تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : صفة صلاة النبي صلى الله عليه وسلم ( بـشـتـو)


أبو زكريا
_14 _May _2013هـ الموافق 14-05-2013م, 06:52 PM
المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة
صفة صلاة النبي r
لسماحة الشيخ عبد العزيزبن باز رحمه الله تعالى
( بشتو )



دَ نبي کريم r دَ لمونځ کولو طريقه

ترجمه : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
د موبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل ٣١٩٥١، سعودي عربستان .


بسم الله الرحمن الرحيم

محترمومسلمانانوورڼو: د دي لپاره چه د نبي کريم r پدي حديث عمل راشى چه هغه فرمايلي ((...صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي...)) (( تاسو داسي مونځ وکړي لکه څرنګه چه تاسو ماويني چه زه مونځ کوم)). [بخاري ].
نو تاسو ته د نبي کريم rد لمونځ کولو طريقه په لاندي ډول سره بيانيږي :
١) مونځ کونکى به پوره اودس کوى لکه څرنګه چه الله تعالى په قران کريم کې فرمايلي :} يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاَةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ{
ترجمه:(( اى مؤمنانوپه کوم وخت کې چه پاڅيږي تاسو لمونځ ته نوووينځي مخونه خپل ، اولاسونه خپل تراخرد څنګلو پوري ، اومسح وکړي په سرونو خپلو، اووينځي پښي خپلي تر اخرد پړکيو پوري )) . [سورة مائدة : ٦] .
٢) مونځ کونکى چه په هرځاي کې وى په پوره بدن سره به قبلي ته مخامخ ودريږى چه هغه کعبه شريف ده ، او د لمونځ لپاره به په زړه سره نيت کوى ، د نيت تلفظ به په خوله سره نه کوى؛ ځکه دا بدعت دى د دي ثبوت د نبي کريم r ، اود صحابو رضوان الله عليهم أجمعين څخه نشته ، اود مونځ کونکى لپاره ستره سنت ده برابره خبره ده که امام وى اوکه مقتدي وى .
٣) لمونځ کونکى به د تکبيرتحريمه (الله أکبر) ويلوڅخه روسته به په خپلوسترګود سجدي ځاي ته ګورى .
٤) بيا به مونځ کوونکې د تکبيرتحريمه په وخت کې دواړه لاسونه برابردخپلواوگګواويا د غوږونو پورى اوچتوى .
٥) بيا به دواړه لاسونه په سينه ګدى ، اود ښي لاس ورغوى به د چپ لاس په مړوند ګدى ، د َوائل بن حُجراو د قبيصة بن هُلب الطائى، رضي الله عنهما د أحاديثو په اساس .

٦) بيا به د لمونځ دَ شروع کيدلودعا‌ وايي : (( سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ وَلاَإِلَهَ غَيْرُكَ)) . [أصحاب السنن]. اود دي ويل سنت دي ، اوکه د دينه سيوا يى د لمونځ د شروع کيدلو نوري صحيح او ثابتي دعاګاني وويلى نوهم جايزدي ، بيا به ووايى : (( أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ) ، ( بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ )) ، د دينه روسته به سورة الفاتحة وايى ، ځکه رسول الله r فرمايى : ((...لاَصَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ )).[ بخاري ومسلم].(( نشته لمونځ د هغه چا لپاره چه سورة فاتحه ونه لولى )) .
٧) بيا به رکوع ته ځى ، رفع اليدين به کوى ، يعني (لاسونه به د اوګواوياد غوږونو برابراوچتوى) ، اوخپل سربه د مَلا سره سم برابروى اولاسونه به په خپلوزنګونونوباندي ګدى ، او په ګوتو کې به فاصله راولى ، او رکوع به په ښه ارام سره کوى ، او بيا به دري کرتي اويا دَ دينه زيات دا دعا وايى : (( سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ)) ، او دَ دينه سيوا نوري صحيح او ثابتي دعاګاني هم شته که هغه يى ولوستلى نوهم صحيح دي .
٨) کله چه د رکوع څخه را اوچت شي نو رفع اليدين به کوى ، او خپل سر به دَ مَلا سره برابروى ، بيا به دا دُعا وايى : (( سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ)) [بخاري].
برابره خبره ده که امام وى اوکه يواځى وى، اوکچيرته دَ امام پسي لمونځ کوى نوکله چه دَ رکوع نه را اوچت شونو بيا به دا دعا وايى : (( رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ)).[بخاري]. اودَا دعا هم وارد ده : (( رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ))،او د مقتدي او امام لپاره جايزده چه هرکله دَ رکوع څخه را اوچت شي لاسونونه په سينه کيدى لکه څرنګه چه يى دَ رکوع څخه مخکې يښي وو، دَ وائل بن حُجراو سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنهما د أحاديثو په اساس، دَ دي ذکرشوو دعاګانونه نوري صحيح دعاګاني هم وارد دي .

٩) بيا به تکبيرکوى اوسجدي ته به ځى ، اوزنګونونه به د لاسونو نه مخکي لګوى ، او کچيرته ورته دا ګرانه وه نو بيا دي لاسونه مخکي ولګوى ، اود پښواولاسونوګوتي به قبلي ته مخامخ کوى ، اود لاسونو په ګوتو کې به فاصله نه پريږدى ، او په اوو(٧) اندامونوبه سجده کوى ، په تندي سره دَ پوزي ، په دواړه لاسونو، په دواړه زنګونونو، د پښود ګوتو په لاندي طرفونو، اوبيا به دري کرتي اويا دَ دينه زيات دا دعا ووايى : (( سُبْحَانَ رَبِّيَ الْأَعْلَى )) ، اودا دعاهم ويلى شى : (( سُـبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ،اللَّهُمَّ اغٍٍفرلِى)) [بخاري ومسلم]. او مونځ کونکى به خپلى مټي دَ خپلواړخونو، ګيډه د خپلو ورنونو، او ورنونه دخپلوپونډوڅخه لري ساتي ، اوخپلي څنګلي به د ځمکي څخه اوچتوى ، د نبي کريم r ددي حديث په اساس چه هغه فرمايلي دي : (( تاسوپه خپلوسجدوکي برابرشي ، يو کس دى تاسونه خپلي څنګلي د سپى په شان نه خوروى)). [متفق عليه].
١٠) بيا به د سجدي نه سرراجګوى او تکبيربه کوى ، چپ قدم به خوروى او په هغي به کيني او ښي پښه به ودروى ، او دواړه لاسونه به په ورنونواو زنګونو باندي ګدي ، او بيا به دا دعا وايى : (( رَبِّي اغْفِرْ لِي ، رَبِّي اغْفِرْ لِي)).[أبوداود، نسائى، ابن ماجة ]. اودا دعا ورسره هم ويلى شى : (( اللَّهُمَّ اغْفِرْلِي ، وَارْحَمْنِي ، وَاهْدِنِي ، وَارْزُقْنِي)). [مسلم]. او پوره ارام به کوى تردي چه هر اندام خپل ځاي ته واپس شى ، لکه ځرنګه چه دَ رکوع کولونه روسته هراندام خپل ځاي ته واپس کيده ، نبي کريم rبه د رکوع او د دوسجدو په مينځ کي پوره ارام کوو.
١١) بيا به تکبيرکوى اودوهمه سجده به کوى ، پدي سجده کې به هغه څه کوى چه په اوله سجده کې يې کړى وو.
١٢) بيا به د سجدي څخه سر راجګوى او تکبيربه کوى ، او ددو سجدو دناستي په اندازه به لږ شان کينى او ديته جلسه استراحت وايى ، اودا د علماوو په صحيح وينا کې کښي سنت ده ، او کچيرته چا يريخودله نو کومه پروا نشته ، او پدي کې کومه خاص دعا هم نشته .

* بيا به دويم رکعت ته اوچتيږى کچيرته ورته اسانه وه نو په زنګونونو باندي به زور راولى په غيرد لاسونو لګولونه ، او کچيرته ورته دغه ګرانه وه نو بيا دي په خپلولاسونوباندي په ځمکه زورراولى ، بيا چه پاڅيده نوسورة فاتحه به ووايى ، اودَ دينه روسته به د قرآن کريم څخه هغه څه ولولى چه ديته اسان وى ، او بيا به هغه څه کوى چه په اولني رکعت کې يى کړى وو، اود مقتدي لپاره د امام نه مخکي کيدل جايز ندى ، ځکه نبي کريم r د دينه خپل امت ويرولي دى ، اود امام سره سم ښکته کيدل اوپورته کيدل هم ندي جايز، سنت طريقه دا ده چه مقتدي ټول کارونه د امام د تکبيرنه روسته وکړى په غيرد کوم روسته والى نه ، بلکي د امام به کامله تابعداري کوى ، ځکه نبي کريم r فرمايى : (( يقينا امام ګرځولى شوى دى د دي لپاره چه اقتداء ورپسي وشى ، تاسو په هغه باندي مه مختلف کيږي ، کله چه هغه تکبير کوى نو تاسو هم تکبير وکړي ، او کله چه هغه رکوع کوى نو تاسو هم رکوع وکړي ، او کله چه هغه ((سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ)) ووايى ، نو تاسو(( رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ)) ووايي ، اوکله چه هغه سجده کوى نوتاسوهم سجده وکړي)). [ بخاري ومسلم ].
١٣) اوهرکله چه لمونځ دوه رکعته وي لکه د سهار، جُمعي ، اودَ اخترلمونځونه شو، نو لمونځ کونکى به د دوهمي سجدي راوچتيدلوڅخه روسته کينى ، ښي پښه به ودروى او چپه پښه به خوروى ، اوښى لاس به په ورون باندي ګدى ، او د سبابه ګوتى څخه په غيرنوري ګوتي به راټلوى ، ځکه په دغي سره به د الله تعالى د يادوني په وخت کې د هغه يوالي ته اشاره کوى ، اويا به پدي سره دَ دعا ‌کولو په وخت کې اشاره کوى ، اوکچيرته يى دوه ګوتي راټولى کړى ، وړه ګوته ، يعني (کچي ګوته) اوبله ديته نږدي ګوته ، اود لوي او مينځني ګوتي نه يى حلقه جوړه کړه او په سبابي ګوتي سره يې اشاره وکړه نو دا ډيرغوره ده ، دا داوړه طريقي دَ نبي کريم r څخه نقل دي او دَ عمل کولو لپاره ډيري مناسب دي .
* اوچپ لاس به په چپ ورون او زنګون باندي ګدي اودا دعا به وايى : (( التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ ،أَشْهَدُ أَنْ لاََ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ)).[بخاري]. بيا به دَ دينه روسته درود وايى : (( اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ،كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ)). [ البخاري] .
بيابه دا دعاوايى : (( اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّال)).[ بخاري اومسلم]. بيا به دا دعاوايى : (( رَبَّنَا آتِنَ افِي الدُّنْيَا حَسَنَةً،وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً،وَقِنَاعَذَابَ النَّارِ)).[سورة بقرة :٢٠١] .
* او کچيرته يى دَ موراوپلاراوټولومسلمانانولپاره دعا وغوښتله نوهم جايزده ، که دا په فرضي لمونځ کې وي اوکه په نفلي لمونځ کې وي ، بيا به ښي او چپ طرف ته سلام وګرځوى او په هر طرف کې به وايى : (( السَّلاَمُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اللَّهِ)) .
١٤) اوکچيرته لمونځ دري رکعته وي لکه دَ ماښام لمونځ ، اويا څلوررکعته وي لکه دَ ماسپخين ، مازيګر اوماخوستن لمونځونه شو، نو بيا دي د تشهد(قعدي) دعا ووايى کومه چه مخکې تيره شوه ، او بيا به تکبير وکړى او دريم رکعت ته به اوچت شى ، او دَ پاڅيدلو په وخت کې به په زنګونو باندي زور راولى ، او رفع اليدين به وکړى ، او بيا به دواړه لاسونه په سينه باندي کيدي لکه څرنګه چه مخکې تيرشوو، اوسورة فاتحه به ولولى بل سورت لوستلو ته ضرورت نشته ، اوکه په ځنو وختونوکې يى په دريم او څلورم رکعت کې د فاتحي څخه روسته بل کوم سورة ولوسته نوهم جايزدى ، د أبوسعيد t د حديث په اساس ، بيا به لمونځ کونکى د ماښام په لمونځ کې دَ دريم رکعت څخه روسته تشهد (قعده) کوى ، او د ماسپخين ، مازيګر اوماخوستن لمونځونوکې به د څلورم رکعت نه روسته قعده کوى ، بيا به په نبي کريم r باندي درود وايى کوم چه مخکي تيرشو، او په الله تعالى سره به د قبرد عذاب ، د جهنم ، د مرګ او ژوند د فتني نه ، اود مسيح دجال د فتني څخه پناه غواړى ، او نوري چه کومي صحيح او ثابتي دعاګاني دي هغه هم لوستلى شى ، او په دي اخري قعده کې به تورک کوى ، يعني ( چپه پښه به د ښي پښي څخه لاندي ګدى ، او مقعد (دناستي ځاي) به په ځمکه ګدى ، اوښي پښه به ودروى ، د أبوسعيد الساعدي t د حديث په اساس ، بيا به ښي اوچپ طرف ته سلام ګرځوى اوهر طرف ته به په سلام ګرځولوکې داسي وايى : (( السَّلاَمُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اللَّهِ)) .

وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين