيره ئى پريخى وى ، او لنډى جامى اغوندى ، او اسبال نه کوى ، او يا داسى نور هغه کارونه چه خلک د هغى د حکم نه ناخبره وى ، نو په دى کښى بيا تفصيل دى ، ليکن د داسى ټوقو نه ځان ساتل واجب دى ، او چه څوک د غسى مسخرى کوى نصيحت کول ورته واجب او لازم دى ، تر هغى پورى چه الله ته توبه اوباسى ، او دهغى د شريعت پابندى وکړى ، او په متشرع او ديندار انسان پورى د ټوقو کولو نه ځان وژغورى ، تر څو چه له يوه پلوه د الله تعالى او د پيغمبر r تابعدارى راشى ، او له بله پلوه دالله تعالى د قهرنه اود مرتد کيد و نه نجات حاصل کړى ، د الله تعالى نه دخپل ځان او د ټولو مسلمانانو لپاره دا سوال کوم چه مونږ ته د هر قسم گناه نه امان راکړى او الله تعالى ډير ښه دى په اعتبار د غوښتلو سره .
( ٨ ) سوال : هغه کوم کتابونه دى چه تاسو ئى د عقيدى په هکله د لوستلو نصيحت کوئ ؟
جواب :د ټولو نه خايسته لوى او ډير رشتينى کتاب چه لوستل ئى د عقيدى احکامو او اخلاقو د زده کولو لپاره په هر چا باندى لازم دى ، هغه د الله تعالى کتاب دى ، هغه کتاب چه باطل ورته نه د مخى نه راتلاى شى او نه ورته د شا د خوانه ، چه د هغى ذات له خوا نازل شوى چه هغه د حکمت والا او ستايلى شوى دى . الله تعالى فرمائى : } إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا { سورة الاسراء [ ٩ ] .
، بيشکه دا قرآن ښائى ( خلکو ته ) هغه لار چه هغه ډيره برابره ده ، او زيرى ورکوى هغو مؤمنانو ته چه نيک عملونه کوى ، چه بيشکه وى به دوى لره اجر لوى . او همداراز الله تعالى فرمائى : } قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آَمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ { سورة فصلت [ ٤٤ ] . ، ووايه ته أى محمد r چه دا قرآن د هغى چا لپاره چه ايمان ئى راوړى دى هدايت او شفاء ده .
او همداراز الله تعالى فرمائى : } كِتَابٌ أَنزلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الألْبَابِ { سورة ص [ ٢٩ ] . ، دا يو کتاب دى چه تاته مو راليږلى دى ، برکتونو والا دى دى لپاره چه دا خلک فکر او تدبر وکړى په آياتونو دهغى کښى ، او پند تري واخلى خا وندان د عقل .
او همداراز الله تعالى فرمائى : } وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ { سورة الانعام [ ١٥٥ ] . ، او دا يو کتاب دى چه مونږ نازل کړى دى ، برکتونو والا دى ، نو تابعدارى وکړئ تاسى د هغى ، اوويريږئ دى لپاره چه رحمت در باندى وشى .او همدا راز الله تعالى د قرآن پاک په هکله فرمائى : } وَنزلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ { سورة النحل [ ٨٩ ] . ، او نازل کړى دى مونږ په تا أى محمد r کتاب چه واضح بيان والا دى ، د هر څيز لپاره اوهدايت او رحمت او زيرى دى لپاره د مسلمانانو .
او پيغمبر r د حجة الوداع په مقام په يو صحيح حديث کښى فرمائلى : « وَإِنِّي قَدْ تَرَكْتُ فِيكُمْ مَا لَنْ تَضِلُّوا بَعْدَهُ إِنْ اعْتَصَمْتُمْ بِهِ كِتَابَ اللَّهِ » سنن أبي داود - (ج 5 / ص 258) ، بيشکه ما تاسو کښى پريښى دى هغه څيز که تاسوپرى منگولى ولگوئ نو چيرته به گمراه نه شئ ، چه هغه د الله تعالى کتاب دى . او همدا راز نبي r ، په ( غدير خم ) نوم ځاى کښى ( چه جحفي ته په درى ميله کښى پروت دى ) کله چه ئى هلته خطبه ورکوله په داسى حال کښى چه هغه د حجة الوداع نه بير ته مدينى ته راستنيده وفرمايل : « وَأَنَا تَارِكٌ فِيكُمْ ثَقَلَيْنِ أَوَّلُهُمَا كِتَابُ اللَّهِ فِيهِ الْهُدَى وَالنُّورُ فَخُذُوا بِكِتَابِ اللَّهِ وَاسْتَمْسِكُوا بِهِ » حَثَّ عَلَى كِتَابِ اللَّهِ وَرَغَّبَ فِيهِ ثُمَّ قَالَ « وَأَهْلُ بَيْتِي أُذَكِّرُكُمْ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي أُذَكِّرُكُمْ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي أُذَكِّرُكُمْ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي » صحيح مسلم - (ج 12 / ص 134) ما په تاسو کښى دوه درانه شيان پريخوده : چه اول ئى د الله تعالى کتاب دى ، په هغى کښى هدايت او رڼا ده ، نو تاسى د الله تعالى کتاب واخلئ او منگولى پرى ولگوئ . د دى حديث روايت امام مسلم کړى د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما نه . نبي r اول خلکو ته په قرآن کريم باندى تيزى ورکړه ، او ترغيب ئى ورته ورکړه ، بيا ئى وفرمايل : (زه تاسوته الله دريادوم په باره د خپل اولاد کښى ، زه تاسوته الله تعالى در يادوم په باره د خپل اولاد کښى . ) امام مسلم د زيد بن أرقم نه د دى حديث روايت کړى. او همدا راز نبي r فرمائى : « خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ » صحيح البخاري - (ج 15 / ص 439)، بهتر په تاسو کښى هغه څوک دى چه قرآن زده کوى او بل ته ئى ښايى . امام بخاري دا حديث نقل کړيدى . او همدا راز نبي صلى الله عليه وسلم فرمائى : « وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ » صحيح مسلم - (ج 13 / ص 212)
(څوک چه په يوه لار باندى روان شى ، چه په هغى کښى علم طلب کوى ، الله تعالى به ئى د هغي په وجه د جنت په لار روان کړى ، او نه راجمع کيږى خلک په يو کور کښى د الله د کورونو نه چه د الله تعالى کتاب لولى ، مګر په هغى باندى سکون او اطمنان نازليږى ، او هغوى لره رحمت پټوى ، او راټو ليږى په هغوى باندى ملايکى ، او الله تعالى يا دوى هغوى لره د هغى ملايکو په ټولى کښى چه د هغى سره دى ، او څوک چه روسته کړى عمل د ده نو نسب به ده لره تيز نه کړى . دا حديث امام مسلم نقل کړى د ابو هريرة رضي الله عنه په روايت سره ، او د دي په شان نور حديثونه هم ډير دى .
او بيا د قرآن پاک نه روسته خايسته کتابونه د حديثونو کتابونه دى ، لکه صحيحين ( بخاري او مسلم ) او سنن اربعة ، ابو داود ، ترمذي ، نسائي ، ابن ماجه ، او يا د احاد يثو داسى نور معتمد کتابونه ، نو د هر چا لپاره په کار دى چه خپل مجلسونه او حلقى د قرآن پاک په تلاوت او تعليم باندى روښانه او ابادى کړى او خلک ورباندى پوهه کړى ، او د دى کار سرپرستى بايد هغه د علم او بصيرت والا په غاړه واخلى ، چه هغوى دعلم پوهى نصيحت او استقامت په اعتبار سره معتمد او ثقه وى .
او ځنى نور مناسب کتابونه ، لکه رياض الصالحين ، الترغيب والترهيب ، الوابل الصيب ،عمدة الحديث الشريف ، بلوغ المرام ، منتقى الأخبار او داسى نور مفيد کتابونه .
او هغه کتابونه چه چه په عقيده کښى ليکلى شويدى ، نو په ټولو کښى بهترين کتاب د شيخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله کتاب التوحيد دى ، او د هغى شرحه چه شيخ سليمان بن عبدالله ، او شيخ عبدالرحمن بن حسن ، کوم چه د شيخ محمد بن عبد الوهاب لمسى دى ليکلى ده ، چه هغه تيسير العزيز الحميد ، او فتح المجيد دى . او له دغى جملى نه د شيخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله مجموعة التوحيد نومى کتاب هم دى ، او همداراز د شيخ الإسلام بن تيمية رحمه الله پنځه کتابونه ، لکه کتاب الإيمان ، القاعدة الجلية في التوسل والوسيلة ، العقيدة الواسطية ، التدمرية ، او الحموية.
او همدا راز د علامة ابن القيم رحمه الله کتابونه لکه زاد المعاد في هدي خير العباد ، الصواعق المرسلة على الجهمية المعطلة ، او إغاثة اللهفان من مکايد الشيطان نو دا هم بهترين کتابونه دى .
او شرح العقيدة الطحاوية د ابن ابي العز الحنفي ، منهاج السنة او اقتضاء الصراط المستقيم د شيخ الإسلام بن تيمية ، او کتاب التوحيد د ابن خزيمة ، او کتاب السنة د عبد الله بن الامام احمد ، اعتصام د شاطبي ، اونور هغه کتابونه چه د اهل سنت والجماعت د عقيدى په وضاحت کښى ليکلى شويدى ، او بيا ډير جامع کتاب په عقيدة کښى د شيخ الاسلام بن تيمية فتاوى ده ، او الدرر السنية في الفتاوى النجدية کوم چه شيخ عبد الرحمن بن قاسم رحمه الله جمع کړيده .
( ٩ ) سوال: په داسى الفاظو سره ټوقى کول چه په هغى کښى کفر او فسق وى ، دا په ځنو اسلامى ټولنو کښى وجود لرى ، نو دا به ډيره بهتره وى که تاسو په دى باندى رڼا واچوئ ، او په هغى کښى د علم د طالبانواو د داعيانو موقف بيان کړئ ؟
جواب : پديکښى هيڅ شک نشته چه په دروغو او يا په کفرى طريقى سره ټوقى کول ډير لوى ناروا عمل دى او بيا ډير خطرناک پکښى هغه دى چه د خلکو په مجلسونو کښى وى ، نو په هر چا دا واجب دى چه د داسى کار نه ځان وساتى ، او بيشکه الله تعالى د داسى کارنه ويره ورکړيده لکه څرنگ چه فرمائى : } وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ { سورة التوبة [ ٦٥ ] ترجمه : او خامخا که پوښتنه وکړى ته له دوى نه ، نو بيشکه وائى به دوى ، چه وو مونږ چه مجلس او لوبى مو کولى ، ته ورته ووايه أى محمد صلى الله عليه وسلم آيا تاسى په الله او د هغى په آياتونو او رسول پورى ټوقى کوئ ، عذرونه مه کوئ ، بيشکه کافر شوى يئ روسته د ښکاره کولو د ايمان نه .
اکثر سلف دا وائى ، چه دا ايت د هغى خلکو په باره کى نازل شوى چه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره په يو سفر کښى ملگرى ؤ ، نو دوى وويل چه مونږ د دى خپلو قاريانو په شان خلک ندى ليدلى چه د خيټو ډير شوقيان وى ، او ډير دروغجن وى ، او د جنگ په وخت کښى ډير بزدله وى ، نو الله تعالى دا آيت نازل کړه ، او د نبى صلى الله عليه وسلم نه په يو صحيح حديث کښى نقل شوى ، چه هغه فرمائى : « وَيْلٌ لِلَّذِي يُحَدِّثُ فَيَكْذِبُ لِيُضْحِكَ بِهِ الْقَوْمَ وَيْلٌ لَهُ وَيْلٌ لَهُ » سنن أبي داود - (ج 13 / ص 172) سنن الترمذي - (ج 8 / ص 292) ، تباهى ده د هغى کس لپاره چه په خبروکښى دروغ وائى دى لپاره چه خلک پرى وخندوى ، ده لپاره دى هلاکت وى او بيا دى د ده لپاره هلاکت وى . دا حديث په ابو داؤد ترمذي نسائي کي راغلي په صحيح سند سره .
نو په ټولو عالمانو او مؤمنانو باندى دا لازم دى چه د دغسى ټوقو نه ځان وساتى او نور خلک ترى ويروى ، ځکه چه په دغسى ټوقو کښى لوى خطر او فساد دى ، او عاقبت ئى ډير وخيم او خطرناک دى ، الله دى مونږ او ټولو مسلمانانو ته د دغسى ټوقو نه عافيت اوسلامتيا راکړى ، او په نيغه لار دى مونږ روان کړى ، الله اوريدونکى او قبلونکى ذات دى .
( ١٠ ) سوال : د انسان په زړه کښى کله وسوسى او سوچونه راځى ، خاصکر د ايمان او توحيد په باره کښى نو آيا مسلمان په دغسى عمل باندى نيولى کيږى ؟
جواب : د پيغمبر صلى الله عليه وسلم نه په يو صحيح حديث کښى ثابت شوى کوم چه په صحيحين او نورو کتابونو کښى راغلى ، چه هغه فرمائى : « إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ » صحيح البخاري - (ج 16 / ص 316)
بيشکه الله تعالى زما امت ته هغه وسوسى چه د دوئ په زړونو کښى راځى چه تر څو پورى ئى عملى کړى نه وى ، او خبرى ئى پرى نه وى کړى معاف کړى . او همدا راز صحابه کرامو د پيغمبر r نه د د غسى وسوسو په باره کى تپوس وکړه ، نو نبي r جواب ورکړه : « ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 325) ، چه دغه صفا اوښکاره ايمان دى ، او همدا راز نبي صلى الله عليه وسلم فرمائى : « لَا يَزَالُ النَّاسُ يَتَسَاءَلُونَ حَتَّى يُقَالَ هَذَا خَلَقَ اللَّهُ الْخَلْقَ فَمَنْ خَلَقَ اللَّهَ فَمَنْ وَجَدَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا فَلْيَقُلْ آمَنْتُ بِاللَّهِ » صحيح مسلم - (ج 1 / ص 327) هميشه به وى خلک چه خپل مينځ کښى به تپوس کوى ، تر دى پورى چه داسى به وويلى شى ، چه دا مخلوقات خو الله تعالى پيداکړى دى ، ليکن الله چا پيداکړى ؟ نو څوک چه د داسى خبرى سره مخ شو نو داسى دى ووائى : ما ايمان راوړى په الله او پيغمبرانو د الله باندى . او په بل روايت کښى راغلى چه الله پورى دى پناه وغواړى او منع دى شى . دا حديث امام مسلم نقل کړى .
( ١١ ) سوال : ځنى د علم طالبان داسى اجتهاد کوى چه د دين د يوى بديهى او ښکاره حکم سره ټکراو لرى ، آيا د دين هغه مسأله چه ښکاره او واضحه وى ، په هغى کښى اجتهادجايز دى ؟ ستاسو نه زمونږ غوختنه نصيحت او ارشاد دى ، او چه دى موضوع ته اهميت ورکړئ ؟
جواب : د دين هر هغه حکم چه په شرعى او واضحه د ليلونو باندى ثابت شى ، لکه قرآن ، سنت ، او اجماع د سلفو ، نو د قياس او اجتهاد لپاره پکښى مجال نشته ، بلکه په هغى باندى ايمان لرل او عمل کول واجب دى ، او د هغى حکم پريخودل چه د مسلمانانو د اجماع نه مخالف وى ضرورى دى ، اود علماء په دى لويه قاعده او اصل کښى هيڅ قسم اختلاف نشته ، بلکه اجتهاد کول په هغى مسايلو کښى جايز وى ، چه په قرآن او سنت کښى پرى ښکاره د ليلونه نه وى ، نو څوک چه حق ته ورسيده د هغى لپاره دوه اجره دى او که څوک خطا شو نود هغى لپاره يو اجر دى ، دا په هغه وخت کښى چه دا مجتهد د علم والا وى او د اجتهاد لايق او اهل وى ، او په اخلاص او صداقت سره د حق په طلبولو کښى خپل کوشش او طاقت خرچ کړى ، لکه څرنگ چه په بخاري او مسلم کښى حديث دى د عمرو بن عاص رضي الله عنه په روايت سره ، چه نبي صلى الله عليه وسلم فرمائى : « إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ » صحيح البخاري - (ج 22 / ص 335) صحيح مسلم - (ج 9 / ص 114) ، کله چه يو حاکم فيصله کوى او اجتهاد ئى وکړه ، او حق ته ورسيده نود هغى لپاره دوه اجره دى ، او چه کله فيصله کوى او اجتهاد ئى وکړه او بيا هم خطا شى نو د هغى لپاره يواجر دى .
( ١٢ ) سوال : د هغه انسان حکم څه دى چه الله او پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته کنځلى کوى او يا ورله نقصان بيانوى ؟ او د هغى چا څه حکم دى چه د هغى حکم نه انکار کوى چه الله فرض کړى ، او يا هغه شى حلال وگڼى چه الله تعالى حرام کړى ؟ مونږ ته په دى هکله تفصيلى جواب راکړه ځکه چه د ډيرو خلکو نه داسى شرونه صادريږى ؟
جواب : څوک چه الله ته او يا پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته ، او يا نورو پيغمبرانو عليهم السلام ته هر قسم کنځل وکړى ، او يا د الله او پيغمبر صلى الله عليه وسلم نقصان بيان کړى ، اويا ورپورى ټوقى او مسخرى وکړى نو دغه سړى کافر دى ، او په اجماع د ټول امت سره د دين اسلام نه مرتد شو ، اگر که هغه د اسلام دعوه کوى ، ځکه چه الله تعالى فرمائى : } قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ { سورة التوبة [ ٦٥ ] ، ورته ووايه أي پيغمبر صلى الله عليه وسلم آيا تاسي په الله او د هغى په آياتونو او پيغمبر پورى ټوقى کوئ ، بيشکه تاسو کافران شوئ روسته د ښکاره کولو د ايمان نه .
او شيخ الاسلام بن تيمية رحمه الله په خپل کتاب ( الصارم المسلول على شاتم الرسول ) کښى په دى مسأله کښى ډير په تفصيل سره دليلونه ذکر کړى ، که څوک غواړى چه په دى مسأله کښى ډير معلومات حاصل کړى ، او په د لايلو پوهه شى نو دغى کتاب ته دى رجوع وکړى ، ځکه چه په هغى کښى فايده زياته ده ، او ليکوال ئى لوى شان او پراخه علم والا دى ، الله دى پرى رحمتونه نازل کړى .
او دهغى انسان حکم هم داسى دى ، چه د الله تعالى د واجبي حکم نه انکار کوى ، او يا هغه شيان حلال گڼى چه الله تعالى حرام کړى او په دين کښى د هغى حرام والى ښکاره وى ، لکه څوک چه د لمانځه ، زکات ، روژى ، او دحج د فرضيت نه انکار کوى ، اويا د مور او پلار سره د نيکى کولو د وجوب نه منکر شى ، او يا داسى نور . او همداراز څوک چه د شرابو سکل ، او د مور او پلار نافرمانى ، او يا د خلکو مالونه او وينه په ناحقه سره ، او يا سود کول ، او يا داسى نور حرام شيان چه په دين کښى ئى حرام والى با لکل ښکاره وى حلال گڼى ، نو دا هم په اجماع د سلف صالحينو سره د مخکو خلکو حکم لرى ، اودغه انسان کافر دى ، او د دين اسلام نه مرتد شو ، اگر که هغه د اسلام دعوه هم کوى ، او پدى باندى د ټولو اهل علمو اتفاق دى .
او اهل علمو دا مسأله او داسلام ماتونکى شيان په باب د حکم د مرتد کښى ډير په تفصيل سره بيان کړى ، او دليلونه ئى ورله ذکر کړى دى ، که څوک پدى باندى ځان پوهه کول غواړى نو د اهل علمو کتابانو ته دى رجوع وکړى ، که هغه حنبليان دى ، او که شوافع دى ، او که مالکيان دى، او که حنفيان دى ، او که نور اهل علم وى ، ځکه چه په هغى کښى به شافى او کافى معلومات حاصل کړى .
او دا جايز نه ده چه څوک د ناپوهئ د دعوى په خاطر په دى مسايلو کښى معذوره وگڼلى شى ، ځکه دا مسايل د مسلمانانو په مينځ کښى معلوم او مشهور دى ، او د الله تعالى په قرآن او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په سنتو کښى د هغى حکم با لکل ښکاره دى ، والله ولي التوفيق .
( ١٣) سوال : په دى زمانه کښى د جادو استعمال او جادو گروته تگ راتگ ډير زيات شوى دى نو د دى حکم څه دى ؟ او په چا باندى چه جادو وشى نو د هغى د علاج لپاره کومه روا اوجايزه طريقة شته ؟
جواب : جادو د لويو او هلاکونکو گناهونو له جملى څخه دى بلکه د اسلام د ماتونکو شيانو څخه شميرلى کيږى ، لکه څرنگ چه الله تعالى په خپل عزتمند کتاب کښى فرمائى : }وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآَخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ٭ وَلَوْ أَنَّهُمْ آَمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ خَيْرٌ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ٭{ سورة البقرة [ ١٠٢- ١٠٣ ] . او تابعدارى کوله يهوديانو د هغه څه چه لوستل به شيطانانو ، په باچاهئ د سليمان عليه السلام کښى ، او کفر نه وکړى سليمان ليکن شيطانانو کفر کړى ؤ ، او حال دا چه ښوده به ئى خلکو ته جادو ، او تابعدارى به ئى کوله د هغه شى چه نازل شوى ؤ په دوو پرښتو په بابل کښى چه هاروت او ماروت ؤ او نه به ښوده دى دواړو هيچاته تر هغه پورى چه ويل به دى دواړو بيشکه مونږ امتحان يو نو کفر مه کوه ، نو زده کوو به هغوى د دى دواړو نه هغه شى چه بيلتون به ئى راوسته په مينځ د خاوند او ښځى کښى ، او نه ؤ دوى ضرر رسونکى په دى سحر سره هيچا ته مگر په حکم د الله سره ، او زده کوى دوى هغه څه چه ضرر رسوى دوى ته او فايده نه ورکوى دوى ته ، او بيشکه پوهيدل دوى چه هغه څوک چه اخلى جادو نشته دى لره هيڅ برخه په اخرت کښى ، او ډير ناکاره دى هغه شى چه دوى خرڅ کړى دى په هغى باندى نفسونه خپل ، که وى دوى پوهيدونکى ، او که دوى ايمان راوړى وى ، او ځان ئى ساتلى وى د جادو نه نو خامخا ثواب د طرفه د الله نه ډير غوره دى ، که دوى پوهيدلى .
نو الله تعالى په دى دوه اياتونو کښى خبر ورکوى ، چه شيطانانو خلکو ته د سحر او جادو تعليم ورکوو ، او دغه کار باندى هغوى کافر شول ، او دغى پرشتو به چاته د جادو تعليم نه ورکوو تر دى چه خبر به ئى ور کړه چه دا کفر دى او امتحان دى .
او همدا رنگ الله تعالى خبر ور کړى چه د سحر زده کونکى هغه څه زده کوى چه دوى ته ضرر رسوى او فايده ورته نه رسوى ، او د دوى لپاره د الله په نزد په قيامت کښى هيڅ حصه نشته .
او همدا رنگ الله تعالى د دى وضاحت وکړه چه جادو گر د خاوند او ښځى په مينځ کښى جدا والى راولى ، او دوى په دى جادو سره د خداى د اذن نه په غير هيچاته ضرر نشى رسولى ، او د اذن نه مراد تکوينى تقديرى دى ، او شرعي ترى مراد نه دى ځکه هر څه په دنيا کښى د الله په تکويني اذن سره واقع کيږى ، او هغه څه واقع کيداى نه شى چه الله تعالى ‌ئى تکوينى تقديرى اراد‌ه نه وى کړى ، او الله تعالى د دى بيان هم وکړه چه جادو د ايمان او تقوى سره تضاد لرى .
په بخاري او مسلم کښى حديث دى د ابو هريرة رضي الله عنه په حواله باندى ، چه نبي صلى الله عليه وسلم فرمائى : « اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا هُنَّ قَالَ الشِّرْكُ بِاللَّهِ وَالسِّحْرُ وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَكْلُ الرِّبَا وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ » صحيح البخاري - (ج 9 / ص 315) صحيح مسلم - (ج 1 / ص 244)
چه ځان وساتئ د اوو هلاکونکو شيانو نه صحابه کراموعرض وکړو چه دا کوم شيان دى أى د الله نبي ؟ هغى وفرمايل ، د الله تعالى سره شرک کول ، جادو ، په نا حقه سره د هغى نفس وژل چه الله تعالى ئي وژل حرام کړيدى ، د سود خوراک ، او د يتيم مال خوړل ، اود جنگ په ورځ د دشمن نه تيخته کول ، او د پاکو ايماندارو او بى خبرو زنانه وبد نامول . نو نبي صلى الله عليه وسلم په دى صحيح حديث کښى واضحه کړه ، چه شرک او سحر هلاکونکى گناهونه دى ، او شرک په ټولو کښى لويه گناه ده ، او جادو هم شرک دى ، له دى امله ئى ورسره يو ځاى متصل ذکرکړه ، ځکه چه جادو گر تر هغى پورى جادو نشى کولى چه تر څو پورى ئى د شيطانانو عبادت نه وى کړى ، او يا به ورته په هغو کارونو ځان نږدى کوى چه شيطانان پرى خوشحاليږى لکه د هغوى رابلل ، او د هغوى په نامه قربانى او منخته کول ، او يا ترى مدد غوختل .
امام نسائي رحمه الله د ابو هريرة رضي الله عنه روايت کوي ، چه نبي صلى الله عليه وسلم فرمائى : « مَنْ عَقَدَ عُقْدَةً ثُمَّ نَفَثَ فِيهَا فَقَدْ سَحَرَ وَمَنْ سَحَرَ فَقَدْ أَشْرَكَ وَمَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ » سنن النسائي - (ج 12 / ص 444) چا چه غوټه جوړه کړه او بيا ئى پکښى پوکى وکړه ، نو ده جادو وکړه ، او چا چه جادو وکړه نو ده شرک وکړه ، او د کوم شى سره چه څوک علاقه جوړه کړى الله تعالى به ئى ورته وسپارى . او دا حديث د الله تعالى د هغى وينا تفسير کوى چه الله تعالى په سورة فلق کښى فرمائى : } وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَد ِ{ سورةالفلق الآية : (٤) ، او د شر د پوکى کونکو زنانه ؤ نه په غوټو کښى .
مفسرين ليکي : چه دا هغه جادوګرى او کوډ ګرى زنانه دى ، چه غوټى جوړوى ، او بيا پکښى شيطان ته د ځان نږدى کولو په خاطرپه شرکى کلماتو سره پوکى او چوپونه کوى ، تر څو چه خلکو ته په ِضرر رسولو کښى د دوى هدف او مقصد ، نافذ او عملى کړى .
او د اهل علمو په دى مسئله کښى اختلاف دى چه ايا د ساحر نه به د توبى طلب کيداى شى او که نه ، او همدا راز د ساحر توبه قبليږى او که نه ؟ او که په ساحر باندى جادو ثابت شى نو آيا خامخا به قتليږى ، او د توبى د ويستلو فرصت به نه ورکولى کيږى ؟ دا دوهم قول صحيح او راجح دى ، ځکه چه د ساحر پريښودل اسلامى ټولنى او معاشرى ته ضرر رسوى ، او غالبا ساحر او جادو ګر دروغجن وى ، او همدا راز د هغى په پريښودلو کښى عامو مسلمانانو ته هم ضرر دى ، او د دى راى خاوندانو د عمر بن خطاب t په حديث باندى استدلال کړيدى : چه هغى د جادو ګرو په قتل باندى حکم کړى ؤ ، او د توبى د ويستلو فرصت ئى نه ؤ ورکړى ، او حال دا چه عمر رضي الله عنه دوهم خليفه دى ، چه رسول الله r د هغوى د سنتو د تابعدارۍحکم کړى دى .
او همدا راز هغوى د جندب بن عبد الله البجلي رضي الله عنه ، او يا د جندب الخير الأزدي په مرفوع او يا موقوف حديث باندى هم استدلال کړيدى : «حَدُّ السَّاحِرِ ضَرْبَةٌ بِالسَّيْفِ » سنن الترمذي - (ج 5 / ص 383)
چه د ساحر حد او سزا په توره باندى وهل دى . او ځنو راويانو په ضربة سره روايت کړى ، او صحيح قول دا دى چه دا موقوف دى په جندب رضي الله عنه باندى .
او همدا راز د حفصى رضي الله عنها نه چه ام المؤمنين ده روايت دى ، چه هغى د خپلى وينځى په قتل باندى کله چه ئي پرى جادو او سحر وکړه حکم کړى ؤ ، ، او د توبى د ويستلو فرصت ئى نه ؤ ورکړى .
او امام احمد رحمه الله فرمائى : چه د ساحر او جادو ګر قتلول په غير د توبى طلب کولو نه د درى صحابه کرامو نه چه هغه عمر بن خطاب جندب ، او حفصة رضى الله عنهم دى ثابت دى .
او د مخکني بيان نه دا ثابته شوه چه جادوګر او ساحر ته ورتګ ناروا او حرام دى ، او همدا راز د هغوى نه د يو شى په هکله تپوس کول هم ناروا دى ، او نه د هغوى تصديق کول جايز دى ، لکه څرنګ چه کاهنانو پالبينانو او ترويتيانو ته ورتګ ناروا او حرام دى ، او دا هم معلومه شوه چه د ساحرانو او جادو ګرو قتلول کله چه پرى په شرعى دلايلو او شاهدانو باندى سحر او جادو ثابت شى په غير د استتابت او د توبى طلب کولو نه واجب او فرض دى .
او د جادو او سحر علاج به په شرعى دمونو او فايده مندو او حلالو دواګانو باندى کيداى شى ، او په ټولو کښى ډير فايده مند علاج په مريض او مسحور باندى د سورة فاتحى ، آية الکرسي ، او دسورة اعراف ، يونس ، او د سورة طه ، هغه آياتونه چه د سحر په باره کښى دى د هغى لوستل دى ، سره د چوپ کولو نه ، او همدا راز ، د } قل يا ايها الکفرون { او } قل هو الله احد { او د } قل اعوذ برب الفلق { او د } قل اعوذ برب الناس { لوستل دى په مريض باندى ، او د دى درى سورتونو لوستل درى کرت مستحب دى ، او د دى سره د هغى صحيح دعاګانو لوستل چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به ، په هغى سره د مريضانو د علاج لپاره دعاګانى کولى ، چه هغه په لاندى ډول دى :
« اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ أَذْهِبْ الْبَاسَ اشْفِهِ وَأَنْتَ الشَّافِي لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا » صحيح البخاري - (ج 18 / ص 25) ، أي د خلکو پروردګاره ، ته مرض لرى کړه ، او ته مريض روغ کړه ، ته روغونکى ئى ، او ستا دعلاج نه علاوه بل علاج نشته ، او ستا داسى شفا او علاج دى چه مرض نه پريږدى .
او همدا راز هغه دعا به کوى په کومه دعاء باندى چه جبرئيل عليه السلام نبي صلى الله عليه وسلم دم کړى ؤ ، لکه دا دعاء « بِاسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ وَعَيْنِ حَاسِدٍ بِاسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ » سنن الترمذي - (ج 4 / ص 77). او دا به درى ځله وائى او دا ډير فايده مند علاج دى ان شاء الله .
او همدا راز دا هم د سحر علاج دى چه هغه تارونه او وړۍ چه غوټى ورته اچولى شوى وى ، او په هغى باندى دا شک وى چه سحر به پکښى شوي وى ، د هغى سوزول او ختمول ، ليکن د هغى سره به د شرعى دمونو اهتمام هم کوى .
او همدا راز سهار او ماښام درى درى واره د ( أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) ، او ورسره د سهار او ماښام نه روسته د مخکنو درى سورتونو لوستل درى کرت هم د جادو علاج دى ، او همدا راز دآية الکرسي لوستل د لمانځه نه روسته او د خوب په وخت کښى هم بهترين علاج دى .
او سهار او ماښام درى کرت د دى دعاء ويل هم مستحب دى : ( بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ) د الله تعالى په نوم باندى ، هغه ذات چه د هغى د نامه سره څوک ضرر نه شى رسولى نه په زمکه کښى او نه په اسمانونو کښى او هغه اوريدونکى او پوهه دى .
ځکه چه د رسول الله r نه ، د دغى ټولو دعاګانو ويل په صحيح سند سره اثبات لرى ، او هم دا راز به په الله تعالى باندى خايسته ګمان کوى ، او دا ايمان به پري لرى چه هغه په اسبابو کښى تاثير اچونکى دى ، او يواځى الله تعالى شفاء ورکونکى دى ، او دغه دعاګانى او دمونه ، صرف شرعى اسباب دى ، او مريض به يواځى په الله تعالى باندى توکل او اعتماد کوى ، او په اسبابو به توکل نه کوى ، ليکن دا عقيده به ساتى چه کله الله تعالى وغواړى نو په دغى اسبابو باندى به فايده ورسوى ، او که وغواړى نو فايده ترى سلب کړى ، ځکه چه د الله تعالى په هر څه کښى پوره حکمت وى ، او الله تعالى په هر څه باندى قدرت لرى ، او په هر څه باندى پوهه دى ، څه چه ورکوى د هغى منع کونکى نشته ، او څه چه منع کړى د هغى ورکونکى څوک نشته ، او د هغى د فيصلو څوک ردونکى نشته ، خاص د هغى لپاره بادشاهى ده ، او خاص د هغى لپاره خايسته صفتونه دى ، او هغه په هر څه باندى قادر دى ، او هغه د توفيق ورکونکى دى .
(١٤) سوال : په دى زمانه کښى منافقت او منافقين او هم د اسلام او د مسلمانانو د جنګ لپاره د منافقت وسايل ډير زيات شوى دى ، نو دا به ډيره ښه وى که تاسو مهربانى وکړۍ ، او د منافقت په خطر او قسمونو باندى رڼا وا چوۍ ، او هم د منافقينو صفت او حقيقت په ګوته کړۍ ، او مسلمانانو ته د هغوى نه ويره ورکړۍ ؟
جواب : د منافقت خطر ډير لوى دى ، او د منافقينو شرونه او ضررونه ډير زيات دى ، او الله تعالى په خپل معزز کتاب کښى ، د هغوى صفتونه بيان کړى ، لکه په سورة بقرة او نورو سورتونو کښى ، او همدا راز رسول الله r د هغوى صفتونه ښودلى دى ، لکه څرنګ چه الله تعالى د هغوى په صفت کښى فرمايلى : } وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آَمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ ٭ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آَمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ٭ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ٭{ سورة البقرة [ ٨-١٠] ، ځنى د خلکو نه هغه دى چه وائى مونږ ايمان راوړى دى په الله تعالى او په ورځ روستنۍ باندى او حال دا چه دوى ندى مؤمنان ، دوکه کوى دوى د الله تعالى او د مؤمنانو سره ، او حال دا چه دوى دوکه نشى کولى مګر د خپلو ځانونو سره ، او دوى شعور نه لرى ، په زړونو د دوى کښى مرض دى ، نو زيات به کړى الله تعالى دوى لره په اعتبار د مرض سره ، او د دوى لپاره عذاب دردونکى دى ، په سبب د هغى باندى چه ؤ دوى دروغژن .
اوپه سورة نساءکښى فرمائى : } إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلا قَلِيلا { سورة النساء [ ١٤٢-١٤٣] ، يقينا منافقان دوکه کوى د الله سره او حال دا چه هغه دوکه کوى د دوى سره ( چه څرنګ د هغى د شان سره لايق وى ) ، او کله چه لمانځه ته پورته کيږى نو په تنبلۍ سره پاڅيږى ، او الله تعالى نه يادوى مګر لږ ، دوۍ مذبذب دى په مابين د هغى کښى ، نه د دوى سره دى او نه د نورو سره .
او همداراز الله تعالى په سورة توبه او نورو سورتونو کښى د دوى نور صفتونه هم بيان کړى .
حاصل او خلاصه دا شوه چه دوى د اسلام دعوه کوى ، ليکن داسى اخلاق پکښى دى چه هغه د اسلام خلاف دى ، او مسلمانانو ته ضرر رسوى ، لکه څرنګ چه الله تعالى په دى آياتونو او يا په نورو کښى هغه بيان کړيدى .
نفاق په دوه قسمه دى : اعتقادى او عملى .
هغه صفتونه چه الله تعالى په سورة البقرة او په سورة نساء کښى بيان کړى ، دا د عقيدوى منافقانو صفتونه دى ، او دوى د دغى صفتونو له امله د يهودو او نصارا او بوت پرستانو نه لوى کافران دى ، ځکه چه د دوى خطر ډير لوى دى ، او د دوى دين د عامو خلکو نه پټ وى ، او الله تعالى په قرآن عظيم الشان کښى فرمايلى چه دوى به په ورځ د قيامت کښى د جهنم په لاندى طبقة د اور کښى وى .
او عملى منافقت دى ته وائي چه يو انسان په ځان کښى د منافقانو ظاهرى اخلاق پيدا کړى ، ليکن په الله تعالى ، په پيغمبر صلى الله عليه وسلم ، او په ورځ د قيامت ، ايمان لرى ، لکه دروغ ويل ، خيانت ، د جمع په لمانځه کښى سستى کول ، او د منافقانو ځنى صفتونه هغه دى ، چه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په صحيح حديث کښى راغلى چه فرمائى : « آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ » صحيح البخاري - (ج 1 / ص 58) ، د منافق درى علامى او نښى دى ، کله چه خبرى کوى نو درواغ وائى ، او کله چه وعده وکړى نو په هغى کښى خلاف کوى ، او کله چه ورته امانت وسپارلى شى په هغى کښى خيانت کوى . او همدا راز رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى: « إِنَّ أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا » صحيح مسلم - (ج 3 / ص 380) ، په منافقانو باندى ډير ګران لمونځ د ماخوستن او د سهار لمونځ دى ، که دوي پوهيدلى په هغه ثواب باندى چه په دى دواړو لمونځونو کښى دى ، نو دوى به خامخا هغى ته راغلى وي اګر که په خاپوړو هم وى او په دى صفتونو کښى ډير اياتونه او احاديث شته .
نو په ټولو مسلمانانو نارينه او ښځو باندى دا لازم او ضرورى دى ، چه د منافقانو د صفتونو نه خپل ځان ډير په غور سره وژغورى ، او ځنى هغه اسباب چه د انسان سره په دى هکله کومک کوى ، هغه د منافقانو په هغى صفتونو کښى تدبر اوسوچ کول دى چه الله تعالى په خپل کتاب قرآن کښى ذکر کړي او يا په صحيح احاديثو کښى راغلى .
د الله تعالى نه سوال کوم چه مونږ او ټولو مسلمانانو ته په دين کښى د پوهى توفيق او بيا راته په هغى باندى ثابت قدمى نصيب کړى ، او دهغى څه نه مونږ وژغورى چه دشريعت مخالف وى ، او د الله تعالى د دشمنانو د مشابهت نه دى مونږ ته امان راکړى ، که هغه په اخلاقو کښى وى او که په عملونو کښى وى ، او هغه ډير حقدار دى چه سوال ترى وکړى شى .