أبو زكريا
_14 _May _2013هـ الموافق 14-05-2013م, 06:25 PM
المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة
العقيدة الإسلامية من القرآن والسنة
للشيخ محمد جميل زينو
(بشتو)
دَ قرآن کريم او احاديثو څخه اسلامي عقيده
ترجمه : أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل .
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل ٣١٩٥١ سعودي عربستان .
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام على نبينا محمد r وعلى آله وصحبه أجمعين. أمابعد :
اول سوال / الله تعالى مونږ د څه لپاره پيدا کړي يو ؟ .
جواب/ الله تعالى مونږ د خپل عبادت لپاره پيدا کړي يو،اوددي لپاره چه د هغه سره شريک پيدا نه کړو، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي :}وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإنسَ إِلاّ لِيَعْبُدُونِ{. [ سورة الذاريات :٥٦]. (( ما پيريان او انسانان ندي پيدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره )) . [بخاري ومسلم].
دوهم سوال / عبادت څه ته وايي :؟
جواب/ دا يو پوره اوکامل نوم دى د هر هغه شي لپاره چه الله تعالى يي خوښ ګڼى چه هغه ويناګاني وي اوکه کارونه وي ، برابره خبره که دا ښکاره وي اوکه پټ وي ، لکه دعا، لمونځ، او عاجزۍ شوه، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي :} قُلْ إِنَّ صَلاَِتي وَنُسُكِي وَمَحْيَاي وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ { . [سورة الأنعام :١٦٢]. (( ته دوي ته ووايه اى محمد (r) بيشکه لمونځ زما، اوقرباني زما، او(طاعتونه دژوند زما اومرګ زما(په صالح عمل) خاص الله تعالى لره دي ، چه د ټول جهان پالونکى دى )).
دريم سوال / د الله تعالى په نزد باندي ډيره لويه ګناه کومه يوه ده ؟ .
جواب/ د الله تعالى په نزد باندي ډيره لويه ګناه د هغه سره شرک کول دي ، (چه دعبادت د قسمونونه يو قسم د الله تعالى نه په غيردبل چاپه نوم وګرځول شي) لکه دعا اوقربانۍ شوه اويانور.
* الله تعالى په قرآن کريم کې دخپل نيک بنده حضرت لقمان u څخه حکايت کوى وايي : }وإذ قَالَ لُقْمَانُ لإبْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَابُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيم{ [ لقمان :١٣]. (( کله چه لقمان u خپل ځوي ته وويل او وعظ يي ورته کؤو، اى زما بچوړى د الله تعالى سره شرک مه کوه ، بيشکه شرک خامخا ډير لوي ظلم دى )).
* د نبي کريم r څخه چه په کوم وخت کې پوښتنه وشوه چه د الله تعالى په نزد باندي ډيره لويه ګناه کومه يوه ده ؟، نوبيانبي کريم r وويل : (( چه ته د الله تعالى سره شريک وګرځوى اوحال دا چه هغه ته پيدا کړى يې )) . [بخاري او مسلم].
* شرک أکبرد جهنم د داخليدلولپاره بنيادي سبب دى ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي :} إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْحَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ{ .[سورة الأنعام :٧٢] .
ترجمه: (( يقينا چا چه د الله تعالى سره شريک ونيو، (په عبادت کې بل شى)، يقينا الله تعالى پدي مشرک باندي جنت حرام کړى دى ، اود دى ځاي اوردى ، اود ظالمانو لپاره هيڅ مدد کونکى نشته چه د اورنه يې بچ کړى )) .
څلورم سوال / د سحر(جادو) حکم څه دى ؟.
جواب/ جادوکبيره ګناه ده، په بعضي وختونوکې جادوکفرهم وي ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ{.[ سورة البقرة :١٠٢]((ليکن شيطانان کافرشوي وو حال دا چه خلکوته يې دجادوښودنه کوله)) . او نبي کريم r فرمايلي دي : ( د (٧) هلاکونکو شيانو څخه ځانونه وساتئ : (( چه اول پدي کې د الله تعالى سره شرک کول دي او دوهم سحر(جادو) دى ...)). [ بخاري ومسلم].
پنځم سوال / ايا مونږبه په غيبى ويناګانوکې د غيب ويونکى (نجومي) تصديق کؤو؟ .
جواب / مونږ به د غيب ويونکى (نجومي) د ويناتصديق نه کوو، لکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } قُلْ لاَيَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ الْغَيْبَ إِلاَّ اللَّهُ { .[سورة النمل :٦٥]. (( د الله تعالى نه په غير په اسمانونو او ځمکوکې (د ملائکواوانسانانو څخه) په غيبي امورو هيڅوک نه پوهيږي )) .
* نبي کريم r په حديث کې فرمايلى دي : (( چا چه غيب ويونکى (نجومى)ته راتګ وکړو اود هغه تصديق يي وکړو ، يقينادى په هغه کتاب کفر وکړو چه په نبي کريم r باندي نازل شوى دى )) . [ راوه أحمد].
شپږم سوال/ شرک أصغر (وړوکى شرک) څه ته وايي ؟.
جواب / وړوکى شرک هم د لوي ګناهونو څخه يوه ګناه ده ، د دي کونکى به د همپش لپاره په جهنم کې نه وي ، ددي مثال لکه رياء (ځان ښودنه) شوه ، الله تعالى په قران کريم کې فرمايي : } فَمَنْ كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًاوَلاَيُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا)) . [سورة الکهف :١١٠].(( څوک چه د خپل رب د ملاقات اميد لرى نونيک عمل دى وکړئ او د رب سره دى په عبادت کې هيڅوک نه شريکوى )) .
* اونبي کريم r په حديث کې فرمايلي دي :(( يقينازه چه په تاسو باندي ډير ويريږم هغه شرک أصغر(وړوکى) شرک دى ، هغه دا چه عبادت د رياء په وجه وشي )) . [رواه أحمد].
١وم سوال / ايا د تار(بند) او بنګړى استعمال په لاس کې دروغتيالپاره جايزدى؟.
جواب / د دي دواړو استعمالول د روغتيا په وجه جايزندى ، لکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلاَكَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ{ .[سورة الأنعام :١٧]. (( کچيرته الله تاته ضرر او يايو تکليف ورسوى نو د دي لپاره هيڅ لرى کونکى نشته مګر يواځي هم دا الله تعالى)) .
* د حذيفه t څخه روايت دى : ( هغه يوسړى وليده چه د مرض څخه د ځان ساتلو په خاطر يي په لاس کې يو تار اچولى وو، نو بيا يې ترينه هغه پري کړو، اود الله تعالى دا وينا يي ولوسته : } وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلاَّوَهُمْ مُشْرِكُونَ { (( ډيرمشرکان د الله تعالى د خالقيت په وجه ايمان نه راوړي( يقين نه کوي)، مګرپداسي حال کې چه دوي د الله تعالى څخه سيوا شرک کونکي يي)). [سورة يوسف :١٠٦].
اتم سوال / اياد نظرد لګيدلولپاره دمشکڼواو کنجکو ځوړندول جايزدى؟.
جواب/ د دي شيانوځوړندول دسترګودلګيدلوپه وجه اويا د نورڅه لپاره جايزندي ، ځکه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي: } وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلاَكَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ{. (( کچپرته تا ته الله تعالى سختۍ ورسوى ( لکه مرض او فقر) شو، نود الله تعالى څخه په غير د هغي هيڅ لرى کونکى نشته )).[سورة الأنعام :١٧].
* نبي کريم r په حديث کې فرمايلي دي : (( چاچه تعويذ ځوړند کړو نو يقينا ده د الله تعالى سره شريک وګرځوو)).[رواه أحمد].
نهم سوال/ مونږ به الله تعالى ته په کوم شي باندي ځانونه نږدي کؤو؟.
جواب/ مونږبه الله تعالى ته په شرعي وسيله باندي ځانونه نږدي کوو ، شرعي وسيله په دوه قسمه دى :
١/ جايز وسيله ٢/ ناجايزوسيله .
اول قسم : جايز وسيله ، کومه چه په شريعت کې مطلوب ده ، دا د دينه عبارت ده ، چه الله تعالى ته د هغه په نومونو اوصفتونو باندي ځان نږدي شي ، اوا لله تعالى ته په نيک عمل اود صالح سړى په دعا سره وسيله کول هم جايز ده ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَلِلَّهِ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا{.[سورة الأعراف :١٨٠].(( خاص الله تعالى لره خايسته نومونه دي ، نو تاسي الله تعالى په هغوسره وبلئ )) . او په بل آيت کې الله تعالى فرمايي : } يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوااللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ{. [سورة الأنعام :٣٥].(( اى مؤمنانوتاسي د الله تعالى څخه وويريږئ او هغه ته په اطاعت سره وسيله طلب کړئ )) .
* اونبي کريم r په حديث کې فرمايي : (( زه د تانه په هرهغه نوم سره سوال کوم چه هغه ستا لپاره دى ، او تا خپل ځان په هغي باندي ستايلى دى )).[رواه أحمد].
* د نبي کريم r د محبت او د الله تعالى د دوستانوسره د محبت په اساس الله تعالى ته وسيله کول جايزده ، ځکه زمونږ محبت د هغوي سره د نيکو عملونو څخه شميرل کيږي ، لکه مونږپه خپله ويناګانو کې داسي ووايو : (( اى الله تعالى ستاد محبت په اساس ستاپييغبمر اوستادوستانوسره ، زمونږ مدد اوکومک وکړئ ، اوستاد رسول او دوستانوسره د محبت په اساس ته مونږ ته روغوالى اوصحت مندي راکړئ )). [ راوه أحمد].
دوهم قسم : ناجايز وسيله : دا وسيله د دينه عبارت ده چه د مړونه دعا وشي او د هغوي څخه د خپلوحاجتونواو ضرورتونود پوره کولو طلب وشي، لکه په موجوده زمانه کې دا مسئله په عامه توګه سره موجوده ده ، او ديته شرک أکبر وايي ، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : } وَلاَ تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَالاَ يَنْفَعُكَ وَلاَيَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنْ الظَّالِمِينَ { .[ سوره يونس :١٠٦]. (( او د الله تعالى څخه په غير هغه چاته رامدد شه مه وايه چه هغه تا ته کومه فايده اونقصان نشي رسولى ، کچيرته تا دا کاروکړو ، نو يقينا ته په دغه وخت کې د ظالمانو څخه يي )) .
لسم سوال / مونږ د قبرونو ملاقات د څه وجي نه کؤو؟ .
جواب / د خلکو لپاره په هروخت کې د قبرونو ملاقات کول سنت دي ، خو البته د قبرونو په نيت به سفرنه کوي ، اود ښځو لپاره د قبرونو ملاقات کول منع دى ، نبي کريم r په حديث کې فرمايلي دي : (( د عبادت لپاره به بستري نشي تړلى (سفر به نه کيږي) مګردري مسجدونوته ، مسجد حرام ته ، اوزمادي مسجد ته (چه مسجد نبوي دى)، اومسجداقصى چه (بيت مقدس)دى)) . [ بخاري ومسلم]. ددي لپاره چه پدي ذکرشوي حديث باندي عمل راشي نومديني منوري ته چه يوڅوک سفر کوى نوپدي نيت باندي به يي کوى چه دنبي کريم r په مسجد کې لمونځ وکړى ،په هيڅ حالت کې به د قبرد ملاقات لپاره سفرنه کوى ، البته کله چه يو څوک مسجد ته داخل شي نو بياپه نبي کريم r باندي سلام اچول سنت طريقه ده .
د قبرونو(هديرو)د زيارت لپاره بعضي فايدي او آداب :
١) د قبرونو په ملاقات کې د ژوندو لپاره وعظ او پند دى چه دوي به هم يو ورځ مړه کيږي ، نوبيابه هغوي د مرګ ديادوني په وجه دنيکو عملونوتيارى وکړى ، نبي کريم r فرمايلي دي : (( ماتاسود قبرونو د ملاقات څخه منع کولي اوس تاسي د هغوملاقات کوي )). [مسلم].
* نبي کريم r په بل حديث کې فرمايلي دي :(( د قبرونو ملاقات تاسو ته د مرګ يادونه کوي )) . [رواه أحمد].
٢) د قبرونود ملاقات په وخت کې بايد د مړولپاره دالله تعالى څخه د بخشش اومعافي سوال وکړو، داسي نه چه دمړو څخه د فايدي او ضرر رسولو سوال وکړو، نبي کريم r خپلوصحابوو ته د مړو د ملاقات لپاره د دي دعا زده کړه کړى وه : (( السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ، مِنْ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّاإِنْ شَاءَ اللَّهُ بكم لَلاحِقُونَ ، أَسْأَلُ اللَّهَ لَنَا وَلَكُمْ الْعَافِيَةَ ))(( اى د دي قبرونو اوسيدونکوپه تاسي دي سلام وي چه تاسو مؤمنان اومسلمانان ياستي، که د الله تعالى خوښه شي نومونږهم تاسو سره يو ځاي کيدونکي يو، مونږد خپلو ځانونو اوستاسولپاره دالله تعالى څخه د معافي او بخشش سوال کؤو)) . [ رواه مسلم ].
٣) د قبرونو دکيناستلوڅخه ځانونه ساتل او د هغو په طرف لمونځ نه کول ، نبي کريم r په فرمايلي دي : (( تاسوپه قبرونومه کينئ ، او دوي ته لمونځونه هم مه کوئ ))[ مسلم].
* هرمسلمان ته دا پکاردي چه قبرونوباندي د ګلونو کيښودلو څخه ځان وساتئ ، ځکه دا کارنبي کريم r اوصحابوندى کړى ،کچيرته مونږ د دي ګلانو قيمت مسکينانو ته ورکړونو د دي فايده به مسکينانو او مړو دواړو ته ورسپږي .
يولسم سوال / څوک چه د نبي کريم r اود نوروپيغمبرانو،اونيکانوخلکو قبرونه مسح کوى ، اوياد مقام إبراهيم اودکعبي شريفي ديوالونه او غلاف مسحه کوى نو په اسلامي دين کې د دي څه حکم دى ؟.
جواب / أبوالعباس رحمه الله د علماوو اتفاق ذکرکړى دى وايي : څوک چه د نبي کريم r د قبر، اود نوروپيغمبرانو، اودنيکانو خلکو د قبرونو ملاقات کوى بايدد مسحه کولو او ښکلولوڅخه يي په کامله توګه سره ځان وساتئ ، د دنيا په جماداتوکې يو شى داسي نشته چه هغه دى ښکل شي سيوا د_(حجر أسود) نه، په بخاري او مسلم کې د حضرت عمرt څخه روايت دى ، په کوم وخت کې چه هغه (حجر أسود) ته د ښکلولو لپاره وراغى نو داسي يي وويل :( په الله تعالى دي زما قسم وي ، زه پدي ښه پوهيږم چه ته يوه تيږه (ډبره) يى، چاته فايده اوضررنشي رسولى، کچيرته مانبي کريم r ليدلى نه واي چه ته يي ښکلولى نوما به چيرته ښکل کړى نه واي )).
* إمام غزالي رحمه الله ويلى دى : د قبرونومسح کول دا د يهوديانو او نصرانيانو طريقي اوعادات دي .
* قتادة رحمه الله فرمايي : خلکوته دمقام إبراهيم خوا ته په لمونځ باندي امرکړى شوى دى، دهغي دمسح کولو امرورته ندى شوى .
* إمام نووي رحمه الله فرمايي : د مقام إبراهيم ښکلول او دهغي مسح کول جايزندي ، اوڅو ک چه دا کارکوى نو بدعت دى .
* د بيت الله شريف د ټولو ديوالونو ښکلول جايزندي ، مګر يواځي هغه دوه رکنونه به ښکلولى شي چه هغه يمن طرف ته واقع دي ، او کوم دوه ديوالونه چه د شام طرف ته واقع دي نبي کريم r هغه ندي ښکل کړى اونه يي ترينه لاس لګولى دى ، کله چه د بيت الله شريف د ديوالونو ښکلول جايز ندي نو بياخو په څرګند ډول سره معلومه شوه چه په هيڅ توګه د بيت الله شريف دروازه اودهغي غلاف ښکلول جايزندي .
دولسم سوال / ايا قرآن کريم د مړو لپاره دى او که د ژوندو لپاره ؟.
جواب / الله تعالى چه قرآن کريم نازل کړى دى نود ژوندولپاره يي نازل کړى دى ، ددي لپاره چه ددي په احکاموعمل وکړئ ، قرآن کريم د مړو لپاره ندى ، ځکه دهغوي عملونه ختم شوي دي ، لکه څرنګه چه الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي: } وَأَنْ لَيْسَ للإنسَانِ إِلاَّمَا سَعَى {. [ سورة النجم :٣٩] .(( هيڅ انسان لره نشته مګر) جزا د هغه شي) چه کړى يي دى )) .
* إمام شافعي رحمه الله : د دي آيت څخه استنباط کړى دى وايي : (( د قرآن کريم په تلاوت کولو مړو ته ثواب نه رسيږي ، ځکه دا د دوي عمل اوکسب ندى )).[تفسيرابن کثير: ٤/٢٥٨].
* نبي کريم r په حديث کې فرمايلي دي : (( کله چه انسان مړ شي نو عمل ترينه ختم شي مګر دري عملونه دي چه هغه نه ختميږي،صدقه جاريه، دفايدي والاعلم، اوهغه نيک بچى چه د ده لپاره دعاغواړى)) . [ رواه مسلم].
ديارلسم سوال / کچيرته مونږ د دين په کارونو کې مختلف شوو بيابه څه کؤو ؟.
جواب / بيابه د الله تعالى کتاب او د نبي کريم r احاديثو ته رجوع کوو، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي : }فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ...{. [سورة النساء :٥٩].((که تاسوپه يوشي کې جګړه وکړه، نوتاسو دا کار الله تعالى ته ( د الله تعالى کتاب ته) او رسول ته (د رسول الله r احاديثوته) وګرځوئ ، کچيرته تاسو رشتيني په الله تعالى او په ورځ د قيامت ايمان لري )) .
* او نبي کريم rپه حديث کې فرمايلى دي : (( ماپه تاسو کې دوه شيان پريښي دي ، تاسوبه چيرته ګمراه نشي چه په دغه دوه شيانو باندي عمل وکړئ ، يو د الله تعالى کتاب دى او بل د نبي کريم r احاديث دي )) .[ رواه الإمام مالک ].
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.