أبو زكريا
_14 _May _2013هـ الموافق 14-05-2013م, 06:43 PM
المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة
صفة العمرة
(بشتو)
د عمري کولو لنډه طريقه
إعداد : الشؤون الدينية (مکتب التوعية) .
مترجم :
أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل ٣١٩٥١،سعودي عربستان .
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لانبى بعده أما بعد :
مسلمانه وروره : کله چه ته د عمري اداء کولولپاره اراده لرى نو دا لازمي ده چه په هغه طريقه يى وکړى چه د نبي کريم r نه ثابته ده ، د دي لپاره چه د الله تعالى محبت او مغفرت حاصل کړى، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : (( ووايه (اى محمده! دوي ته) کچيرته تاسي د الله تعالى سره مينه کوي ، پس زما تابعداري وکړئ ، تاسي سره به الله تعالى مينه وکړى ، او تاسي ته به ستاسو د ګناهونو بښنه وکړى ، او الله تعالى بښنه اومغفرت کونکى دى )) [ آل عمران : ٣١].
* اونبي کريم r په حديث کې فرمايلى : د أبوهريره t څخه روايت دى هغه وايي، يقينا نبي کريم r ويلى : (( يوه عمره د بلي عمري پوري د هغو ګناهونوکفاره ده چه د دي دواړوپه مينځ کې شوي دي اود نيک حج د جنت نه په غير بله بدله او عوض نشته )).[ بخاري ومسلم ].
د عمري کولو لنډه طريقه په راتلونکى توګه ذکر کيږي :
اول : کله چه ته ميقات (د احرام تړلوځاي) ته ورسيږى نو کچيرته تاته اسانه وى نو داسي غسل به وکړى لګه څرنګه چه د جنابت په وجه کيږي .
دوهم : بيا به سړى د احرام جامي واغوندى چه دا د يوځادر او يو لنګ څخه عبارت دي ،( د زنانه چه کوم لباس خوښ شي په هغي کې به د عمري لپاره نيت وکړي ، البته داسي خائسته جامي به نه اغوندي چه د خلکونظرونه ځان ته راواړوى ) .
دريم : دغسل کولوڅخه روسته کچيرته دفرضي لمونځ وخت وو نوهغه به وکړى، بيا به دعمري کولولپاره نيت وکړى ، نو داسي به ووايي : (( لَبَّيْكَ عُمْرَةً)) ((اى الله تعالى زه ستا تابعدار يم اوعمره کول غواړم )) ، بيا به تلبيه شروع کړى چه دا عبارت ده د دينه : ((لَبَّيْكَ،اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ،لَبَّيْكَ لاَشَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ،إِنَّ الْحَمْدَوَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ،لاَشَرِيكَ لَكَ )) . (( اى الله تعالى زه ستا تابعداريم په پوره تابعداري سره ، زه ستا تابعدار يم ، تا سره هيڅوک شريک نشته ، زه ستا تابعدار يم ، د کمال صفتونه تا لره ثابت دى ، او ته د ټولو نعمتونو خاوند يې ، او بادشاهي ستاده، هيڅ قسم شريک نه لرى)) [ بخاري اومسلم].، پدي تلبيه ويلو سره به سړى خپل اواز اوچتوى او زنانه به پري اواز نه اوچتوى .
د احرام په په حالت کې منع کړى شوي شيان :
١) سړى به سرنه پټوى .
٢) ګنډل شوي جامي (چه د انسان د اندامونوپه اندازه کټ شوى وى ) نه اوغوندى .
٣) نوکان به نه واړه کوى.
٤) خوشبوي (عطر) به نه استعمالوى .
٥) ويښتان به نه خروى اونه به يي واړه کوى.
٦) د خپلي ښځي سره به جماع نه کوى.
٧) د نکاح عقدبه نه کوى.
٨) دوچي ښکار به نه کوى.
٩) زنانه به برقع اودستاني نه استعمالوى .
څلورم : عمره کونکې به د هميش لپاره تلبيه وايى تردي چه بيت الله شريف ووينى، اوکله چه مسجد حرام ته داخليږي دا دعا وايي : (( أَعُوذُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ، وَبِوَجْهِهِ الْكَرِيمِ ، وَسُلْطَانِهِ الْقَدِيم ِ، مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ))
ترجمه:(( پناه غواړم په الله تعالى باندي چه لوي دى ، اوپه مخ د هغه چه عزت مند دى ، اوپه بادشاهي د هغه چه مخکني( دائم) ده ، د شيطان رټلى شوى څخه )). [ أبوداود] .
اوکله چه د مسجدحرام څخه وځى نو بيا به دادعا وايي : ((اَلَّلهُمَّ إِنِّيْ أَسْئَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ وَرَحْمَتِكَ ))((اى الله تعالى زه د تانه ستادمهرباني سوال کوم )) [ مسلم ].
پنځم : دبيت الله شريف نه اوه (٧) طوافونه (ګردشه) کول چه شروع به يي د حجر أسود څخه کيږي اوبيرته به په حجر أسود ختميږي،اود طواف په وخت کې به بيت الله شريف چپ طرف ته ګرځوي .
شپږم : د طواف په حالت کې اضطباع کول ، دا ديته وايى چه د احرام څادريوپلوپه چپه اوګه واچول شي او بل پلود ښي اوګى د لاندي تيرشي .
اوم : په دري لومړني طوافونوکې رمل کول ، دا د دينه عبارت دى چه تيز مزل د ټوپونو په څيروشي او قدمونه نږدي نږدي کيښودل شي،اوپه باقي څلورطوافونوکې به عادي مزل کيږي، اود طواف په حالت کې چه کومي دعاګاني وارد او ثابتي دى نو هغه بايد وويل شي .
* په هرطواف کې چه د حجرأسود د ښکلولوتوان يى وى نود (الله أکبر) ويلو نه روسته بايد ښکل يى کړى او کچيرته يى د ښکلولو توان نه وى نوبيا يى بايد په لاس سره مسح کړى، او کچيرته يى د دى توان هم نه وى، نو بيا چه کله دحجرأسود سره برابرشي نو (الله أکبر) به وايى،اوپه ښي لاس به ورته اشاره کوى .
* د رکن يماني او د حجر اسود په مينځ کې دا دعا ويل سنت ده : (( رَبَّنَا آتِنَافِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ)) (( اى ربه زمونږه راکړى مونږته په دنياکې خوشحالي (په نيک عمل سره) اوپه آخرت کې خوشحالي ( په جنت سره) اوبچ وساتي مونږدعذاب د اورنه )) .
اتم : کله چه طواف ختم شي نو بيا به د مقام إبراهيم خوا ته وځى او دا آيت به تلاوت کړى : (( وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى)) [البقرة :١٢٥]. (( اوونيسئ د مقام إبراهيم ( u ) سره ځاي د لمانځه )) . بيا کچيرته ورته اسانه وه نو د مقام إبراهيم u شاته به نږدي دوه رکعته لمونځ وکړى ، او کچيرته ورته اسانه نه وه نوبياچه دحرم په کوم ځاي کې ورته اسانه وي نو هلته دي دوه رکعته لمونځ وکړى ، په اول رکعت کې به (( قُلْ يَاأَيُّهَا الْكَافِرُونَ ...)) سورت ولولى او په دوهم رکعت کې به (( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ...)) سورت ولولى .
نهم : د طواف دوه رکعته لمونځ چه وکړى کچيرته ورته اسانه وه نو حجرأسود به ښکل کړى اوکچيرته ورته اسانه نه وه نوبيا به ورته په لاس اشاره نه کوى ، لکه د جابر t په حديث کې، چه مسلم رحمه الله په صحيح کې ذکرکړى دى .
لسم : د دوه رکعته طواف لمونځ نه به بياروسته د صفاپه طرف روان شى، کله چه صفاته نږدي شى نو بيابه دا آيت تلاوت کړى : (( إِنَّ الصَّفَاوَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِاللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوْاعْتَمَرَ فَلاَجُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ )) .[ البقرة : 158]. (( يقينا صفااو مروه (چه په مکه کي دوه واړه غرونه دي ) د الله تعالى د دين له نښو (دعبادته) څخه دي، نوهرڅوک چه (اراده د)حج وکړى د بيت الله شريف، يا(اراده د) عمري (وکړى)، پس پدى باندي هيڅ ګناه نشته،چه ددي دواړو په مابين کې ځي او راځي ، او چا چه په خوشحالي سره نيکي وکړه، پس يقينا الله تعالى قبلونکى دى ، په هرشي باندي پوهه دى )) .
* بيا به عمره کوونکى د صفا غونډۍ ته ورخيژى تر دي چه کعبه شريفه ووينى، بيا به هغي ته مخامخ ودريږي ، بيا به دري کرتي (الله أکبر) ووايئ، او د هرتکبيرسره به لاسونه اوچتوى، بيا به دا دعا ووايى : (( لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَحْدَهُ ، لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَحْدَهُ ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ ، وَهَزَمَ الأحْزَابَ وَحْدَهُ)) .[ مسلم ]. اوددينه په غيرچه کومه صحيح او ثابته دعا وي بيادى هغه ووايى، او هره دعا دري ځل ويل سنت ده ، بيا به د مروه په طرف باندي روان شى، کله چه ړومبني شني نښي (راډونو) ته ورسيده، نو بيابه په منډه شروع وکړى تر دي چه دوهمي شني نښي (راډونو) ته ورسيږي، بيابه عادي مزل کوى تردى چه د مروه غونډۍ ته وروخيژى اوکومي دعاګاني چه يى په صفا کې ويلى وى نو هغه به په مروه کې هم ووايى ، بيابه د مروه نه د صفاپه طرف راروان شى د عادي مزل په ځاي کې به عادي مزل کوى او د منډي په ځاي کې به منډي وهى، پدي طريقه به د صفا او مروه په مابين کې اوه(٧ ) ځلي لاړاوراشى .
يولسم : کله چه دمروه په غونډۍ اوم طواف ( چکر) ختم کړى نو بيا به د سر ويښتان وخروى او دا کارغوره دى ، او واړه کول يي هم جايز دي ، لکه په حديث کې نبي کريم r فرمايي : ( ( اى الله تعالى دي په هغوکسانورحم وکړى چه د(سر) ويښتانو خرونکي دي، صحابو وويل : هغه کسان چه د (سر) ويښتان واړه کوي ، دا خبره دري کرتي تکرار شوه ، بيا نبي کريم r په څلورم کرتي وويل : اى الله تعالى په هغوکسانو هم رحم وکړى چه د(سر) ويښتان واړه کوى)) . [ مسلم کتاب الحج ].
* ښځه به په عامه توګه د سرد ويښتانو څخه د ګوتي د يو بندپه اندازه ويښتان واړه (لنډ)کړى .
نوټ : په مسجد حرام اومسجد نبوي کې د لمونځ کولو د ثواب مرتبه : نبي کريم r په حديث کې فرمايلي : (( زما پدي مسجد، (مسجد نبوي) کې يولمونځ د زرو لمونځونو څخه چه په نورو جوماتونو کې اداء کيږي غوره دى ، په غيردمسجد حرام څخه ( ځکه چه د هغي اجر د دينه هم زيات دى )، هلته يو لمونځ اونورو جوماتونو کې سل زره لمونځونه برابردى )).[ مسند أحمد او سنن بيهيقي ].
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين