تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : أهمية الصلاة وفوائدها (بشتو)


أبو زكريا
_14 _May _2013هـ الموافق 14-05-2013م, 05:57 PM
المکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بمحافظة الجبيل
قسم البحث والترجمة


الصلاة أهميتها وفوائدها


(بشتو)


د لمونځ اهميت اوفايدي



إعداد : دار ابن خزيمة


مترجم :
أبوضياء زاهد الله توحيدي مدني .
داعية بمکتب التعاوني للدعوة واﻹرشاد
وتوعية الجاليات بالجبيل
تيليفون نمبر : ١٠٢٠ ت ٣٦٢٥٥٠٠
دموبائل نمبر : ٠٥٠٨٠٤٥٤٩٧ ، فاکس ٣٦٢٦٦٠٠
ص ـ ب : ١٥٨٠ الجبيل ٣١٩٥١ سعودي عربستان .

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لانبى بعده أما بعد :
د لمونځ اهميت
په اسلامي دين کې دلمونځ لپاره لوي شان او اهميت دى چه راتلونکي دلائل پري دلالت کوى :
١) لمونځ د اسلام د ارکانو څخه دوهم رکن دى .
٢) دقيامت په ورځ به اول ځل لپاره د بنده څخه د لمونځ پوښتنه کيږي،کچيرته لمونځ ترينه قبول شو نو نور عملونه ترينه هم قبليږي،اوکچيرته يي لمونځ قبول نه شو نو نورعملونه يي هم نه قبليږي .
٣) د متقيانو(پرهيزګارانو) خلکو نښه لمونځ کول دي ، لکه چی الله تعالى ددوي په ستاينه کې فرمايلى دي : ((وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ ))(( اودوي دلمونځ پابندي کوي)) .
٤) چاچه د لمونځ ساتنه وکړه نوده د دين ساتنه وکړه ، او چاچه دا ضائع کړو نو بيا د نورو شيانو ډيرضائع کوونکې دى .
٥) د مسلمان په زړه کې د اسلام مرتبه داسي ده لکه د هغه په زړه کې چه د لمونځ مرتبه ده ، د ده حصه په اسلام کې د لمونځ د حصي موافق ده .
٦) لمونځ کول بنده د رب سره د محبت نښه ده او څوک چه لمونځ کوى نود هغه د نعمتونواحترام کوى .
٧) لمونځ پدي وجه ډير اهميت لري ځکه الله تعالى د سفر، غيرسفر، استقرار(امن امان) ، جنګ ، دمرض او صحت مندي په حالت کې پدي باندي د ساتني او پابندي کولوحکم کړى دى .
٨) څوک چه لمونځ پريږدى نو دده په کفرباندي دلائـل ډير څرګنددي ، نبي کريم r په حديث مبارک کې فرمايلي دي : (( يقينا د مسلمان سړى په مابين او د شرک اوکفر په مابين کې د لمونځ پريښودل دي )) . [ مسلم ].
* نبي کريم r په بل حديث کې فرمايلى دي : (( هغه وعده چه زمونږ اودکافرانوپه مابين کې ده هغه لمونځ دى ، چاچه دا پريښود نوهغه کافر دى )) . [ أحمد وأهل السنن ] .
* د عبدالله بن شقيق عُقيلي رحمه الله څخه روايت دى هغه وايي : (( د نبي کريم r ملګرو به د لمونځ پريښودلوڅخه په غيرد بل عمل په پريښودلو سره کفر نه ليده ،(ا و چاچه به لمونځ پريښود نو بيا به يي هغه کافر شميره )) . [ ترمذي ].
* ځوک چه لمونځ نه کوى اوپدغه حالت کې وفات شو نو دا کافرمړ شو ، ديته به غسل اوکفن نه ورکول کيږي، د جنازي لمونځ به پري نه کيږي ، د مسلمانانو په هديري کې به نه دفن کيږي ، خپل خپلوان به ترينه ميراث نه وړي ، د ده مال به د مسلمانانو بيت المال ته نقل کيږي .
په جماعت سره دلمونځ کولو فايدي :
* په جماعت سره په پابندي لمونځ کول په دنيا او آخرت دواړو کې ډيري فايدي لري چه ځني ددينه په راتلونکي ډول سره ذکرکيږي :

١) لمونځ په پابندي سره کول دا د نوروعملونو د قبليدلو لپاره بنيادي سبب دى .
٢) لمونځ بنده د منافيقانو دصفتونوڅخه بچ کوى .
٣) لمونځ کول به بنده په ورځ د قيامت کې د فرعون ، قارون ، هامان اود أبي بن خلف سره ديوځاي راپاڅيدلو څخه بچ کړى .
٤) لمونځ اداء کول د سترګولپاره يخوالى دى .
٥) لمونځ کول د زړه دخوشحالۍ ، قوي کيدلو، اود دي خلاصولو(پرانستلو) لپاره بنيادي سبب دى .
٦) لمونځ مسلمان د بي حيايي اود هرقسم ناکاره کارونو څخه منع کوى .
٧) د لمونځ په وجه په زړه کې رڼا، او په مخ کې سپين والى، په اندامونوکې چُستي اوحرکت پيدا کيږي ، دا د رزق پيداکولولپاره لوي سبب دى، د ظلم شهوتونو لپاره ختمونکى دى ، نعمتونه باقي ساتي، مصيبتونه لري کوي ، د رحمت لپاره نازلونکى دى ، هغه مرضونه چه په زړونوکې د شُبهاتو اوشهوتونوپه وجه پيدا کيږي د هغو لپاره منع کونکى دى .
٨) لمونځ په نيکۍ اوپرهيزګاري او په حق وصيت او صبرکولو باندي مدد کونکى دى .
٩) لمونځ کول د مسلمانانوخپل مينځ کې د يو بل سره د معرفت سبب دى ، څوک چه لمونځ نه کوى هغه ته تيزي ورکونکى دى ، او ناپوهه ته تعليم ورکونکى دى .

١٠) د لمونځ کولوپه وجه داسلام د شعائرو ښکاره والى کيږي ، او دا په وينا او عمل سره اسلام ته دعوت کوونکى دى .
١١) د لمونځ په وجه د دنيا اوآخرت شرونه او مصيبتونه د فع کيږي، اود دنيا او آخرت مصلحتونه راکش کوي ، او بيا خاصکر چه د دي حق په ښکاره او په پټه توګه سره اداء شي ، لمونځ کول د بنده اود الله تعالى په مينځ کې د رابطي سبب دى ، د بنده د الله تعالى سره د رابطي د اندازي په وجه ده ته د خير کارونه راځي ، اوددى د اداء کولو په وجه شر او افتونه کميږي ،کله چه دوه کسانو ته يو مصيبت اويايومرض ورسيږي پدي دواړوکې چه کوم يو لمونځ کوى نومصيبت اوشرپدي باندي کم وي او صحت مندي يى د هغه بل څخه زياته وي .
١٢) د لمونځ په وجه د سختوکارونو اسانتيا او برداش راځي، کله چه تکليفونه او مصيبتونه راشي نو بيا د خفګان په وجه زړونه مروته راورسيږي ، نو بيا رشتيني خلک د لمونځ اهميت پيژنى ، چه لمونځ وکړي نو بيا ښکلي او فايده منده نتيجه مرتبه شي .
١٣) د لمونځ په وجه مسلمان ته د مصيبتونو نه ارام او تسلي حاصليږي .
١٤) د لمونځ په وجه ګناهونه ختميږي ، درجي پري اوچتيږي ، نيکياني پري زياتيږي ، او الله تعالى ته پري نږدي کت حاصليږي .
١٥) لمونځ د خايسته اخلاقو او ورين مخ لپاره بنيادي سبب دى .

١٦) د لمونځ په وجه د انسان همت او نفسي حالت اوچتيږي او انسان د دُنيا ډير محبت څخه لري ساتي .
١٧) لمونځ هغه روحاني مدد او معنوي توښه ده چه نه ختميږي اود هميش لپاره باقي ده .
١٨) لمونځ د ايماني وني لپاره لويه غذاء ده ، پدي باندي هميشوالى د ايمان د ثابتيا اوزيادت سبب دى .
١٩) په لمونځ باندي پابندي کول انسان خيرکارونو ته تياروى ،اوددي د اداء کولو په وجه د ناکاره کارونو دعوت کونکي څيزونه اوګناهونه ختميږي .
٢٠) کله چه د الله تعالى د حُرُماتو(عزت مندو شيانو) بي عزتي کيږي نو بيا لمونځ د ايماندار په زړه کې د غيرت اور بلوي .
٢١) په لمونځ باندي پابندي کوونکې د فتنو په وخت کې په اسلامي دين باندي ثابت پاتي کيږي .
٢٢) د لمونځ اداءکولو په وجه د نفس د ډيرو مرضونو دواء کيږي ، لکه شومتيا، حسد اوکينه ، حرص ، او تکليف او مصيبت لري کول او يا داسي نور شيان .
٢٣) په لمونځ کولو کې د ډاکټري اصولو فايدي : په لمونځ کولوکې د بدن فايدي دا دي چه دا د بدن ډير اندامونه قوي کوي ، د دي د اداء کولو په وجه د انسان د ګيډي دردونه ختميږي ، ځکه لمونځ د بدن او نفس دواړو لپاره ورزش دى ، ځکه دا په ډيرو حرکتونو شامل دى .

وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين