المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : تبرك او أنواع يي


أبو زكريا
_27 _April _2013هـ الموافق 27-04-2013م, 09:32 PM
دتــبــرک انواع او حکم

شک نشته چه د یو بنده دمسلمانۍ لپاره اساسي شرط دا دې چه هغه دي د عبادت او بندګۍ ټول ډولونه او انواع یواځی یو الله تعالی ته ځانګړي کړي، او همدی ته توحید وايي، او هم به د توحید له نواقضو او ماتوونکو شیانو څخه پرهیز کوي او ځان به تری ساتي، او ددي ترڅنګ به خوږ پيغمبر محمد صلّى اللهُ عَليه وسلّم رښتینې پیغمبر ګڼي او عقیده به لري چه هغه په ټولو ویناو کښی رښتیا دې، د هغه سره به د هغه د شان او پیغمبرۍ سره مناسب او لایق محبت او مینه لري، د عبادت او بندګۍ په ټولو اړخونو کښی به یواځی د همغه پیروي پرځان فرض ګڼـي، بلکه په ټولو اوامرو کښی به یي پیروي کوي، او له منهیاتو څخه به يي ځان ساتي.
د توحید د مسألی اړوند ځینی نور مسایل دي چه په هغی کښی د الله تعالی د کتاب قرآنکریم او د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د سنتو په رڼا کښی د مؤمن مسلمان توحید نور هم کلکوي، او ایمان ته يي زیاتوالې بخښي، خو که د قرآنکریم او د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د سنتو د او سلف صالحینو د پوهی له رڼا څخه یو څوک سرغړونه وکړي، توحید او ایمان یي کمزورې کیږي، بلکه کله کله د ایمان د زوال او د له منځه تللو سبب کیږي.
او دغه مسائل داسی دي چه په اصل کښی هغه شرعي الفاظ دي، او د هغی یادونه په اسلامي نصوصو کښی راغلی ده، خو وروسته د سمی لاری څخه بی لاری خلکو داسی طریقه غوره کړی ده چه په دغه نصوصو کښی تحریف کوي، او یا پری په هغه مسألو کښی استدلال کوي چه اصلاً په دغه مسألو کښی دغه نصوص وارد نه دي، خو دوﺉ ددي لپاره چه عوام او کم علمه خلک په اشتباه کښی واچوي، ددغه نصوصو یادونه کوي او له همدی لاری خپل انحرافات خپروي، او خلک تیرباسي.
او یو له هغه مسألو څخه چه په هغی کښی خلط او لبس موجود دې د تبرک مسأله ده؛ ځکه ځيني داسی نصوص شته چه شرعي او روا تبرک روا کوي، خو منحرفین او بی لاری خلک ورباندی استدلال کوي او شعوري یا لاشعوري د روا او ناروا تبرک تر منځ توپیر نه کوي.
نو لمړې خو په دي خبره باید پوهه شو چه تبرک په عربي ژبه کښی په متعددو معناګانو استعمال شوې دې، خو هغه معنی چه زمونږ ددي مسألی سره اړه لري هغه دا ده چه تبرک له برکت څخه اخستل شوې دې، او برکت په عربي ژبه کښی ډیروالي او زیاتوالي ته وايي، او هم د نیکبختۍ او د خیر کارونو ته د توفیق په معنی استعمال شوې دې([1] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=668#_ftn1))
تبریک:
د تبریک معنی یو چا ته د برکت دعا کولو ته وایي، لکه چه ورته ووایي: الله تعالی دي برکتي کړي، یا الله تعالی دی پکښی برکت واچوي، لکه چه حدیث شریف کښی راځي: )فحنّکه وبرّک علیه(([2] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=668#_ftn2)) یعنی په خوله کښی یي ورته خورما وسولوله، او دبرکتي توب دعا یي ورته وکړه.
او »مُبَارَک« معنی یعنی هغه څه چه برکت پکښی اچول شوې وي.
خو »تبارک« )یعنی د برکت اچولو په معنی باندی( له الله تعالی پرته د بل چا په صفت کښی نه راځي، ځکه په »تبارک« کښی د لويي او تعظیم معنی هم ده، ځکه چه د الله تعالی په نوم د تبرک او برکت اچولو غوښتنه کیږي.
نو »تبرک« د تَفَعُّل باب دې، معنی یي: د برکت غوښتنه کول، او په کوم شي تبرک کول: یعنی د هغه په واسطه برکت غوښتل.
د »برکت« لفظ په مختلفو شکلونو په قرآنکریم کښی تقریباً ۳۴ ځلی په ۳۲ آیتونو کښی راغلې دې، لکه: بارک، بارکنا، بورک، تبارک، برکات، برکاته، مبارک، مباركة.
او ددغه آیتونو په تفسیر کښی له سود فكر او غور وروسته څرګندیږي چه ددغه الفاظو معاني:
۱/ د خیر وجود او ثبوت، او دوام دې، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﭽﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭼالأعراف: ٩٦.
ترجمه: که چیری بیشکه د کلیو اوسیدونکو ایمان راوړې واي، او پرهیزګاري یي کړې واي، نو خامخا به مو راخلاص کړي وو پر دوﺉ باندي برکتونه د اسمان او ځمکی څخه.
۲/ د خیر زیاتوالې او ډیروالې، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﭽﮖﮗﮘﮙﮚﮛ ﮜﮝﮞﮟﭼآل عمران: ٩٦،
ترجمه: بیشکه لومړنې کور چه د خلکو لپاره جوړ شوې دې خامخا هغه کور دې چه په مکه مکرمه کښی دې، چه برکتي دې، او لارښوونه ده د عالمیانو لپاره.
یعنی مبارک دې؛ ځکه عمل پکښی څو چنده کیږي.
خو له دغه الفاظو څخه یواځی »تبارک« په قرآنکریم کښی نهه)۹( ځلی راغلې دې، چه ټولو کښی د برکت اچولو نسبت یواځی یو الله تعالی ته شوې دې؛ نو ځکه خو د برکت اچول یواځی د یو الله تعالی صفت دې.
برکتي شیان کله اماکن او ځایونه وي لکه مسجدونه په ځانګړي ډول په اسلام کښی دری مقدس مسجدونه: مسجد حرام، مسجد نبوي، او مسجد اقصی.
او د مسجدونو له برکت څخه دا دي چه د فرضي لمونځ ثواب پکښی چه په جماعت سره وشي )۲۵( یا )۲۷( چندو ته رسیږي، او ددی دری مسجدنو ثواب لا بیا په مسجد حرام کښی یو لک، او مسجد نبوي کښی زرو، او مسجد اقصی کښی پنځه سوه لمونځونو ته رسیږي.
عن جابر بن عبد الله قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : (صلاة في مسجدي هذا أفضل من ألف صلاة فيما سواه إلا المسجد الحرام وصلاة في المسجد الحرام أفضل من مائة ألف صلاة فيما سواه)([3] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=668#_ftn3))
ترجمه: جابر رضي الله عنه وايي چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمایلي دي: زما پدي مسجد کښی یو لمونځ په نورو مسجدنو کښی له لمونځ څخه د زرو لمونځونو څخه بهتر دې، پرته له مسجد حرام څخه، او یو لمونځ په مسجد حرام کښی په نورو مسجدونو کښی له یو لک لمونځونو څخه بهتر دې.
عن أبي الدرداء رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (فضل الصلاة في المسجد الحرام على غيره مائة ألف صلاة وفي مسجدي ألف صلاة وفي مسجد بيت المقدس خمسمائة صلاة )([4] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=668#_ftn4)).
ترجمه: ابو الدرداء رضي الله عنه وایي: رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمايلي دي: په مسجد حرام کښی د لمونځ بهتري دومره ده لکه په بل مسجد کښی یو لک لمونځونه، او زما په مسجد )مسجد نبوي شریف( کښی یو لمونځ دومره بهتر دې لکه په بل مسجد کښی زر لمونځونه، او مسجد اقصی )بیت المقدس( کښی یو لمونځ دومره بهتر دې لکه په بل مسجد کښی پنځه سوه لمونځونه.
خو د همدغه مسجدنو برکت دیوالونو، ستنو خاورو او تیګو کښی نشته، چه څوک یي مسحه کړي او یا هم ځان ورباندی وسولوي، او یا ځان ورپوری وسولوي، او یا يي ښکل او مچو کړي؛ ځکه دا تبرک یو شرعي کار دې، نو ددي فعل او کیفیت ټول په شرعي نصوصو پوری تړلي دي، هر څه چه هر څنګه له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه ثابت وي، همغه شان به یي منو او کوو به يي، او په هغی کښی زیاتوالې او کموالې او له ځانه نوری ټوټکی تړل ددین له پوره والي او کمال څخه انکار دې او په هغی کښی طعن دې.
همدارنګه یو له هغه شیانو څخه چه الله تعالی پکښی برکت اچولې دې د هغه کتاب قرآنکریم دې لکه چه الله تَعَالَى فرمایي: ﭽﮓ ﮔ ﮕ ﮖﮗ ﭼالأنبياء: ٥٠
ترجمه: او دا قرآنکریم پند دې برکتناک چه مونږ هغه رالیږلې دې.
او همداراز فرمایي: ﭽ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭼص: ٢٩
ترجمه: دا قرآنکریم داسی کتاب دې چه مونږ تا ته )اي محمد صلّى اللهُ عَليه وسلّم ( در نازل کړې او درلیږلې دې، او داسی کتاب دې چه برکتناک دې؛ ددي لپاره مو درلیږلې دې چه دا خلک پکښی سوچ او فکر وکړي، او بل ددي لپاره چه هوښیاران تري پند او نصیحت واخلي.
نو قرآنکریم یو برکتي کتاب دې، د هغی په آیاتونو کښی سوچ او فکر کول او ورڅخه پند اخستل د هغه له برکتونو څخه دي، او هغه علم او پوهنه چه په قرآنکریم او د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په حدیثونو او سننو کښی له سوچ فکر څخه لاس ته راځي د برکت نه ډک علوم دي، او هم د قرآنکریم او نبوي سننو پیروي کول او هغی ته غاړه ایښودل هم برکتي عمل دي.
او یو له هغه ذواتو څخه چه الله تعالی پکښی برکت اچولې دې د انبیاؤ علیهم السلام مُبارَک ذوات دي، چه الله Y پکښی برکت اچولې دې، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمایي: ﭽﮅﮆﮇﮈﮉﭼالصافات: ١١٣.
ترجمه: او برکت اچولې وو مونږ په )ابراهیم علیه السلام( او هم په اسحاق علیه السلام.
همدارنګه د ابراهیم علیه السلام او د هغه د اهل و عیال په هکله فرمايي: ﭽﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭼهود: ٧٣.
د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى رحمت او برکتونه دي وي پر تاسو، اي د ابراهیم علیه السلام کور والا، او د هغه اهل و عیاله.
او د نوح علیه السلام په اړه فرمايي: ﭽﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﭼهود: ٤٨
ترجمه: نو ح علیه السلام ته )د دښمنانو د هلاکت نه وروسته( وویل شو: اي نوح علیه السلام! کوز شۍ تاسو زما لخوا په سلامتیا سره او په برکتونو سره چه پر تاسو باندي زمونږ لخوا شوي دي.
او د عیسی علیه السلام په هکله فرمايي: ﭽﮒﮓﭼمريم: ٣١
ترجمه عیسی علیه السلام فرمايي: زه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى مبارک ګرزولې یم، یعنی پر ما کښی یي برکت اچولې دې.
نو هر څوک چه د هغوي د سنتو او طریقو پیروي کوي او د هغوﺉ دین ته غاړه ږدي او عمل پری کوي، برکت ورته حاصلیږي.
همدارنګه که د هغوﺉ کوم پیروان مؤمن ته د هغوﺉ له جسمي آثارو څخه کوم شې په لاس ورشي لکه له ویښتانو، خوَلی، لاړی او داسی نور، نو هم برکت پری لاس ته ورځي.
خو پر دوﺉ نور نیکان بندګان قیاس کول صحیح نه دي؛ ځکه که دغه ډول قیاس صحیح کیدې نو صحابه کرامو y به هغسی تبرک چه په رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم باندی کولو نو له هغه وروسته به یي د هغه په مقربو صحابه کرامو y هم کولو، لکه لومړې خلیفه ابو بکر رضي الله عنه، دوهم خلیفه عمر رضي الله عنه، دریم خلیفه عثمان غني رضي الله عنه، څلورم خلیفه علي رضي الله عنه اصحاب العقبه، اهل بدر، عشره مُبَشّره او داسی نور.
خو ټولو ته څرګنده ده چه دغه تبرک صحابه کرامو رضي الله عنهم په نورو غوره او مشرانو صحابه کرامو y باندی نه دې کړې، نو کوم کار چه د صحابه کرامو y په وخت کښی روا او دین نه وو هغه نن هم دین نه دې.
نو ټولو لوستونکو ته دې څرګنده وي چه هغه تبرک چه روا وي او له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم او د هغه د صحابه کرامو y څخه ثابت وي، ټول اهل سنت په هغی ایمان لري او ثابتوي يي او له هغه څخه انکار نه کوي، ځکه ځینی بی لاری خلک پر اهل سنتو باندی دروغ او افتراء تړي چه دوﺉ مطلقاً د تبرک له ټولو انواعو څخه منکر دي، او دا خبره درواغ او افتراء ده، بلکه اهل سنت روا او شرعي تبرک مني، خو ناروا تبرک څخه ځان هم ساتي او نورو ته توصیه او ښوونه کوي چه له ناروا تبرکونو څخه ځان وژغوري.
هو، شرط دا دې چه تبرک کونکې دې په اسلامي شرعي ایمان باندي مؤمن وي؛ ځکه که مؤمن نه وي هغه ته هیڅ ډول تبرک ګټه نه رسوي.
بل شرط دا دې چه تبرک دی د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په هغه آثارو باندی وي چه د هغه د مبارک جسم اجزاء یا ورسره لږیدلي وي، او یا یي استعمال کړي وي.
خو اوس په دي وخت کښی څوک دا ثابتولې شي چه د هغه r له آثارو څخه کوم شې په یقین سره ثابت دې؟ ځکه په تش ګومان او بی سنده قصو او حکایتونو او یا خوبونو او کشفونو خو د کوم اثر ثبوت نشي کیدې.
له همدی کبله هغه ونه چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د هغی د لاندی د خپلو صحابه کرامو y سره بیعت کړې وو، او بیا د دوهم خلیفه عمر t په وخت کښی خلک د تبرک په نیت ورتلل او هلته به يي عبادت او بندګي کوله – عمر رضي الله عنه هغه ونه له بیخه واړوله او غوڅه يي کړه، او خلک يي له دي څخه منع کړل چه هغه ځایونو پسی ورپسی شي او لټونه يي وکړي چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم پکښی سجده او یا لمونځ کړې وي.
سره له دی چه د عبد الله بن عمر { دغسی ځایونو ته ورتلل یواځی د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د بشپړی پیروﺉ له کبله وو.
او د عمر t ددغه ځایونو پسی د ورپسی کیدلو او د هغی د لټون څخه منع کول ددي لپاره وو چه په ناروا تبرک کښی واقع کیدو مخه ونیسي؛ ترڅو خلک دغه ځایونه د عبادت او بندګۍ لپاره خاص او ځانګړي نکړي، چه بیا کله ورو ورو څه وخت تیر شي او ددی په سبب خلک په شرک کښی غورځي.
لکه چه همدا کار تیرو او وروستنیو زمانو کښی شوې دې، لکه د مکی مکرمی مسافر به چه کله سفر کولو نو له ځان سره به یي د کعبی شریفی له خواوشا څخه یو څو تیګی واخستی او په سفر کښی به يي له هغی څخه طواف کولو، او ځان به یي ورپوری سولولو، او تبرک به یي پری کولو؛ له همدی کبله اسلامي شریعت ددغسی تبرکونو د مخه نیولو لپاره ددغه تبرکونو منع وفرمایله.
همدارنګه کله چه نوي مسلمانانو د حُنَین د غزا په ورځ له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه وغوښتل چه دوﺉ ته هم یوه ونه تعین او ځانګړی کړي چه دوي پکښی خپلی وسلی او اسلحی ځوړندوي او تبرک پری کوي لکه چه دمشرکانو دغسی ونه شته او تبرک پری کوي؟
نو رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ورته وفرمایل: )قلتم والله كما قال بنو إسرائيل لموسى: اجعل لنا إلهاً كما لهم آلهة(.
ترجمه: په الله تعالی می دی سوګند وي چه بیشکه تاسو هم هغه خبره وکړه لکه چه بني اسراییلو موسی علیه السلام ته کړی وه چه ورته یی ویلي وو: مونږ ته هم یو بُت یا تیګه او یو شې معبود وټاکه لکه چه د مشرکانو رنګارنګ معبودان دي...
ددی حدیث شریف له ذکر کولو څخه وروسته امام ابوبکر الطرطوشي رحمه الله فرمایي: »انظروا رحمکم الله، أينما وجدتم سدرة أو شجرة يقصدها الناس، ويعظمونها، ويرجون البرء والشفاء من قِـبَـلِـها، ويضربون بها المسامير والخِــرَق، فهي ذات أنواط، فاقطعوها«.
ترجمه: وګورﺉ الله تعالی دي پر تاسو رحم وکړي، هرچیری چه تاسو بیره یا بله ونه ومومۍ چه خلک ورته ورځي، او د هغی تعظیم کوي، او د روغوالي او شفا هیله او امید تری کوي، او په هغی کښی میخونه ټکوهي، او ټوټی او چیرړی ورپوری غوټه کوي، نو دغه ونه هم د هغه »ذات انواط« ونی په شان ده، نو دا هم غوڅه کړﺉ.
لنډه دا چه تبرک په دوه ډوله دې:
لومړې: مشروع او روا تبرک چه په اسلامي شریعت کښی د هغی مشروعیت ثابت وي، لکه د زمزم اوبه څښل، یا یي پر ځان تویول، یا په هغه مسجدونو کښی لمونځونه کول چه د هغی د زیات اجر او هغی ته د ورتللو په هکله له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه حدیث شریف ثابت دې لکه مسجد حرام، مسجد نبوي، مسجد اقصی، او هغه څوک چه نبوي مدینی ته لاړ شي د هغه لپاره مسجد قباء ته ورتلل چه دوه رکعته نفلي لمونځ پکښی د عمری ثواب لري.
یا د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په ويښتانو، خُوَلُو، لاړو او هغه شیانو چه د هغه د مُبارک جسم سره لګیدلي وي او دغه اثر ورڅخه ثابت وي پر هغی باندی تبرک کول هم روا او جائز تبرك دى، چه ټول شرعي نصوص په همدی تبرک کښی منحصر دې، چه د یوسف علیه السلام کمیس هم پکښی راځي.
البته په یاد باید ولرو چه پر مکاني آثارو )یعنی چیری چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په کومه لار کښی یا بل ځاي کښی لمونځ کړې وي،یا ناست وي، یا او سیدلې وي( نو په دغسی مکاني آثارو باندي تبرک کول په هیڅ شرعي نص کښی ثابت نه دي، چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ددغسی تبرک اجازه ورکړی وي، او دغه ځایونو ته د هغه له برکت څخه کوم شې ورنقل شوې وي؛ ځکه خو دغسی ځایونو باندی تبرک د هغه صلّى اللهُ عَليه وسلّم له جمهورو صحابه کرامو y څخه نه د هغه په ژوند کښی ثابت دي او نه د هغه له وفات څخه وروسته ثابت دي.
نو ښکاره ده چه دا ډول تبرک هم د تبرک په راتلونکي دوهم ډول یعنی ممنوع تبرک کښی راځي.
البته د ابن عمر رضي الله عنهما د آثارو يادونه وروسته راځي.
دوهم ډول: ممنوع او ناروا تبرک، چه په ونو، تیګو، او په شرعي نصوصو کښی له یادو شوو شیانو پرته په نورو اوبو, تيګو، دیوالونو، ونو، یا د انبیاو پرته په نورو نیکانو بندګانو یا بدانو پر ذواتو باندي او د هغوﺉ په لاړو او ویښتانو مسحه کولو او سولولو او داسی نورو باندی تبرک کول؛ ځکه دا ډول تبرک له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم او د هغه صحابه کرامو y څخه ثابت نه دې، نو کوم کار چه د هغوﺉ په وخت کښی دین نه وو، نن هم هغه دین کیدې نشي.
مونږ باید هغه کار هغسی وکړو چه هغوﺉ کولو، او کوم څه چه هغوﺉ نه وي کړې مونږ هم تری ځان وساتو، ځکه هیڅ داسی د خیر کار نشته چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم مونږ ته نه وي ښوولې، او داسی دبدﺉ کار نشته چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم مونږ تری نه یو ویرولي، لکه چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمایي: ) إنَّه لَمْ يَكُنْ نَـبِـيٌّ قَـبْلِيْ إِلاَّ كَانَ حَقّا عَلَيْهِ أَنْ يَدُلَّ أُمَّتَهُ عَلَى خَيْرِ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ وَيُنْذِرَهُمْ شَرَّ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ( رواه مسلم فی الصحیح.
بیشکه له ما څخه مخکښی هیڅ نبي نه دې تیر شوې مګر پر هغه واجب وو چه هر خیر ورته ورمعلوم وي باید خپل امت ته یي وروښايي، او هر شر چه پیژني باید خپل امت ورڅخه وویروي.
او زمونږ خوږ پیغمبر محمد صلّى اللهُ عَليه وسلّم په خپل امت باندی تر ټولو ډیر مهربان او رحم کونکې او مشفق وو، لکه چه الله Y فرمایي: ﭽﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﭼالتوبة: ١٢٨.
ترجمه: بیشکه خامخا راغلې دې تاسو ته داسی پیغمبر )صلّى اللهُ عَليه وسلّم( چه ستاسو له جنس او قوم څخه دې، او داسی پیغمبر چه ډیر سخت، ګران او دروند دې پر هغه باندی هغه څه چا تاسو په تکلیف او مشقت کښی اچوي، حرص کونکې دې ستاسو په خیر او هدایت باندی، او خاصکر پر مؤمنانو باندي ډیر زړه سواندې او مهربان دې.
نو که چیری دغه ډول تبرکونه روا او ګټور واي نو رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به مونږ ته راښوولې وو، او مونږ به یی ورته بللي وو لکه ډیر د خیر کارونه چه هغه صلّى اللهُ عَليه وسلّم د هغی په بیان کښی هیڅ ډول تقصیر او کوتاهي نه ده کړی، بلکه پخپل ټول کوښښ یي خپل امت له هر خیر څخه خبر کړې دې او له هر شر او بدۍ څخه یي منع کړې دې او ورڅخه ویرولی يي دې.
او هم د هغه صحابه کرامو y ددغه خیر کارونو په عملي کولو او بیا وروستنو امتونو ته په رسولو کښی خپل نهايي زیار او کوښښ کړې دې، نو که دغه ډول تبرک کښی خیر واي هغوﺉ به مونږ ته راښوولې وو.
نو هغه کار چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د خپل کامل امانت نصیحت خیرخواهۍ او په خیر باندی د حرص سره سره مونږ ته نه دې راښوولې، او نه د هغه صحابه کرامو y مونږ ته رانقل کړې دې، له هغوﺉ وروسته څرنګه خلک پوهه شول چه دغه کار کښی خیر دې، بلکه داسی عقیده لرل نعوذ بالله د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په امانت نصیحت او خیرخواهۍ کښی شک کول دې، او یا ورڅخه انکار کول دې چه دا دواړه ډیری خطرناکی خبری دي چه هیڅ مسلمان يي لا برداشت کولې نشي، دغسی عقیده لرل خو د یو مسلمان په حق کښی ډیره لری خبره ده.
له مکاني آثارو پسی د ورپسی کیدو څخه د سلفو صالحینو د ویرونی او منعی یو مثال:
معرور بن سُوَیْد الأسدي رحمه الله وایي: چه زه ددوهم خلیفه امیر المؤمنین عمر بن الخطاب t سره د مکی مکرّمی څخه مدینی منوری ته روان ووم، کله چه په لار کښی د سهار د لمانځه وخت شو نو مونږ ته يي د سهار لمونځ په جماعت سره وکړ، بیا هغه ځیني خلک ولیدل چه یوی خوا ته سره روان وو او ورتلل، هغه پوښتنه وکړه: دا خلک چیری ځي؟ نو چا ورته په ځواب کښی وویل: چه دلته یو مسجد دې چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم پکښی لمونځ کړې دې، نو دا خلک هلته ورځي او لمونځ پکښی کوي.
نو امیر المؤمنین t وفرمايل: پخواني امتونه په همداراز کړنو هلاک شوي دي، چه هغوﺉ به د پیغمبرانو ځمکني آثار لټول، ورپسی به ګرزیدل، او هلته به یي ځانته د عبادت او بندګۍ ځایونه جوړول، نو مونږ ته داسی کار کول پکار نه دي، که پر چا باندي د لمانځه وخت په دغه مسجدنو کښی راغې نو لمونځ دي پکښی وکړي پروا نلري، خو که د فرضي لمونځ وخت پری په دغه مسجدونو کښی نه وي راغلې، نو بیا دي په دغسی مسجدونو پسی څوک نه ګرزي، بلکه خپله لار دي وهي.
دا دهغه راشد خلیفه وینا ده چه د هغه په هکله رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمايي: » یقیناً الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د عمر t په خوله او زړه باندی حق مقرر کړې دې«.
امام محمد بن وضاح رحمه الله فرمايي: »امام مالک او د مدینی نور علماء داسی مسجدنو او آثارو ته ورتلل مکروه ګڼـي، پرته له مسجد قباء او احد له شهیدانو څخه«؛ ځکه دی دواړو ته ورتلل له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه ثابت دي.
او بیا محمد بن وضاح رحمه الله فرمايي: » ځینی سلفو فرمایلي دي: ډیر ځله یو کار چه په دی وخت کښی مشهور او روا ښکاري، خو همدغه کار د مخکنیو علماؤ په نظر یو بد او ناروا کار وي«.
مقصد دا چه پخوانیو ددین امامانو به په مکاني آثارو باندي تبرک کول بد ګڼل، او ددغسی آثارو لټون او په هغی پسی زړه تړل او له هغی څخه د برکت امید کول يي بد ګڼل، او له هغی څخه به یي مسلمانان منع کول.
هو، په یاد باید ولرو چه په دي مسأله کښی له عبد الله بن عمر { څخه نقل دي چه هغه به هغه ځایونو ته ورتللو چیری به چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم لمونځ کړې وو، او هلته به یي لمونځ کولو.
خو دغسی کار له ده پرته له هیڅ کوم صحابي څخه ثابت نه دي،.
خو ابن عمر { هم په دغه ځایونو کښی لمونځ کول او هلته ورتلل د تبرک په خاطر نه وو، بلکه هغه دغه کار ددي لپاره کولو چه په هر حالت کښی د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم پشپړه پیروي وکړي، تر دي چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم چیری لمونځ کړې وي نو هلته به هغه لمونځ کولو.
خو سره له دغه ښه نیت هم دغه کار نورو صحابه کرامو y نه دې کړې، او نه يي له ابن عمر { سره په دغه نظر کښی موافقه کړی ده، بلکه د هغه د پلار راشد خلیفه عمر بن الخطاب t حکایت لږ مخکښی تاسو ولوستلو چه هغه به له دغسی کارونو څخه منع کوله.
او ټولو ته څرګنده ده چه د خلاف په وخت کښی د عمر t قول د ټولو علماؤ په اتفاق باندي تر ابن عمر { څخه راجح او مخکښی دې؛ ځکه عمر t په راشدینو خلفاؤ کښی دوهم مقام لري، د چا په هکله چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمایلي دي چه تاسو د هغوﺉ پیروي وکړۍ، او د هغوﺉ طریقه يي سنت بللی ده.
لکه چه فرمايي: علیکم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدین المهدیین...( یعنی پر تاسو ځما د طریقی او د خلفاء راشدینو د طریقی پیروي کولو لازم دي.
بلکه د ابن عمر t دغه عمل د نورو ټولو صحابه کرامو y د عملي اتفاق په مقابل کښی دې، نو څرنګه به دده خلاف د پاتي ټولو صحابه کرامو د اتفاق مقابله وکړې شي؟ شک نشته چه حق د عمر بن الخطاب او ټولو صحابه کرامو y سره دې څوک چه دغه ډول تبرک مکروه ګڼـي، او د خلاف په وخت کښی همدا د پیروﺉ او د منلو وړ فیصله ده.
ځینی هغه نصوص چه تبرک پکښی راغلې وي
ځینی داسی نصوص شته چه په هغی کښی د پیغمبر په ذات، یا په کوم اندام یا د هغه په ځانګړو استعمال شوي لباس او یا د هغه د بدن سره لږیدلي څیز باندی تبرک شوې وي، خو ځینی خلک یا شعوري او یا لا شعوري دغه نصوص چه د پیغمبرانو علیهم السلام په اړه راغلي وي نورو بنده ګانو ته هم عاموي، او ورباندی د تبرک استدلال کوي، حال دا چه دوﺉ پر دغه تعمیم کوم دلیل نه لري، لکه: دیوسف علیه السلام وینا چه: ﭽﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﭼيوسف: ٩٣
ترجمه: تاسو زما دا کمیس یوسۍ، او زما د پلار په مخ یي واچوﺉ، نو هغه به بیرته بینا او لیدونکې شي.
دوﺉ داسی استدلال کوي: چه دلته د یوسف علیه السلام پر کمیس تبرک شوې دې.
خو ښکاره ده چه یو خو یوسف علیه السلام پخپله پیغمبر وو، او د پیغمبر په کمیس باندی په تبرک کولو کښی مونږ سره خلاف نلرو، او بل دا چه هغه پیغمبر وو د الله تعالی پر ښوونه داسی کار کوي.
(وفي قصة الحديبية)عن المسور بن مخرمة ومروان يصدق كل واحد منهما حديث صاحبه قالا خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم زمن الحديبية...، ثم إن عروة جعل يرمق أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم بعينيه قال فو الله ما تنخم رسول الله صلى الله عليه وسلم نخامة إلا وقعت في كف رجل منهم فدلك بها وجهه وجلده، وإذا أمرهم ابتدروا أمره، وإذا توضأ كادوا يقتتلون على وَضوئه،...) الحديث. صحيح البخاري(7/95)
ترجمه: دحدیبیی په واقعه کښی د مِسْوَر بن مخرمه او د مروان څخه روایت دې او دواړه یو د بل د حدیث شریف تصدیق کوي، یعنی ددواړو په حدیث کښی کوم اختلاف نشته، دواړه وايي: رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د حُدَیْبِیی په کال ووتلو...
بیا ددي واقعی په سیاق داسی راځي چه: بیا عروه د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم صحابه کرامو y ته کتل او هغوﺉ یي د خپل نظر او سترګو لاندی نیولي وو، هغه وايي: زما دي په الله قسم او سوګند وي چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به له خپلی خولی مبارکی نه خړاسکې نه تف کولو مګر هغه د یو صحابی په لاس کښی پریوتلو او غورزیدلو، او زر به يي هغه په خپل مخ او پوستکي باندی وسولولو، او چه کله به یي کوم امر کولو، نو ټولو به د هغه د امر پلي کولو ته ورمنډه کړی، او چه کله به يي اودس کولو نو نژدی وو چه د هغه د اوداسه پر اوبو باندی پخپل منځ کښی سره جنګ وکړي، )یعنی یو له بل څخه به یي تښتولی او تبرک به یي پری کولو(.
وعن أبي موسى رضي الله عنه قال كنت عند النبي صلى الله عليه وسلم وهو نازل بالجعرانة بين مكة والمدينة ومعه بلال ...،(ثم دعا بقدح فيه ماء، فغسل يديه ووجهه فيه ومجَّ فيه، ثم قال: اشربا منه وأفرغا على وجوهكما ونحوركما، وأبشرا، فأخذا القدح، ففعلا، فنادت أم سلمة من وراء الستر أن: أفضلا لأمكما، فأفضلا لها منه طائفة) صحيح البخاري (10/392)
ترجمه: ابو موسی t وایي: زه د نبي صلّى اللهُ عَليه وسلّم سره ووم، او هغه د مکی مکرمی او مدینی منوری تر منځ په جعرانه مقام کښی وو، او بلال t هم ورسره وو...، بیا نبي صلّى اللهُ عَليه وسلّم د اوبو یو لوخې راوغوښتلو، بیا يي خپل دواړه لاسونه او مخ مبارک پکښی ووینځل، او د خپلی خولی مبارکی نه په هغی کښی اوبه تویي کړی، بیا يي دواړو )ابو موسی او بلال { ( ته وویل: له دی اوبو څخه تاسو وڅښۍ او پر خپلو مخونو او سینو يي هم تری توي کړﺉ، او خوشحاله شۍ، نو دواړو هغه د اوبو لوخې واخستلو او همدغه کار یي وکړو، دلته د پردی له شا څخه ورته ام سلمه رضي الله عنها اواز وکړو چه، خپلی مور ته مو هم لږ څه پریږدﺉ، نو دواړو هغی ته هم یو څه اندازه اوبه پریښوولی.
وعن أبي جحيفة t قال:( خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم بالهاجرة فصلى بالبطحاء الظهر والعصر ركعتين ونصب بين يديه عنـزة وتوضأ فجعل الناس يتمسحون بوضوئه) صحيح البخاري(1/511)
همدارنګه ابو جُحَیْفه رضي الله عنه وايي: رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په غرمه کښی اووتلو، نو د بطحاء مقام کښی يي د ماسپښین او مازیګر لمونځونه دوه دوه رکعته)یعنی مسافرانه( وکړل، او د لمانځه لپاره یي خپلی مخی ته یوه همسا ودروله، او هلته یي اودس وکړ، نو ورسره خلکو د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د اوداسه اوبه راخستلی او پر ځانونو يي سولولی)یعنی تبرک یي پری کولو(
وعن أبي جحيفة t أنه(رأى رسول الله صلى الله عليه وسلم في قبة حمراء من أدم، ورأيت بلالا أخرج وَضوءاً فرأيت الناس يبتدرون ذلك الوَضوء، فمن أصاب منه شيئا تمسَّح به، ومن لم يصب منه أخذ من بلل يد صاحبه، ثم رأيت بلالا أخرج عنـزة فركزها وخرج رسول الله صلى الله عليه وسلم في حلة حمراء مشمّرا فصلى إلى العنـزة بالناس ركعتين، ورأيت الناس والدواب يمرون بين يدي العنـزة). الحديث. صحيح مسلم(1 / 360)
ترجمه: أبو جُحَیفه t وايي چه هغه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د څرمن په سره خیمه کښی ولیده، او بلال t می ولیده چه د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د اوداسه اوبه یي راوویستلی، او خلک مي ولیدل چه په جلتۍ سره یي دغه اوبه لاس ته راوړلی، نو چی چا ته به یو څه اوبه په لاس ورغلی، هغه به یي په ځان پوری وسولولی)یعنی تبرک به یي پر کولو(، او چا ته به چه ونه رسیدلی، د خپل ملګری د لاسونو لمدوالي نه به یي ځان ته یو څه لمدوالې حاصل کړ)یعنی تبرک به یي پر کولو(.
بیا مي بلال t ولیده چه یوه همسا یي راوویستله او هلته یی ودروله، او چی رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په سره جوړه کښی راووتلو )یعنی سور رنګی جوړه یي اغوستلی وه( او خپلی جامی يي بډ وهلی وی، نو د هغه همسا طرف ته يي خلکو ته د جماعت لمونځ وکړ، او خلک او حیوانات مي ولیدل چه د همسا نه هغه بل خوا ته اووختل.
عن أنس بن مالك t (أن رسول الله صلى الله عليه و سلم أتى منى فأتى الجمرة فرماها ثم أتى منـزله بمنى ونحر ثم قال للحلاق: خذ - وأشار إلى جانبه الأيمن ثم الأيسر- ثم جعل يعطيه الناس) صحيح مسلم(2/947)
ترجمه: انس بن مالک t وايي: چه بیشکه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم چه کله )د لوﺉ اختر په ورځ(منی ته راغې، نو لومړې جمرة العقبه ته ورغې او جمره يي وویشتله، بیا په منی کښی خپلی خیمی ته راغې او هلته یي قرباني وکړه، بیا یي سرخریونکي ته وویل: زما دسر له ښي او بیا له کیڼ خوا څخه ویښتان واخله، بیا په خلکو باندی خپل ویښتان وویشل.
په یو بل روایت کښی بیا داسی راغلي دي: ) فقسَّم شعره بين من يليه قال ثم أشار إلى الحلاق وإلى الجانب الأيسر فحلقه فأعطاه أم سليم وأما في رواية أبي كريب قال فبدأ بالشق الأيمن فوزعه الشعرة والشعرتين بين الناس ثم قال بالأيسر فصنع به مثل ذلك ثم قال ههنا أبو طلحة ؟ فدفعه إلى أبي طلحة) صحيح مسلم(2/947).
ترجمه: ) لومړې يي خپل ښي خوا ته اشاره وکړه او سر خریونکي ته وویل چه دی ځاي نه ویښتان وخریه(، بیا يي خپل دغه ویښتان هلته نژدي خلکو باندي وویشل، بیا يي سر خریونکي ته اشاره وکړه چه اوس می کیڼ خوا سره وخریه، نو کله چه يي هغه وخریلو، هغه ویښتان يي ام سُلَیْم ته ورکړل،
او د أبی کریب په روایت کښی بیا داسی دي چه: لومړې يي د خپل سر په ښي طرف باندي پیل وکړ)نو چه هغه يي وخریلو( هغه ویښتان يي پر خلکو باندی یو یو ویښته او دوه دوه ویښتان وویشل، بیا يي کیڼ خوا ته اشاره وکړه او د هغی په ويښتانو يي هم هغه طریقه وکړه لکه د ښي طرف په ویښتانو يي کړي وه، بیا یي وفرمايل: دلته ابو طلحه شته؟ )نو چه ابو طلحه راغې( هغه ويښتان يي ورته ورکړل.
عن أنس بن مالك أن رسول الله صلى الله عليه و سلم رمى جمرة العقبة ثم انصرف إلى البدن فنحرها والحجام جالس وقال بيده عن رأسه فحلق شقه الأيمن فقسمه فيمن يليه ثم قال: (احلق الشق الآخر فقال أين أبو طلحة ؟ فأعطاه إياه) صحيح مسلم(2 / 947).
له أنس بن مالک t نه روایت دې چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم آخري جمره وویشتله، بیا د قربانیو اوښو ته ورستون شو هغه يي حلالی کړي، او هلته سر خریونکې هم ناست وو نو ورته اشاره وکړه چه ښې طرف يي وخريي، بیا يي هغه ويښتان هلته نژدی خلکو باندی وویشل، بیا يي ورته وویل: اوس دا بل طرف هم وخریه، بیا يي وویل: ابو طلحه چیری دې؟ )نو چه هغه ورته راغې( هغه ته يي دغه ويښتان ورکړل.
عن أنس بن مالك قال: (لما رمى رسول الله صلى الله عليه و سلم الجمرة ونحر نسكه وحلق ناول الحالق شقه الأيمن فحلقه ثم دعا أبا طلحة الأنصاري فأعطاه إياه ثم ناوله الشق الأيسر فقال احلق فحلقه فأعطاه أبا طلحة فقال اقسمه بين الناس( صحيح مسلم(2/947).
ترجمه: د انس بن مالک t په روایت کښی وايي: کله چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم آخري جمره وویشتله د خپل سر ښې طرف يي سرخریونکي ته ورواړولو نو هغه يي ورله وخریلو، بیا يي هغه ويښتان ابو طلحه t ته ورکړل، بیا و سر خریونکي ته د خپل سر کیڼ طرف وروړاندی کړ او ورته یي وویل: وخریه، نو چه هغه ورله کیڼ خوا وخریله، هغه يي هم ابو طلحه ته ورکړل او ورته يي وفرمایل: دا په نورو خلکو باندي وویشه.
عن عائشة رضي الله عنها (أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذا اشتكى يقرأ على نفسه بالمعوذات وينفث فلما اشتد وجعه كنت أقرأ عليه وأمسح بيده رجاء بركتها)
صحيح البخاري(12 / 462)
ترجمه: د مؤمنانو له مور عایشی رضي الله عنها څخه روایت دې چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به کله ناروغه شو نو پر خپل ځان به يي معوذات سورتونه )قل هو الله أحد، قل أعوذ برب الفلق، قل أعوذ برب الناس( لوستل، او پر خپل ځان به یي چف کول، کله چه یي درد ډیر سخت شو، نو بیا به ما په هغه باندي دغه سورتونه لوستل، بیا به مي د هغه خپل لاس په هغه باندي سولولو؛ ددي لپاره چه د هغه دلاس برکت ورته حاصل شي.

عن أنس بن مالك قال: كان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا صلى الغداة جاء خدم المدينة بآنيتهم فيها الماء فما يؤتى بإناء إلا غمس يده فيها فربما جاؤه في الغداة الباردة فيغمس يده فيها .صحيح مسلم(4 / 1812)
ترجمه: أنس بن مالک t فرمايي: چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به کله د سهار لمونځ وکړ نو د مدینی خادمانو به ورته خپل د اوبو لوښي راوړل، نو په هر لوښي کښی به رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم خپل لاس مبارک غوپه کولو، نو کله به داسی هم وو چه سهار به )د یخنۍ او سړو له کبله( ډیر یخ او سوړ وو، خو هم به رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم په دغه لوښو کښی لاس غوپه کولو.
یعنی ددی لپاره چه خلک ورباندی تبرک وکړي.
وعن أم سليم: أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يأتيها فيقيل عندها فتبسط له نطعا فيقيل عليه وكان كثير العرق فكانت تجمع عرقه فتجعله في الطيب والقوارير فقال النبي صلى الله عليه و سلم يا أم سليم ما هذا؟ قالت عرقك أدوف(تعني: أخلط) به طيبي. صحيح مسلم(4/1816)
ام سُلَیْم رضي الله عنها فرمايي چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به کله د هغی کور ته راتللو او هلته به یي د غرمي خوب کولو، نو هغی ورته یو پوستین )څرمن( خورولو، او رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به پري ویده کیده، او رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم به ډیر خُوَله کیده، نو ام سُلَیْم رضي الله عنها به د هغه خوَلی راټولولی او په خپلو عطرو او خوشبویو کښی، او په ښیښو کښی به يي اچولی، نو رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ورته وفرمايل: ام سُلَیْم! ته دا څه کوي؟ هغی ورته وویل: دا ستاسو خوَله ده، زه يي د خپلی خوشبويي او عطرو سره ګډووم.
وفي رواية: فقالت يا رسول الله نرجو بركته لصبياننا قال: (أصبت) صحيح مسلم(4/1815)
ترجمه: په یو بل روایت کښی ورسره داسی راغلي دي: چه ام سلیم رضي الله عنها ورته وویل: مونږ پری د خپلو ماشومانو لپاره تبرک کوو، او ددي د برکت په هیله یي ساتو، نو رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ورته وفرمایل چه: ستا دا خبره صحیح او سمه ده.
او د سهل بن سعد په روایت کښی د هغی چپنی په هکله چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ته چا راوړی وه او بیا یو صحابي تری وغوښتله، نو رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم هغه چپنه ورته ورکړه، بیا نورو صحابه کرامو y دغه صحابي ملامت کړ چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ورته پخپله ضرورت لرلو، نو تا ورڅخه ولی وغوښته؟ هغه صحابي t وفرمایل:[رجوت بركتها حين لبسها النبي صلى الله عليه وسلم لعلي أكفن فيها] صحيح البخاري (15 / 230)
یعنی ما ورڅخه دغه چپنه ددي لپاره وغوښتله چه تبرک پری وکړم، او په دی هیله می واخستله چه ددی له برکت څخه برخمن شم؛ ځکه هغه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم اغوستلی ده، او ددی لپاره چه ما ته پکښی کفن راکړل شي.
وعن أم عطية الأنصارية رضي الله عنها قالت دخل علينا رسول الله صلى الله عليه وسلم حين توفيت ابنته فقال اغسلنها ثلاثا أو خمسا أو أكثر من ذلك إن رأيتن ذلك بماء وسدر واجعلن في الآخرة كافورا أو شيئا من كافور فإذا فرغتن فآذنني فلما فرغنا آذناه فأعطانا حقوه فقال أشعرنها إياه تعني إزاره . صحيح البخاري(3/172)
ترجمه: ام عطیه الأنصاریه رضي الله عنها فرمايي : کله چه د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم لور وفات شوه نو رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم مونږ ته راغې او مونږ ته یي وفرمایل: تاسو هغی ته دری ځلی یا پنځه ځلی په اوبو او بیرو يي ووینځۍ، او یا له دي نه هم ډیر ځلی که ضرورت ورته وي، او تاسو يي لازم ګڼۍ، او په آخر کښی کافور پری ولګوﺉ، یعنی څه خوشبويي پری ولګوﺉ، نو چه کله تاسو له دي ټولو کارونو نه وزګار شوﺉ، نو بیا ما خبر کړﺉ، کله چه مونږ فارغ شو، مونږ هغه صلّى اللهُ عَليه وسلّم خبر کړ، هغه مونږ ته خپل لنګ راکړ، او راته یی وفرمايل: دا زما لنګ يي د بدن سره متصل تری چاپیر کړﺉ، له )حقو( نه مراد د هغه لنګ وو.
حديث أبى أيوب t وفيه :(...فكان يصنع للنبي -صلى الله عليه وسلم- طعاما فإذا جيء به إليه سأل عن موضع أصابعه فيتتبع موضع أصابعه فصنع له طعاما فيه ثوم، فلما رد إليه سأل عن موضع أصابع النبي -صلى الله عليه وسلم- فقيل له لم يأكل. ففزع وصعد إليه فقال أحرام هو فقال النبي -صلى الله عليه وسلم- « لا ولكنى أكرهه ». قال فإني أكره ما تكره أو ما كرهت.
قال: وكان النبي -صلى الله عليه وسلم- يؤتى.([5] (http://www.afaqattaiseer.org/vb/newthread.php?do=newthread&f=668#_ftn5)) .صحيح مسلم - (6 / 126).
د أبو أیوب t په اوږد حدیث شریف کښی راځي چه هغه به د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم لپاره څه ډوډﺉ او د خوراک شیان تیارول، نو چه کله به د خوراک هغه لوښې بیرته راوړل شو، نو د هغه ځاي پوښتنه به یي کوله چه چیری رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ګوتی مبارکی لګیدلي وي، نو هغه ځایونو پسی به ورپسی وو، او له هغه ځایه به يي خوړله، یو ځل هغه د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم لپاره خوراک تیار کړې وو چه په هغی کښی یي اوږه اچولی وه، کله چه لوښې بیرته راوړل شو، د هغه صلّى اللهُ عَليه وسلّم د ګوتو مبارکو د ځاي پوښتنه یي وکړه، نو ورته وویل شو: چه هغه خو هیڅ ونه خوړل، نو هغه ووریده، او د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم خوا ته وروختلو، او پوښتنه یي تر وکړه چه دا اوږه حرامه ده؟ هغه صلّى اللهُ عَليه وسلّم ورته وفرمایل: نه، خو زه یي بده ګڼم، )یا زما خوښه نه ده(، نو هغه وفرمایل: تاسو چه کوم شې بد ګڼۍ، زه یي هم بد ګڼم، یا ستاسو چه کوم شې خوښ نه وي زما هم خوښ نه دې.
فرمايي : چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم اوږه ځکه خوښه نه وه چه هغه ته به ملایک راتلل، او ملایک اوږه نه خوښوي.
عن سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أتي بشراب فشرب منه وعن يمينه غلام وعن يساره الأشياخ فقال للغلام أتأذن لي أن أعطي هؤلاء فقال الغلام لا والله يا رسول الله لا أوثر بنصيبي منك أحدا قال فتله(أي وضعه) رسول الله صلى الله عليه وسلم في يده . صحيح البخاري(6 / 245)
سهل بن سعد الساعدي t وايي چه بیشکه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم ته د څښلو لپاره یو څه راوړل شو، نو هغه ورڅخه وڅښل، د هغه ښي خوا ته یو هلک ناست وو، او کیڼ خوا ته يي مشران خلک ناست وو، رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم هغه هلک ته وویل: ته اجازه کوي چه اوس يي دی مشرانو ته ورکړم؟؛)ځکه حق خو د هغه چا وي چه ښي خوا ته ناست وي(، هلک ورته وویل: نه، زما دي په الله تعالی سوګند وي، چه اجازه نه کووم، د الله پیغمبره! زه پخپله هغه برخه چه له تا څخه پاتی ده بل هیڅ څوک نه غوره کوم، نو فرمايي: چه بیا رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم هغه لوښې د هغه هلک په لاس کښی کیښود.
حديث أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنهما قالت عن جبة عندها: فقالت هذه جبة رسول الله صلى الله عليه وسلم...، وكان النبي صلى الله عليه وسلم يلبسها، فنحن نغسلها للمرضى يستشفى بها. صحيح مسلم(3 / 1641)
ترجمه: د اسماء بنت أبي بکر رضي الله عنهما په روایت کښی د یوي چپنی په هکله فرمایي: دا د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم چپنه ده چه هغی به اغوستله، نو اوس يي مونږ د مریضانو لپاره وینځو، او پر اوبو یي د مریضانو لپاره د شفا او روغتیا له کبله تبرک پری کوو.
ګران لوستونکي ته ښکاره او څرګنده ده چه پدی ټولو نصوصو کښی تبرک راغلې دې خو په هغه څه چه د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم غړې وي، یا يي ويښته وي، یا يي خوَله وي، یا يي لاړی وي، او یا يي ورسره د بدن غړي لګیدلي وي، او دداسی تبرک څخه څوک هم انکار نه کوي، خو خلاف په دي کښی دې چه له رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه وروسته د نورو بندګانو په پاتی شونو، یا جامو، یا ویښتانو او داسی نورو باندی تبرک کول روا دي که نه؟
که د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم څخه وروسته په نورو نیکانو بندګانو باندی تبرک روا واي نو آیا د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم صحابه کرام د هغه په لومړي خلیفه ابوبکر t باندي یا په نورو صحابه کرامو باندي y تبرک کړې دې که نه؟ ښکاره ده چه داسی هیڅ نص او ثبوت نشته چه دغه کار دی شوې وي، نو که دغه کار روا واي نو هغوﺉ به کړې واي، ځکه هغوﺉ د رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم د صحابه کرامو y په قدر او قیمت له مونږ څخه ډیر پوهیدل، او ډیر يي ورله احترام کولو، او د خیر او خیر خواهۍ په کارونو باندي ډیر حریصان وو، نو یو کار چه هغوي نه وي کړې مونږ یي ولی کوو؟.
د تبرک په هکله ځینی لیکنی:
۱/ التبرک وأنواعه وأحکامه، د دکتور ناصر بن عبد الرحمن الجدیع لیکنه.
۲/ التبرک المشروع والتبرک الممنوع، د دکتور علي بن نفیع العلیاني لیکنه.
۳/ التبرک المشروع والممنوع، د شیخ محمد صفوت نور الدین رحمه الله لیکنه.
ځینی نوری لیکنی چه په دی موضوع کښی یي توسع او بیان کړې وي:
۱/ غایة الأماني في الرد علی النبهاني، د علامه محمد شکري الآلوسي رحمه الله لیکنه.
۲/ صيانة الانسان عن وسوسة الشیخ دحلان، د شیخ محمد بشیر سهسواني هندي رحمه الله لیکنه.
۳/ مفاهیم یجب أن تُصَحَّح، د شیخ صالح بن عبد العزیز آل الشیخ لیکنه.
او داسی نوری هغه لیکنی چه سنتو ته په بلنه او له بدعاتو څخه په کرهه کښی لیکل شوي وي.

([1]) جمهرة اللغة لابن دريد 1/ 23, مقاييس اللغة لابن فارس 1/230, تهذيب اللغة للأزهري 10/ 231، الصحاح للجوهري 4/ 1575, المفردات للراغب الأصفهاني ص 44, النهاية لابن الأثير 1/120، لسان العرب 10/395، المصباح المنير ص 45.

([2]) صحيح البخاري كتاب العقيقة, باب تسمية المولود غداة يولد لمن لم يُعَقَّ عنه وتحنيكه، صحيح مسلم، كتاب الآداب.

([3]) مسند أحمد بن حنبل 3/397.

([4])مسند البزار 2/118. وهذا الحديث لا نعلمه يروى عن رسول الله صلى الله عليه وسلم من وجه من الوجوه بهذا اللفظ إلا من هذا الوجه بهذا الإسناد وإسناده حسن .

([5])( يؤتى ) معناه تأتيه الملائكة والوحي كما جاء في الحديث الآخر إني أناجي من لا تناجي وإن الملائكة تتأذى مما يتأذى منه بنو آدم